<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-24 18:37:04    
د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی ښځينه غړې جانګ های دي

cri

جانګ های دی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميتې يوه ځانګړې ښځينه غړې ده. کله چه هغه پنځه کلنه وه، د ناروغی له امله يی د بدن لانديني نيمه برخه فلج شوه او له هغه وخت راهيسی د هغې ژوند په ګرځنده څوکۍ کی تيريږی. هغه ښوونځي ته نه وه تللی خو د خپل کوشش له لارې يی پخپله د لومړنی او منځنی ښوونځی ټولې زده کړې وکړې او بيا يی د پوهنتون او ماسترۍ کچې لوړ تحصيلات تر سره کړل. هغه په انګليسی، جاپانی، روسيی، المانی او نړيوالو ژبو ښه پوهيږی. جانګ های دی يوه داسی ښکلی ښځه ده چه په ټينګه اداره له ناروغی سره مبارزه کوی او پر خپل ژوند پوره باور لری.

جانګ های دی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د ټولنيزی خير ښې ګڼې او ضمانت برخې يو غړی ده. په تيرو نهو کلونو کی به هغې تل د معيوبينو چارو ته ډېره پاملرنه کوله. هغه وايی د معيوبينو غمونه يوازی د دوی خپل غمونه نه دي،بلکی د انسانانو د سترو غمونو څخه دی . ټول معيوبين زمونږ وروڼه او خويندې دي.

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې په سږنی کلنی غونډه کی جانګ های دي څو وړانديزونه وکړل، په دې اړه هغی وويل له دغو وړانديزونو څخه د معيوبينو د روزنې او ساتنې په اړه وړانديز تر ټولو مهم دی . دا په وروستيو کلونو کی د ډېرې پاملرنې وړ مسئله ده. د چين د معيوبينو د ملی ټولنې د مرستيالی

په توګه، ما د اوسيدونکو په ځينو سيمو او د معيوبين کورونو کی زياتی څېړنې وکړی او پکی مې ځينی مسئلې وموندلې چه بايد ژر حل شی. ما له ځينو ملګرو سره پر دغو مسئلو باندی بحثونه وکړل او مونږ هيله من يو چې لا ډېر زيات کسان او ټولنه د معيوبينو د روزنې او ساتنې مسئلې ته پاملرنه وکړی. زمونږ په نظر که ټول خلک نيکمرغه وی، نو مونږ به ريښتنې نيکمرغی تر لاسه کړو.

په وروستيو کلونو کی جان های دي د زياتو معيوبينو د ژوندانه په باب معلومات تر لاسه کړی او د دوی ستونزو د حل لپاره يی په پر له پسی توګه کوششونه کړی دی. هغې د بی خنډه تاسيساتو د جوړولو د کار د پياوړتيا او د معيوبو ماشومانو د ټولنيزې بيمې د مسئلې په شمول هم يو لړ وړانديزونه کړي دي .

د حکومت اړوندو څانګو د جانګ های دی وړانديزونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري، اوس په ډېرو سيمو کی د سړکونو او هوايی ډګرونو په شمول په زياتو عامه تاسيساتو کی د معيوبينو لپاره ځانګړی لارې جوړې شوې. دغه کار نه يوازی معيوبو کسانو ته ، بلکی زړو کسانو ته اسانتيا برابره کړې ده.

د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د يوې غړی په توګه ، ميرمن جانګ های دي په دې پوهيږی چه پر اوږې يی مسئوليت ډېر دروند دی ځکه چه له هغی لاره د ډېرو معيوبو کسانو هيلې شته.

هغې وويل په سياسی چارو کی ګډون او پر تګلارو باندی بحث کول زمونږ مهمه دنده ده. په غونډه کی ګډون زه خپل ځانګړی عمل نه ګڼم، بلکی د يو ډېر مهم ټولنيز کار په توګه يی تر سره کوم. هر وخت به په غونډه کی ګډون کوم، زما په زړه کی تل داسی مسئلې شته چه بايد ژر حل شی.