<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-23 19:06:52    
د سيند د اوبو په تند بهير کې د کښتۍ ځغاست لوبه او خوندور خواړه

cri

ګرانو اوريدونکو ، چين ته د سفر په نننی پروګرامو کې به تاسو ته د چين د پان جی هوا ښار په اړه معلومات او د سيند د اوبو په تند بهير کې د کښتۍ ځغاست لوبه او خوندور خواړه دروپېژندو ٠

______اواز_____

پان جی هوا ښار چې د چين په جنوب لويديځ د سی چوان په ولايت کې پروت دی ، د تبت د خپلواکی سيمی او د يو نان له ولايت سره ګډې پولې لری ٠ د يانځه سيند پاسنی برخه چه جين شا جيانګ نوميږي ، له دې ښار څخه تيريږي ، وايي چې ډېر کلونه د مخه د جين شا جيانګ سيند په غاړه د پنبی بوټی په نامه يو ډول لويه ونه ولاړه وه چه په چين کې دا ونه پان جی هوا نوميږي ، نو د دغه ښار نوم د پان جی هوا په نامه ونومول شو ٠ په دغه ښار کې د کانونو ، اوبو او کرنې شتمنې طبيعي سرچينې شته ، د کال په څلورو فصلونو کې په دې ښار کې لمر ليدل کيږي او هوا يي ډيره معتدله ده ٠ د دې ښار په شوا خوا کې د غارونو ، اوبځوړونو ، تودو چينو ، طبيعی ځنګلونو ، په لوړو کې چمنونو او ډبرينو ځنګلونو په شمول بيلا بيل سيلاني ځايونه د ليدو وړ دي . په دغو ځايونو کې داسي يوه لوبه ګڼ شمير سيلانيان راجلبوي چې د جين شا جيانګ سيند اوبو له تند بهير سره د کښتۍ ځغاسته ده ٠

په ١٩٩٩ کال کې د جين شا جيانګ سيند اوبو له بهير سره د کښتۍ ځغاسته د امريکی د ملي جغرافيا مجلی لخوا له هغو ٢٥ سيلانی او کشافې پروګرامونو څخه

غوره شوی چې له زياتو خطرونو او خوځېدنو سره مخامخ وي . د چين د نړېوالې سيلانی د عمومی څانګې لارښوونکې پيغله هونګ هميشه په جين شا جيانګ سيند

کې د نوموړي لوبې د تر سره کولو په مهال له سيلانيانو سره ملګري وي ، د هغی په نظر د سيند اوبو له ښکته پورته بهير سره سم د کښتۍ ځغاسته خلکو ته د تکړ توب او خوځيدنې احساس ورکوي . هغی وويل ___اواز__

اکثره سيلانيان له دې لوبی سره ډيره علاقه لری . د دوی په اند نوموړی لوبه د لوبغاړو لپاره د ستونزو ليري کولو، د جرات لوړولو او د ارادې ټينګولو رول لوبولی شي . زما لخوا منل شويو سياحانو ددې لوبې له تر سره کولو وروسته ما ته بيا تليفون وکړ چې ژر به د خپلو کورنيو له غړو او ملګرو سره يو ځاي په دغه لوبه کې ګډون وکړي . نو ويل کيږي چه دغه له خطرونو او خوځېدنو ډکه لوبه زيات شمير سيلانيان راجلبوي .

پر دغې خطرناکې لوبې سربېره سييلانيان ددې ښار نور سيلانی ځايونه هم ليدلی او له ډول ډول محلي خوړو څخه خوند اخيستی شي . دلته به تاسو ته يو ډول مزه لرونکې خوراک دروپيژنو . ددې خوړو د جورښت توکي د پسه غوښه او کبان دي چه د پخولو ساده چارې يي په دې ډول دي لومړي د پسه غوښه او څو کبان په اوبو کې واچوئ او بيا يې پاخه کړی ، البته پياز او نور لازم شيان لکه مالګه او مرچ هم ور سره ګډ کړئ . دغه خوراک د پان جی هوا په ښار کې تر ټولو مشهوره خوراک دی او ددې خوراک په اړه يوه کيسه هم شته چه وايي په لرغوني زمانه کې يو سپين ږيري چه پن جو نوميده ، د عمر د اوږدولو لارې چارې پخپلې کړې ، نو د اتو سوو کالو په عمر له دنيا څخه لاړ . يوه ورځ د پسه غوښې د پخولو په وخت کې دده کشر زوي په ديګ کې

څو کوچني کبان واچول ، کله چه پن جو بيرته کور ته راغی او دغه غوښه يي وخوړله چه

ډيره خورنده وه ، په پاي کې د پسه د غوښې او کبانو خواړه په دې ښار کې رواج وموند او نن ورځ ددې ښار په هر رستوانت کې دغه محلي خواړه ليدل کيږي . خبريال هم د دې خوړو د خوړلو لپاره يو رستورانت ته ولاړ ، د رستوران خاوند ښاغلی لی ليان پيګ په ځانګړي ډول يو ژوندی پسه واخيست . هغه وويل ___اواز___

دغه ځانګړي خواړه د نورو ځايونو زيات شمير سيلانيان راجلبوی او دوي له يو ځل خوړلو وروسته څو څو ځله دا خواړه خوړلي او حتی کور ته د خپلو کورنيو غړو او ملګرو لپاره يې دغه خوراک وړی دی . خبريال په دی رستورانت کې د خوړو پخولو يو ډول ځانګړی چارې وليدلی چې لومړي د پسه څرمن وايستل شوه او له څرمن څخه يو ديګ جوړ شو او بيا په کې د پسه غوښې او نور شيان او اوبه واچول شوې ، په اور باندي د نيم ساعت له سره کيدو وروسته د پسه غوښې ښوروا جوړه شوه .

د دغې ځانګړی ښوروا د پخولو دود ډير کم ليدل کيږي . د اشپز په قول ___اواز___ څرمن لنده ده او پکې اوبه اچول شويدي ، چې د پخولو په وخت کې و نه سوځي ، وايي چه د پخولو دغه چارې پخوا په جګړو کې استعماليدی .

کيداي شي چه تاسي په فارغ وخت کې پان جي هوا ته سفر وکړئ او د اوبو په تند بهير کي کښتۍ وچلوئ او محلي ځانګړي خواړه وخورئ .