<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-25 20:35:40    
د نويو کليو ابادی بايد له سيمه ايز ځانګړيتوب سره سمون ولری

cri

د سږ کال د نوی پسرلنی جشن له تيريدو وروسته د نويو سوسياليستي کليو د أبادولو په هکله د چين حکومت لومړی شمېره سند اعلان شو . د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٥ نېټه د لسمې دورې ملی ولسي کانګرس د څلورمی غونډی په پرانيستونکو مراسمو کی د حکومتي کارونو په اړه په خپل راپور کی دغه خبره تکراره کړه چی بايد د نويو کليو د سمسورتيا لپاره هڅه وکړو .د ولسي کانګرس استازيو وويل د نويو کليو د سمسورتيا له تصور څخه څرګنديږی چی د چين حکومت د کليوالو سيمو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوری .د بيلا بيلو ځايونو کلي بايد له سيمه ايز ځانګړيتوب سره سم خپله لاره ومومي او خپلې تجربې دي نورو ځايونو ته واوليږدوی .

د يون نان ولايت چی د چين په جنوب لويديځه برخه کی پروت دی ،ځانګړی چاپيريال او هوا لری .دغه راز په دغه سيمه کی د ځناورو او نباتاتو زيات ډولونه موندل کيږي .د تيرې پيرۍ په وروستيو کلونو کی ددي ولايت حکومت دا هدف په ګوته کړ چه په خپل ولايت کې ايکولوژيکی چاپيريال په ښه توګه وساتی او له محلي شرطونو سره سم داسی کرنی ته پرمختګ ور کړي چه هيڅ ککړتيا نه لری .

د چين د ملی ولسي کانګرس استازی او د يون نان ولايت د هونګ هه سيمې د ولسي کانګرس د دايمی کميټې مشر بی باو شينګ وويل مونږ د خپلې سيمې د طبيعي سرچينو د معقول استعمال پر بنسټ د ځانګړې کرنی د پرمختګ لپاره هڅه کوو چه د غوره جنس لرونکي کورني ژوي او نباتات وروزو او د کرنې د صنعتي کيدو له لارې د بزګرانو عايدات زيات کړو .

د هونګ هه سيمې بزګرانو د صنعتي غلودانو د کرلو مثلا د ميوو او طبي بوټو د روزلو له لاری زياتې ګټې تر لاسه کړېدي . .ښاغلی بی باو شينګ وويل چی د هونګ هه په شان سرحدي سيمو کی د ځانګړې کرنې پرمختګ د بزګرانو عايداتو د زياتوالی او د نويو کليو د ابادي لپاره يوه ښه لاره ده .

د يون نان ولايت ولسي کانګرس استازی او د دغه ولايت د دا لی سيمې مشر جاو لی شيونګ وويل له دی امله چی د دا لی شي جونګ علاقه داری د پتنګ چينې په نامه منظره لرونکي ځاي ته نژدې ده ، نو د دی سيمې حکومت له پتنګانو څخه د جوړو شويو بيلګو او په ځانګړي تکنولوژۍ د رنګه شويو ټوکرانو د پلورلو له لاری محلی اقتصاد ته پرمختيا ورکړې ده چه له امله يی د محلی بزګرانو کلنی عايدات لسو زرو يوانو ته رسيدلې دې .د ژوند د سويی د لوړوالی له امله محلی حکومت له کليوالو څخه د پيسو د راغونډولو له لارې خپل دغه هدف ته رسېدلی چی له مخی يی هر کور ته د نل اوبه رسيدلی او چاپيريال يي ښه شويدی .

د ملي ولسي کانګرس زياتو کليوالو استازيو يو له بل سره د خپل ځای د کرنېزو چارو د پرمختيا په هکله تجربې تبادله کړي دي .د دوی په نظر د نويو کليو د ابادی په بهير کی بايد لا زياتې ځانګړی لارې چارې پلی شي .

د ګوانګ سی د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې استازی وانګ ژو فی وويل چی د نويو کليو د ابادی لپاره زياتې لارې چارې موجودې دي .بيلا بيل ځايونه بايد له محلی شرطونو سره سم د پرمختګ نوی لاری راوګوري . مونږ بايد نه يوازي د نويو کليو د سمسورتيا په بهير کی د بزګرانو ژوند د ښه والي لپاره هڅه وکړو بلکه د کليو د اداره کولو په شمول بايد په لازياتو برخو کې نور ډير کوشش هم وکړو چی په پای

کې کليوالی سيمې لاپسی سمسوری او أبادې شی ..