<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-28 18:48:35    
د الوتكې لومړنۍ تبتي كوربنه

cri

د الوتنې د دغې كوربنۍ نوم (دېكېن يانګزوم) دى. دا اوس په بېجنګ كې اوسېږي. له بېجنګ نه د دې د مورني ټاټوبي تبت مركز لهاسا ښار پورې په الوتكه كې د څلورو ساعتونو لار ده. خو آغلې ډېكېن لس كاله وروسته خپل مورني ټاټوبي ته ستنېږي او اوس د دغه سفر پر ارزښت پوه شوې ده. كله چې الوتكه په لهاسا كې د ګونګا په هوايي ډګر ښكته شوه او د خوښى يادونه ورپه ياد شول نو ډېكن په ژړا شوه. دا د دې په ژوند كې د خوشحالى او احساس يوه شېبه وه. آغلې ډېكېن د تبتي مور او پلار څخه په ۱۹۷۶ كال كې په لهاسا كې زېږېدلې ده. په ۱۹۸۴ كال كې يې ټوله كورنى پلازمېنې بېجنګ ته ولېږدېده، خو هر كال به دوى خپل ټاټوبي ته ستنېدل چې خپل خپلوان وګوري. په دغه سفر كې به دوى چېنګډو ته په اورګاډي كې او بيا له چېنګډو څخه لهاسا ته په الوتكه كې تلل. د الوتكې له لارې د سفر له زياتې تجربې سره له ځوانې (دېكېن يانګزوم) سره د الوتكې د كوربنۍ كېدو فكر رامنځ ته شو. د دغې ګرمې هيلې لامل خورا ډېر ساده و، او هغه هم د الوتك-كوربنيو ښكلې جامې او داسې يو فرصت چې د عامو سفر كوونكو خدمت وكړي. د دغې هيلې د پوره كېدو نښې وروسته له هغه راڅرګندې شوې كله چې آغلې ډېكېن په ۱۹۹۴ كې له لوړ ښوونځي څخه فارغه شوه. په همدغه كال كې د (اير چاينا) يا د چين هوايي شركت غوښتل چې نوي كاركوونكي په دندو وګوماري. له خپلو ملګرو سره يو ځاى (دېكېن يانګزوم) پرېكړه وكړه چې خپل بخت وازمويي. سره له دې چې دندې ته د ور وړاندې كېدو وروستۍ مينه واله وه، د دې تبتي طبيعي جاذبيت، ښكلا او ځيركتيا آغلې ډېكېن په مركه او ازموينه كې يوه مخكښه سياله كړه. په پاى كې دا د (اير چاينا) هوايي شركت په تاريخ كې د الوتنې لومړنۍ تبتي كوربنه شوه، او دغې نوې دندې يې د پاريس او نيويارك په شان لويو بهرنيو ښارونو ته د الوتنې فرصت ورته برابر كړ، خو د دې امكان نه و ورته برابر شوى چې تبت ته په كومه الوتنه كې سفر وكړي.

ديوې هيلې له ترسره كېدو سره، تبت ته بېرته ګرځېدل د ډېكېن يانګزوم يو بل آرمان و. دا اوس د دې د ملګرو يوه بېلګيي پوښتنه شوې (آيا بېرته تبت ته تللې يې؟) خپل مورنۍ ښارګوټۍ يې ډېر يادېږي او ډېر ځله د چين په دې برخه كې د سترو بدلونونو د رامنځ ته كېدو فكر كوي.

له نېكه مرغه دې هغه مهال فرصت وموند كله چې د چين مركزي تلوېزيون په بېجنګ او تبت كې د ځينو تبتي ښځو د انځورولو پلان ونيو، چې د دوى د ورځيني ژوند او كار په اړه يو راپور چمتو كړي. د همدې دندې لپاره دوه مېرمنې غوره شوې يوه (ډاوا يانګزوم) په لهاسا كې چې د اولمپيك لوبو څراغ وړلو لپاره هم غوره شور وه او بله ډېكېن يانګزوم وه.

د ۲۰۰۵ سپټمبر په شپږمه نېټه ډېكېن يانګزوم بالاخره لهاسا ته ستنه شوه. د ډېرو اشنا او ناآشنا نندارو په ليدنې ډېره احساساتي وه، او د يادونو په بېا راتلنې يې د تبتي ژبې په ويلو پيل وكړ. په لېوالتيا سره يې وويل (زه په خپله ژبه خبرې نه شم كولاى! زه په رښتيا غواړم خبرې پرې وكړم!) . ډېكېن يانګزوم د خپلو ترونو او تربورانو كره ورغله چې د اوږدې مودې لپاره يې نه وو ليدلي.

