د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د اسيا د دوو ژمنی چامپينشيپونو په اړه د نارينه وو د شلو کيلومترو او د ښځو د پنځلسو کيلومترو د ځغاستی مسابقې د مارچ په ٢٦ نيټه د چين د شمال ختيځ په هاربين ښار کی ترسره شوې او د چين ورزشکارانو جانګ چينګ او سون ژه بو په جلا جلا توګه په دغو دوو لوبو کی د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړ .
د ښځو د ١٥ کيلومترو په ځغاسته کی د لوبغاړې سون ژه بو موفقيت يو ساعت يوه دقيقه ٤٢ ثانيې ٦ دی . د نارينه وو د ٢٠ کيلومترو د ځغاستی په لوبه کی ورزشکار جانګ چينګ د يو ساعت اتو دقيقو ٤٩ ثانيو ٥ په موفقيت سره لومړی نمبر وګاټه .