د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د م م د امنيت شورا د روانې مياشتی په ٢٣مه نېټه په اتفاق سره ١٦٦٢مه پرېکړه تصويب کړه او فيصله يې وکړه چې له افغانستان سره د م م د مرستدويه د پلاوی دنده ١٢ مياشتې نوره اوږه کړي چې د سولې بيا جوړولو په بهير کې د راتلونکی مرحلې د سالم تر سره کولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي .
د م م د امنيت شورا د يوی اعلاميی په خپرولو سره د افغانستان له بيلا بيلو ډلو څخه غوښتنه کړی چې د مثبتی رويی په غوره کولو سره د هېواد په بيا أبادی کې ګډون وکړي او د زورزياتی لانجی د رامنځته کيدو مخه ونيسي . په اعلاميه کې هيله هم څرګنده شوی چې د افغانستان حکومت له نړېوالی ټولنی سره ګډ کوشش وکړي او په رښتونی توګه د ديموکراتيکی بهير د نوری ټينګتيا او د اقتصاد د پرمختګ په هکله د افغانستان هغه تړون پلی کړي چې سږ کال د جنوری په مياشتو کې په لندن کې لاسليک شوی دی .