<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-22 19:13:01    
د چين د کمپيوتر مينوال د يو نومی ديسک کاروي

cri

کمپيوتر کارونکي په دې پوهيږي چه په کمپيوتر کې سندونه او معلومات بايد زيرمه شي ، نن ورځ دوي نه يوازي خپل معلومات او سندونه د کمپيوتر په کلک زيرمتون کې ، بلکې په کوچني يوو ديسک کې زيرمه کوي .

يو ديسک يعني اونلي ديسک نوميږي ځکه چه شکل يي د يو انګليسي تورې يو ته ورته دی ، نو يوو ديسک نوميږي چه دغه کوچني اله د کمپيوتر له يو ايس بي سره تړل کيږي او د چين د شن جن نيتاک تکنولوژۍ ليميتيد شرکت لخوا ابتکاره شوه . دغه ابتکار له شلو کلونو راهيسې د کمپيوترې زيرمو په ساحه کې د چينايانو يوازنی ابتکار ګڼل کيږی .

د يو ديسک ښيګڼې دا دی چه زيرمه يي لويه ، حجم يي کوچنی او خصلت يي ثابت دی . ددې شرکت تخنيکي مشر شيان فونګ وويل چه د يو ديسک حجم يوازي د کوچني ګوتې سره برابر دی ، خو ظرفيت يي څلور ګيګا دی په بله ژبه له درو زرو نرمو ديسکونو سره برابر دی ، که درې زره نرم ديسکونه يو پر بل باندي کيښودل شي ، نو د يوې درې پوړيزې ودانۍ سره برابر وی . د يوو ديسک د ابتکار دمخه نرم ديسک استعماليده چه ظرفيت يي ډير کوچنی دی او کله کله خرابيږي

ښاغلي ليو چه د بيجينګ د کمپيوتر په يو شرکت کې کار کوي ، له نرم ديسک څخه د استفادې ستونزې يادې کړې او و يي ويل چه په نرم ديسک کې زيرمه شوي معلومات ډير لږ وي ، که نور نوي معلومات پکي زيرمه کيږي ، نو ددی اړتياوې چه ځيني معلومات بايد په تکرار سره له منځه يووړل شي . خو په ځيني وخت کې زيرمه شوي معلومات او سندونه هم ډير مهم دي . نو زيات کسان ډير نرم ديسکونه

استعمالوي .

دغه راز څوک چه زيات نرم ديسکونه لری ، د لازم ديسک لټونه هم مشکل کار دی . څرنګه چه نرم ديسک د بي پروايي له امله کله کله خرابيږي ، نو پکي زيرمه شوي شيان نشي معلوميداي .

د بيجينګ د ترانسپورت پوهنتون ښوونکې فان مين چه درې کاله يي د يوو ديسک استعمال کړی ، خبريال ته وويل چه يوو ديسک زما د کار ښه همکار دی او زما په نظر ښيګڼې يي دا دی چه لومړی يي ظرفيت لوی دی او دوهم په اسانه توګه ساتل کيږي . هغه يوه کيسه وکړه چه يوه ورځ دده يو يوو ديسک په اوبو کې ولويدچه پکي د درس ورکولو معلومات او د څيړنيزې رسالې مسوده پکي زيرمه شوي وه ، خو له اوبو څخه يي ديسک لاس ته راوړ او وچ يي کړ ، په ديسک کې زيرمه شوي معلومات بيخي ښه ساتل شوي او زيانمن شوي نه و .

د يوو ديسک د ښيګڼو له امله اوس په چين کې يوو ديسک د نرم ديسک ځاي نيسي او په نړۍ کې د کمپيوتر په تيره بيا د کتابي کمپيوتر توليدولو فابريکې غواړي چه د نرم ديسک د تړلو ځاي له منځه يوسي چه له امله به يي د هر کمپيوتر د توليدولو په اصلي بيه کې شپاړس امريکايي ډالره وسپميږي .

يوو ديسک په دوه زريم کال کې بازار ته وړاندي شو او دوه کاله وروسته له دې امله چه بيه يي قيمته وه ، اخيستونکي يي کم وو . خو اوس يي بيه کمه شويده او هر څوک يي د اخيستلو توان لری .

د نوي اختراع سره سم د يو ديسک ظرفيت هم زياتيږي ځکه چه ځينی کمپيوتر

استعمالونکي غواړي چه د لوي ظرفيت لرونکي يو ديسک استعمال کړي . د

بيجينګ د ترانسپورت پوهنتون زده کوونکې شا تيان تيان وويل چه اوس يوو ديسک ډير کوچنی او صورتونه يي هم ښکلي شويدي . زما يوو ديسک هره ورځ د ښکلا لپاره زما په غاړه ځوړند دی .

دوه مياشتې دمخه د شن جن د نيتاک تيکنولوژۍ شرکت نوي ډول يوو ديسک مبتکر او جوړ کړ . ددې شرکت چاروواکي داسي وويل چه درې يا پنځه کاله وروسته به يوو ديسک د نوري قاب په سلو کي اتيا برخه رول ولوبوي ، دغه راز دغه ډول يوو ديسک به نورې زياتې ښيګڼې او رول هم ولوبوي .