د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د تازه شميرنی سره سم له ١٩٨١ کال نه تر اوسه په ٢٥ کلونو کی د بيجينګ ښاريانو په وړيا ډول ١٥٦ مليونه نيالګی کښينولی او په دی جمله کی يی نژدی په سلو کی ٩٠ برخه شنه شوی دي .
تر تيرکاله پوری د بيجينګ د ښار په سلو کی ٤٢ مځکه په ونو اوچمنونو سمسوره شوی او د هر اوسيدونکی په سر سمسورشوی مځکه ٤٦ مربع مترو ته رسيدلی ده .