په ١٩٣٤ کال کې په اتن کې د اولمپيک د نړيوالې کمېټې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اولمپيک د لرغونو سپورتی لوبو نظام سره سم به د لوبو له پرانيستلو تر پايه پوری په عمومی ډګر کې د اولمپيک سپيڅلی مشعل بل شی او اور يی بايد له اولمپيا څخه کوربه ښار ته بل شی او بيا د مشعل په شکل يووړل شی. د ١٩٣٦ کال د جولای په شلمه نېټه په اولمپيا کې د اور د بلونې درانه مراسم تر سره شول چې د يونان دوولس نجونو د موسيقی په غږولو سره د اولمپيک لومړی مشعل بل کړ. د اولمپيک د نړيوالې کمېټې پخوانی مشر کوبيرتين په دغو مراسمو کې ګډون او يوه وينا يی وکړه.
يوه تاريخی تېروتنه
د اولمپيک د نړيوالې کمېټې له خوا د دغو سپورتی لوبو د کوربه ښار غوره کول يوه تاريخی تېروتنه وه. د نازيانو تر کنترول لاندی د دغو سپورتی لوبو له نښې چې د يو ساعت په بڼه وه زورزياتی څرګند شوی و. د دغه ساعت د کړۍ پر نښې يو باز ليدل کيږی او تری لاندی يی د اولمپيک پنځه دايرې دي.
د ټلويزيون له لاری د اولمپيک سپورتی لوبو لومړنی خپرونه
په برلين کې د لومړي ځل لپاره د ټلويزيون له لارې د اولمپيک سپورتی لوبو په اړه عامو وګړو ته اړوند معلومات ورکړل شول. په هغه وخت کې د برلين په ښاری سيمه کې پنځه ويشت لويې ټلويزيونی پردې ايښودل شوي وي چې په وړيا توګه عامو وګړو د اولمپيک مسابقې کتلی شوای. د المان ټلويزيونی ستېشن د پوڅدام او لېپزيګ په ګډون څو سيمو ته د اولمپيک مسابقو بهير خپور کړ.
د اولمپيک د سپورتی لوبو په هکله لومړنی فلم
په برلين کې د اولمپيک د سپورتی لوبو له تر سره کېدو سره همهال د هيتلر په امر د اولمپيک سپورتی لوبو په هکله د اولمپيا په نامه لومړنی فلم د جوړېدو په حال کې و. دغه فلم د المانۍ لومړنی عکس اخيستونکې Leni Riefenstahl له خوا جوړ شوی چې داريکترې يی د هيتلر ډيره خوښه شوی وه. هغې د اولمپيک په سپورتی ډګرونو کې شل ګونه کمراګانې ايښی وي او مسابقې يی ساتلې کړي وي.
د لوی باران د اورېدو په ترڅ کې د باسکټبال لوبه
که څه هم باسکټبال د لومړي ځل لپاره د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کې شامل شوی و، خو يوويشت ټيمونه هم ورته راجلب شوي و. د مسابقې په لومړی ورځ د باسکټبال اختراع کوونکي
جمس سميس دغه لوبه وکتله. د پای لوبه د امريکې او کانادا ترمنځ تر سره شوه. په هغه ورځ سخت باران اوريده او بالاخره امريکې نولس د اته په مقابل کې د اولمپيک د باسکټبال لومړی طلايی ميدال تر لاسه کړ.