<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-24 18:43:02    
دوديز کلتور يو ځل بيا د چينايانو پاملرنه ځانته راجلبوی.

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! په دې وروستيو کلونو کې چينايانو يو ځل بيا خپله زياته پاملرنه دوديز کلتور ته ځانګړې کړېده. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسی په دې هکله څه معلومات واورئ.
د هرې شنبې سهار په نهو بجو د بېجينګ ښار په مرکزی سيمه کې د دولتی کتابتون په تالار کې يو پوه درس ورکوی.
( لومړی اواز)
د سږ کال د مارچ په څلورمه نېټه يو مشهور پوه چې يانګ هونګ شيون نومېږی، د چين د دوديز ساختمانی هنر په هکله يو درس ورکړ. د ون جين په نامه دغه فورم د چين د دولتی کتابتون له خوا په ٢٠٠١ کال کې جوړ شو چې په هره شنبه د درس ورکولو لپاره يو نامتو پوه ته بلنه ورکوی او درسونه يی په عمده توګه له فلسفې، تاريخ، کلاسيکی ناول او لرغونی سياسی نظام سره اړه لری. له تېرو پنځو کلونو راهيسی، دغه فورم څو زره عام وګړي ځانته راجلب کړيدي. د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې غړي پروفيسر جانګ جی جونګ په دې نظر دی.
( دوهم اواز)
دا يوه ډيره ښه نښه ده. په دې وروستيو کلونو کې نه يوازی د پوهنې حلقو، بلکه عامو وګړو هم له ملی کلتورونو سره ډيره علاقه څرګنده کړه. له دې څخه څرګنډيږی چې د چين د ځواک په پياوړتيا سره هېوادوال د خپل هېواد په هکله زيات باور لری.
دغه نښه په تېرو څو کلونو کې د چين د حکومت له کوښښونو سره اړه لرلی. په ٢٠٠٢ کال کې د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کمېټې د تاريخی اثارو د ساتلو قانون تعديل کړ چې د مادی کلتوری اثارو د ساتلو لپاره يی اغېزناک تدبيرونه نيولي وو. په ٢٠٠٣ کال کې د چين د ولسی کلتورونو ساتلو پر پلان په رسمی توګه پيل وشو. برسيره پر دې، تېر کال د چين د کلتور وزارت د غير مادی کلتوری ميراثونو د بېلګيزو اثارو يو ليست هم خپور کړ چې پکې د چين د شپږ پنځوسو قومونو له ولسی سندرو، ولسی هنرونو او نڅاوو څخه عبارت دی. څو ورځې دمخه د چين حکومت پرېکړه وکړه چې په چين کې د هر کال د جون د مياشتې دوهمه شنبه د ميراثونو نړيواله ورځ رسمی کړي. خو د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې غړي مشهور ليکوال فون جی څای دا نظر لری چې د چين د دوديزو کلتورونو د ساتلو کارونه له زياتو ستونزو سره مخامخ دي. هغه خبريال ته وويل
(دريم اواز)
سږ کال مونږ د نويو کليو د ابادۍ مسئلې ته په درنه سترګه ګورو. دا يوه ډيره مهمه مسئله ده، نو زما په نظر مونږ بايد د نويو کليو د ابادۍ په همدې وخت کې د کلتورونو ساتلو ته پاملرنه وکړو.
اوس چين لا هم يو پرمختيايی هېواد دی، نو په يوه اوږده راتلونکې موده کې مونږ اقتصادی ابادۍ ته په درنه سترګه وګورو. دا يو ډير ښه کار دی چې د چين حکومت د اقتصاد په شان د کلتورونو ساتلو ته پاملرنه ورکوی. د چين د دولتی کتابتون مشر پروفيسر ځان فو روی د چين د کلاسيکی ادبياتو يو مشهور پوه دی. د هغه په نظر که څه هم وګړی له دوديزو کلتورونو سره زياته علاقه لری، خو دا بس نه ده. مونږ بايد د چين د دوديزو کلتورونو د په ميراث وړلو او مروجولو لپاره کوښښ وکړو. هغه وويل
( څلورم اواز)
د ټولنې په پرمختبيا او د اقتصاد په پياوړتيا سره زمونږ لپاره د ملی کلتورونو ساتنه ډير زيات اهميت لری. چين غوره او په زړه پوری دوديز کلتورونه لری او دې ته اړتيا لری چې خپل کلتورنه وساتی او مروج يی کړی.
پروفيسر ځان فو روی وويل چې په صنعتی ټولنې د بدلولو په بهير کې د دوديزو کلتورونو ساتل يوه ډيره مهمه مسئله ده. که چيری مونږ داسی کلتورونه و نه ساتو، نو د تل لپاره به له لاسه لاړ شی او زمونږ په ټولنې باندی به زياتې منفی اغېزې وکړي.
ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد چې تاسی په کې د چين د دوديزو کلتورونو د ساتلو په هکله څه معلومات واوريدل. ستاسی له غوږ نيولوڅخه ډيره ډيره مننه کوو. هر چيری چې وی روغ او خوشحاله اوسئ.