<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-27 20:52:51    
د چين خاورې او ولايتونه

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پاکستان له پيښور نه يو اوريدونکی شيرولی خان په خپل ليک کی پوښتنه کړی چی د چين ولسی جمهوريت څومره پراخ دی او څو ولايتونه لری ؟ د پروګرام په دی برخه کی به همدغی پوښتنی ته ځواب ورکړو. که کمپيوتر او انترنيټ ته لاسرسۍ لری ،نو په دی اړه سم ځوابونه د سی ار ای راډيو د پښتو په انټرنيت پاڼه کی هم لوستلی شی . زمونږ د پښتو پاڼې پته ده _http://pu.chinabroadcast.cn/

د چين ولسی جمهوريت د اسيا د لويی وچی په ختيځ او د ارام سمندر په لويديځه غاړه کی موقعيت لری .دمځکنی برخی پراخوالی يي څه نا څه 9مليونه 6 سوه زره مربع کيلومتروته رسيږی چه د مځکنی پراخوالی له مخی چين په أسيا کي تر ټولو لوي هيواد ګڼل کيږي او په نړۍ کی له روسيی او کانادا وروسته دريم لوي هيواد دی . دغه شان چين نژدی دری مليونه مربع کيلومتره سمندری مساحت هم لری .

د چين سيمييزموقعيت شمال لوری د مو خه سمندرګی په شمال د هيرونګجيانګ سيند له مرکزی کرښی څخه ( د شمالی عرض البلد53٣ په درجو او٣30٠دقيقو ) ، جنوبی لوری ته د نانشا ټاپوګانوپه جنوبی څنډه کی تر جنموأن شا پوری ( د شمالی عرض البلد په 4٤ درجو کی ) پراخ

غځيدلی او د جنوب او شمال ترمنځ واټن يی څه نا څه ٥5زره او٥5 سوه کيلومترو ته رسيږی . ختيځ لوری دهيرونګجيانګ او ووسوليجيانګ د دواړو سيندونو د يوځايښت له ځای څخه ( د ختيځ طول البلد135 په درجو او 5 دقيقو کی )، لويديځ لوری تر پامير لوړې پوري غځيدلی او د ختيځ او لويديځ ترمنځ پلنوالی يی نژدی5٥ زرو کيلومترو ته رسيږی .

د چين مځکنی پولې څه نا څه 28 زره 8 سوه کيلومتره اوږدوالی لري . په ختيځ او شمال کی ګاونډی هيوادونه يی په جلاجلاتوګه د کورياديموکراتيک ولسی جمهوريت او مغولستان دی ، په شمال ختيځ کی له روسيی ، په شمال لويديځ کی له قزاقستان، قيرغيزستان اوتاجکستان ، په لويديځ او جنوب لويديځ کی له افغانستان ،پاکستان ، هند ، نيپال او بهوتان سره ګډې پولې لری . په جنوب کی چين له ميانمر ، لاوس او ويتنام سره نښتی دی .دغه شان ختيځ او جنوب ختيځ ته دسمندرونو په مخامخه غاړوکی د کوريا جمهوريت ،جاپان ، فليپين ،بورنای ، ماليزيا او اندونيزيا په شمول هيوادونه پراته دي .

اوس چين د ولايت په کچه ټول ٣34٤ اداری سيمی لری چه په کی د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ٤4 لوی ښارونه ، ٢23٣ ولايتونه او د ملی اقليتونو 5٥ خپلواکی سيمی او د هانکانګ او مکاو 2 ځانګړی اداری سيمی شاملی دي .

د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی څلور لوی ښارونه بيجينګ ، تيان جين ، شانګهای او چونګ چينګ دي .

بيجينګ د چين د ولسی جمهوريت پلازمينه ده . جينګ د دغه ښار لنډ نوم دی او د چين په شمال کی د ( خوا بۍ ) دښتی په شمال لويديځه څنډه کی موقعيت لری . بيپينګ د بيجينګ پخوانی نوم و . نن ورځ د بيجينګ ښار عمومی پراخوالی يی ١16٦زرو 8٨ سوو مربع کيلومترو ته رسيږی او د هغواوسيدونکو شمير چه پکی دايمی هستوګنی لری ، له 13مليونو څخه اوښتی دی .بيجينګ د چين سياست ، فرهنګ ، ساينس او پوهنی يومرکز اوترانسپورتی محور هم ګڼل کيږی . دغه راز بيجينګ يو داسی سيلانی ښار هم دی چه نه يوازی په چين ، بلکه په نړۍ کی هم شهرت لری . د بيلګی په ډول لوی ديوال ، د امپراطورۍ ماڼۍ ، أسمانی معبد ، د ١٣ امپراطورانو هديرې او داسی نور مشهور تاريخی ځايونه او ښايسته منظره لرونکی سيمی هر کال د بی شميره چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوی .

شانګهای ___(حو) ددی ښار اختصاری نوم دی او د چين د ختيځو سمندرغاړو په منځنی برخه او په ختيځ سمندر کی د يانځی سيندد د توئيدو په خوله کی پروت دی . په زرګونه کلونه دمخه هلته يوازی په سمندرغاړی کی يو بانډ ؤ ، خو نن ورځ شانګهای د چين له ٤لويو او غټو ښارونو څخه شميرل کيږی چه 5٥ زره او 8٨ سوه مربع کيلومتره پراخوالی لری . د چين د وګړو د پنځمی ملی شميرنی له مخی په نوموړی ښار کی د اوسيدونکو شمير 17 مليونو ته نژدی شوی دي . شانګهای د چين تر ټولو د يو لوی صنعتی ، سوداګريز او پولی مرکز او دغه راز د يوی علمی او تخنيکی اډې په توګه شهرت لری ، د چين لومړنی غټ ښار دی او په نړۍ کی هم له لويو ښارونو څخه شميرل کيږی .

تيان جين ____ اختصاری نوم يی (جين ) دی .دغه ښار د (خوابۍ) دښتې په شمال ختيځ کی پروت دی او د (های خه) سيند پنځه مرستندوی سيندونه او شاخه دلته له يوځای کيدو وروسته د( بو های ) سمندر ته بهيږی .د تيان جين عمومی پراخوالی له ١11١زرو مربع کيلومترو نه زيات اود اوسيدونکو شمير يی له 10 مليونو 230 زرو نه اوښتی دی . تيان جين د چين په شمال کی تر ټولو لوی صنعتی ښار دی .

چونګ چينګ ښار ___ اختصاری نوم يی ( يو) دی او د چين د جنوب لويديځ په ختيځه برخه او د يانځی سيند په پاسنی برخه کی پروت دی . په 1977کال کی د شاو خوا څو ښارونو او يوی سيمی له راغونډيدو وروسته د مرکزی حکومت ترمستقيمی اداری لاندی په( چونګ چينګ ) لوی ښار بدل شو . د دغه ښار اوسنی پراخوالی 80 زره 23 سوه مربع کيلومتره دی او داوسيدونکوعمومی شمير يی 31مليونو 590 زرو تنو ته رسيدلی دی .