دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د مشهورې سندرغاړې ګوان مو څون له خوا ويل شوی بهرنې سندرې تاسو ته وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د ګوان مو څون له خوا ويل شوی مکسيکي ولسی سندره واوريده چی نوم ئی رنګا رنګ ژوند دی٠ په دغه سندره کی له سپرلی سره د خلکو منيه څرګنده شوی ده ٠ ګوان مو څون په ١٩٥٣ کال کی زيږيدلې، په ١٩٨٧ کال کی د چين د مرکزی موسيقي له پوهنځي څخه فارغه شوی او له دی وروسته ئی د تيان جين د نان کای پوهنتون د ماستري درجه لاس ته راوړه٠ هغه اوس د چين د تيان جين د سندرو ويلو او نڅا کولو په هنري ډله کی يوه يواځنی سندرغاړه ده٠ اوس به مونږ په ګډه د ميانمر يوه ولسی سندره واوری چی د ګوان مو څون له خوا ويل شوی او نوم ئی باښه ده٠
( سندره ٢ )
ميرمن ګوان مو څون تل د ملی ويلو پر بنسټ ، د لويديځی هېوادونو د سبک د ولسي سندرو د ويلو په تړاو خپل ځانګړي سبک رامنځته کړی دی٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د اندونيزيا يوه ولسی سندره واوری چی نوم ئی ستوري دې٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو ، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