<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-26 17:51:44    
د هګۍ د پوښ په باب په زړه پوري معلومات

cri

د تکامل په بهير کی چرګه د مرغه په شان د هګۍ اچولو له لاری خپل نسل اوږد کړي٠ هګۍ نه يوازی د کورنيو او وحشي مرغانو د تکثير په جريان کی لازمه مرحله ده او د انسان ښه خوراک هم دی ځکه په هګۍ کی پروتين ، اوسپنه او ډول ډول ويتامينونه پيدا کيږي، په تېره بيا د چرګې هګۍ د انسان د ژوند سره ډېرې نژدې اړيکی لری ځکه چی د چرګې هګۍ ارزانه او ډېرې دي ، نو د چرګې هګۍ د غريبانو د مغذي شيانو په توګه بلل کيږي٠ ايا د هګۍ پوښ هيڅ ارزښت نه لري؟ نه ، ځکه چی که هګۍ پوښ و نه لري، نو د هګۍ ژيړ او سپين به څنګه رامنځته شي؟ د تېرې پيړۍ د شپيتمې لسيزې په لومړيو کلونو کی په امريکا کی د هغو بازانو شمېر چی د سر بڼکې يی سپينې دي، د ژر کميدو په حال کی و، د عالمانو د تحقيقاتو له مخی علت يی دا و چی د DDT د ککړتيا له امله د باز د هګۍ پوښ نرم او له منځه تللی و چی په نتيجه کی د هګۍ پوښ د باز د بچې د وتلو نه دمخه ماتيده، نو په امريکا کی د DDT د استعمال د منع کولو غږ پورته شو٠

چرګه د هګي د جوړولو لپاره مسلسل ١٦ ساعته کار کوي چی د پنځه سانتي ګرامو په وزن د هګۍ د پوښ څخه دوه سانتي ګرامه ئی کلسيم دی٠ په حقيقت کی د چرګې په وينو کی د کلسيم مواد ډېر کم دي چی دغه اندازه د هګۍ جوړولو لپاره بيخي کافي نه ده ، نو د چرګې په وجود کی د زيرمه شوي کلسيم په واسطه د هډوکو په منځ کی ډېر نرم او وړوکي هډوکي زياتيږی٠ د هګۍ پوښ د أهک کيدو په وخت کی دغه وړوکي هډوکي ورو ورو هضم کيږي چی په نتيجه کی د هګۍ په پوښ کی د کلسيم د نفوذ په اثر ئی پوښ کلک کيږی٠

مونږ د هګۍ د خوړلو وروسته پوښ غورزوو، خو عالمان او معماران د هګۍ د پوښ په څيړنو لګيا دی څو چی د هګۍ د پوښ د جوړښت څخه لازيات معلومات لاس ته راوړی٠ مثﻵ که د هګۍ د پوښ محدبه برخه پورته شی، ډېر ستر فشار زغملی شی٠ چينايانو يو زر کاله دمخه د هګۍ د پوښ په اړه د دی اصل سره سم په شمالی چين کی دجاو جو نومی يو ګنبدي پل چوړ کړ چی د پل د دوو طرفونو ترمنځ فاصله په هغه زمانه کی ډېره اوږده وه او دغه پل لا تر اوسه پوري محکم او ښه ساتل شويدی٠ د هګۍ د پوښ په اړه د اصل له مخی په نړۍ کی ډېرې مشهورې ودانۍ جوړې شويدي لکه د استراليا په سدني کی مشهور تياتر، د بېجينګ د اورګاډي لويديځ ستيشن او داسی نور چی ساختماني شکل يی ټول ګنبدي او قوسي دی٠ د دی ساختماني شکل له مخی د ودانيو د جوړولو په وخت کی زيات ساختماني مواد سپما کيدای شی٠

د هګۍ د پوښ په اړه دلچسپه کيسه دا ده چی کرستوف کلمب پنځه سوه کاله دمخه په يوه ميلمستيا کی يوه پخه شوي هګۍ په لاس کی ونيوه او ګډون کوونکو ته يی وويل چی ستاسي په نظر د نوي لويې وچې پيدا کول لوي کشف ندی او يوازي په بيړۍ ليري ځاي ته سفر دی، پوښتنه دا ده چی تاسي ولي زما په شان ماجراجويی و نه کړه؟ دلته څوک کولي شي چی دغه هګۍ په ميز باندی په عمدی توګه کيږدي؟ ځينو کسانو وازمويل ، خو ناکام شول٠ کلمب هګۍ په ميز باندی وټکوله او پوښ يی مات شو چی په نتيجه کی هګۍ په اسانه توګه په ميز باندی په عمدی توګه کيښودل شوه٠ خو په عيني توګه ويلي شو چی د هګۍ د عمدی ايښودلو د أزموينې لومړي کاميابونکي يو جاپاني فزيک پوه دی، هغه د څلورو سوو چندو په ذره بين د هګۍ پوښ وڅاره او د پوښ په سطحې باندی يی دری لوړ ټکي پيدا کړل چی هګۍ د دغو درو ټکو په اتکا په اسانه توګه په عمدی توګه ايښودل کيږی٠ تاسی هم کولي شي چی په څو دقيقو کی هګۍ په ميز باندی په عمدی توګه کيښيږدی٠