د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان يو سيمه ايز چارواکی د روانی مياشتی په ٢٨ نيټه داخبره تاييده کړه چه د افغانستان د جنوب لويديځ په نيمروز ولايت کی په همدی ورځ يوه بمی چاودنه وشوه او له دی امله د امريکی د يوه امنيت ساتونکی شرکت پنځه تنه کارکوونکی مړه شول چه په دی جمله کی دوه بهرنيان او دری افغانان شامل وو .
تر اوسه پوری هيچا يا کوم سازمان د دغی پيښی مسوليت په غاړه نه دی اخيستی .