<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-22 19:11:16    
د ملي ولسي کانګرس د استازيو وړانديز عملي شوي دي

cri

د چين د جنوبي خوا د ګوان تونګ ولايت د جو هاي ښار د ګونګ بي مځکني بندر د چين د مکاو د سيمې او د لويي وچې ترمنځ د تړلو يو ډير لوي بندر دي ٠ خو پخوا د تاريخي لاملونو له کبله د مکاو او د جوهاي د ګونګ بي د بندرونو د دروازو د خلاصولو وخت د اوږدي مودي راهيسي يو شان نه و ٠ عمومأ د مکاو په بندر کې هره ورځ د سهار په اوو بجو د سيلانيانو د تګ راتګ تشريفات پيل کيږي ، خو د ګونګ بي د بندر اړوند کار له دي نه نيم ساعته وروسته پيل شوي دي ٠ له بلې خوا د دواړو بندرونو ترمنځ واټن يوازي دوه سوه متره دي ، نو د سيلانيانو د شمير د زياتوالي له امله د نيم ساعت په وخت کې د ګونګ بي په بندر کې ډير زيات خلک راغونډ شول او د بندر په لوي تالار کې ګډ وډۍ ښکاري ٠ خو د خوښې وړ خبره دا ده چه سږکال د مارچ په لومړي نيټه د سهار په اوو بجو د نوموړو دوو بندرونو دروازې په يو وخت خلکو ته خلا صه شوې دې ٠ له دي څخه ثابته شوې چه په يو وخت کې د نوموړو دوو بندرونو د خلاصولو په هکله د ملي ولسي کانګرس د مکاو د استازيو وړانديز د عمل په ډګر کې پلي شوي دي ٠

پروسږکال د ګونګ بي بندر ته د ورغلو سيلانيانو شمير شپږ ديرش مليونه اوو لکه تنه وو او له دي بندر څخه د وتلو توريستانو شمير څه د پاسه پنځه ديرش مليونه دري لکه لس زره تنه و ٠ له دي امله چه نوموړي شمير مخ په زياتيدو دي او پر دواړو بندرونو باندې اچول شوي فشارونه ورځ په ورځ زيات شوي دي ، نو تير کال د چين د لسم ملي ولسي کانګرس د دريمې عمومي غونډې په موده کې له مکاو څخه راغلي د چين د ملي ولسي کانګرش استازيو ليو يي ليان ، وو شه مينګ او پان يوي لان په ګډه سره په يو وخت کې د نوموړو دوو بندرونو د خلاصولو وړانديز وکړ ٠ د مکاو استازي وو شه مينګ وويل چه تير کال يي د مارچ په مياشت کې مو نوموړي وړانديز وکړ او د جون په مياشت کې مو اړوند ځواب تر لاسه کړي دي ٠ د معلوماتو له مخې سږکال په لومړنيو وختونو کې د چين د ملي ولسې کانګرس د دايمي کميټې د رئيس مرستيال شنګ هوا ژن د ګوان تونګ ولايت د جو هاي ښار ته تللي او د ګمرک د عمومي ادارې ، د ګوان تونګ ولايت او د جو هاي ښار د اړوندو سازمانونو سره تماسونه نيولي دي ٠ سږکال د فبروري په نهمه نيټه د ګمرک عمومي ادارې په رسمي توګه ځواب ورکړ چه د جو هاي بندر د مارچ په لومړي نيټه د مکاو د بندر له وخت سره سم په يو وخت کې خلاص شي ٠ يوازي په يو کال کې د نوموړو استازيو وړانديز په هره اړخيزه توګه عملي شوي دي ٠ سږکال د دواړو بندرونو په يو وخت د خلاصيدو په وخت کې د مکاو اوسيدونکي ميرمن لي خبريال ته وويل کله چه مونږ خبر شو چه د ګونګ بي بندر د مکاو له بندر سره په يو وخت کې خلاصيږي ، زمونږ د مکاو اوسيدونکي ډير خوشحاله يو ٠ د اړوند کارپوه د اټکل له مخې د نيم ساعت په وړاندي د ګونګ بي بندر د خلاصيدو نه وروسته به په دي بندر کې د خلکو د تګ راتګ اندازه په سلو کې دري زياته شي ٠

د چين د اساسي قانون او د ملي ولسي کانګرس د تشکيلاتي قانون د مقرراتو له مخې د ملي ولسې کانګرس استازي د نظريو او وړانديزونو د وړاندي کولو حق لري ٠ د ګونګ بي بندر په باب د نوموړي وړانديز د عملي کيدو څخه دا څرګنده شوې چه د مکاو استازييو خپله دنده تر سره کړي او د هيواد په اړوندو چارو کې يي برخه اخيستي ده ٠ د مکاو استازې ميرمن پان يوي لان د خبريال سره د مرکې په په بهير کې وويل چه زمونږ د وړانديز عملي کولو دا ثابته کړې چه مونږ د مکاو استازيو په ملي ولسې کانګرس کې خپل رول لوبولي دي او دولت زمونږ نظريي ته هم ډيره پاملرنه کړې ده ٠ مونږ په راتلونکي کې د نظريو د وړاندي کولو په هکله زيات ډاډ يو ٠

د معلوماتو له مخې د تير کال د ملي ولسي کانګرس د غونډې په موده کې د کانګرس د نژديو درو زرو تنو استازيو له خوا پنځه ز ره اته سوه څلور اتيا نظريي او وړانديزونه وړاندي شول او تر اوسه پوري يي په پوه توګه ځوابونه ترلاسه کړي دي ٠