ګرانو اورېدونکو! د خوښو کړو سندرو او نغمو پروګرام ته مو هرکلی کوو. ښاپيرۍ يا نغمه په افغانستان كې د وتلو او مشهورو سندرغاړو له ډلې څخه شميرل كيږي،دې خپله لمړى سندره په اوه لس كلنۍ وويله، او په ډير لږ وخت كې په ټول افغانستان كې مشهوره شوه،آن چې د شهرت څپې يې له پولو واوښتې. نغمې ډول، ډول سندرې ويلي دي،غزل، مستې،وطني او داسې نورې بدلې د دې په خواږ غږ ويل شوې دي.نوموړې په شپيتمه لسيزه كې د پښتو ژبې له مشهور سندرغاړي منګل سره واده وكړ،اوس څلور اولادونه(دوه زامن،او دوه لوڼې) لري،په كابل كې د وروستيو تنظيمي جګړو له امله لمړى پاكستان او بيا امريكې ته ولاړه، او اوس هلته خپلې هنري چارې پرمخ بيايي .نغمې د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو كې زيات كنسرتونه وركړيدي ، چې پدې وروستيو وختونو كې تر شاوخوا ديارلسو كلونو ځنډ وروسته بيرته افغانستان ته راغلې او د خپلو مينه والو تر منځ يې پخپل خواږه غږ كې سندرې وويلې،اوس به هم د نغمې په ښكلي غږ كې يوه ښكلې سندره واوروو.