ډېكېن يانګزوم په لهاسا كې يو ځل بيا د خپل ماشومتوب د يادونو ځايون ته ورغله، دې وكتل چې پخوانۍ دوړنې لارې په سمټي او قير شوو سړكونو او د يو وخت سپېره كورنه په نويو ودانيو بدل شوي دي. د فرصت له مخې د دې بېرته ستنېدنه د حمام كولو يا لامبو له كلني جشن سره همهاله وه. كله چې ډېكېن يانګزوم د لهاسا سيند ته ورغله و يې ليدل چې واړه ماشومان په سيندكې لامبي او ساتېري كوي، د غه سيند د دې د ماشومتوب د وخت يوه غوره ځاى و. پر دې سربېره ډېرو غټانو هم په ډلو ډلو له لامبو څخه خوند اخيست او د خپل دود سره سم يې د يو كال ګرد او دوړې ليرې كولې. تر يو پاك شين آسمان او د لمر د وړانګو تر طبيعي تودوخې لاندې ډېكېن چې په وړكتوب كې له اوبو څخه وېرېده اوس دومره زړه وره شوې چې پخپله لمبېدا وازمېيي. د مور د يو لاس په مرستې سره اوس دې كولاى شول چې له اوبو څخه خوند واخلي.

يوې لرې غونډۍ ته په اشارې سره، ډېكېن څرګنده كړه چې دا د ځانګړي شكل له مخې د لوښي يا كاسې غونډۍ په نامه يادېږي. د نوي تبتي كال په دريمه ورځ د دغې غونډۍ سر ته ختل يو دود دى، كله چې خلك د غونډۍ څوكې ته ورسېږي نو بيا د دعاګانو جنډې راځړوي چې د كورنيو د غړو نومونه يې پرې ليكل شوي وي. دغه مراسم د سولې او نېكبختۍ لپاره يوه دعا څرګندوي.

كله چې ډېكېن د جوخانګ عبادتځاى وروسېده نو له خلكو ډك و، او دا هغه ځاى دى چې خلك د ساكياموني بودا عبادت كوي. دا هغه ځاى دى چې ډېكېن يانګزوم د وړكتوب په وخت كې څو څو ځله ورته راغلې ده، دا هم بودا ته د خپل درناوي په ښوولو دخلكو له ګڼې ګوڼې سره يو ځاى او په ګونډو شوه. د عبادتځي په مخكې پر ډګر يو غشى درېدلى چې د بركت اخيستنې دعاګانې پرې ليكل شوې دي. د دغو ليكنو په لوستلو سره ډېكېن د غوره او نېكو هيلو او بركتونو احساس وكړ.

وروسته په داسې حال كې چې ډېكېن د څه تبتې لاسي توكيو اخيستلو لپاره د باركو په كوڅه كې په سودا بوخته وه په بېجنګ كې يې د خپلې كشرې خور له خوا چې په بېجنګ كې يوه سندرغاړې وه تليفون ورته وشو، هغې ډېكېن ته وويل چې د لهاسا د سندرو مشهوره ډله د ښار په يو بار كې سندرې وايي، د دغه خبر په اورېدو سره ډېكېن سمدلاسه ټېكسي ونيوه او په بيړه يې دغه بار ته ځان ورساوه او هلته يې موسيقۍ ته په غوږنيونې د ډېرې خوښۍ او ساتېرۍ وخت تېر كړ.

په لهاسا كې سترو بدلونونو ډېكېن ځينې وخت دومره احساساتي كوله چې نه يې شو كولاى د خپل زړه خبرې په ژبه وكړي، خو بيا هم هلته تر اوسه داسې څه وو چې نه وو بدل شوي. كه څه هم سوداګريز چاپېريال دغه ښار ته خپله لار كړې وه او عصري شيان په سړكونو او كوڅو كې ليدل كېږي خو دغه ځاى لا تر اوسه خپل تاريخي ميراث يو څه ساتلى. خلك رښتيني او ساده پاتې شوي، د دوى دوديز كلتور پياوړى دى او لهاسا خپل سپېڅلى او مرموز چاپېريال ساتلى دى.

په لهاسا كې د خپلې څلورمې ورځې په سهار اوو بجو ډېكېن يانګزوم بايد له خپل ګران مورني ښار سره مخه ښه وكړي. د خپلې كورنۍ لپاره په چمتو كړيو ځانګړو ځايي توليداتو سمبال ډېكېن يانګزوم د هوايي ډګر پر لور بس ته وختله. په داسې حال كې چې د لمر طلايي وړانګې د پوټالا پر ماڼۍ خپرې وې د دې الوتكه د پلازمېنې بېجېنګ په لور والوته.