<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-29 18:53:45    
د چين په لويديځه سيمه کې د مور د اوبو د ذيرمې پروګرام

cri

د زياتو وګړو له پاره په ورځني ژوند کې د اوبو استعمال يو عادي کار دي ٠ خو د چين په لويديځو سيمو کې د وچکالي له امله د بزګرانو ژوند او په تيره بيا د ښځو او ماشومانو روغتيا د اوبو د سخت کموالي تر ناوړې اغيزې لاندې ده ٠ د ٢٠٠٠ کال له پيل نه د چين د ښځو ملي ټولنې او د چين د ښځو د پرمختيا د صندوق ټولنې په ګډه د نوموړي سيمې له کليو سره د مرسته کولو په هکله د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام جوړ کړي چه د دغه پروګرام نوم د مور د اوبو ذيرمه دي ٠ د نوموړي پروګرام د ترسره کولو نه وروسته به د څه د پاسه يو مليون يو لکو تنو بزګرانو د څښاک د اوبو ستونزې ليري شي ٠

چين يو داسي هيواد دي چه د اوبو ذيرمې ډيرې پکې کمي دي او د ګردې نړۍ له هغو ديارلسو سيمو څخه هم دي چه د هر تن په سر د تر لاسه شويو اوبو اندازه ډيره کمه ده ٠ خو په دي هکله د چين لويديځه سيمه تر ټولو نه سخته ده ٠ په ټوله نړۍ کې د هر تن په حساب په منځني توګه اوه زره نهه سوه مکعب متره اوبه تر لاسه کولي شي ، خو د چين په لويديځه وچه سيمه کې نوموړي منځني اندازه له يو سلو لسو مکعب مترو نه هم کمه ده او دري مليونه تنه وګړي د اوبو د سختې کمښت په حال کي دي ٠

د چين د لويديځې سيمې د نين سيا د هوي قوم خودمختاره سيمه په چين کې له هغو سيمو څخه ده چه د اوبو منابع يي ډيرې کمې دي ٠ په دغه سيمه کې د يان څي ولسوالي دلان تونګ ګيو په نامه يو کلي شته ٠ د ٢٠٠٠ کال راهيسي يوازي څلور او پنځه ځله باران شوي ٠ نو دغه ځاي د اوږدي مودې وچکالۍ په حال کې ده ٠ له بلې خوا د اوبو د کموالي له امله يي د کرنې حاصلات هم ډير خراب او حتي هيڅ نه و ٠ پخوا به په دي ځاي کې بزګرانو له ډير ليري ځاي څخه د اوبو له بندر څخه کور ته اوبه راوړلي ، خو په ٢٠٠١ کال کې د چين د ښځو د پرمختيا د صندوق د ټولنې په مرسته په دغه کلي کې دوه سوه دري د اوبو ذيرمې جوړه شوې او د سيمه ايزو بزګرانو د څکلو اوبو مسئله حله شوې ده ٠ کلوالې ميرمن وانګ جيان لي وويل پخوا د ورځني اړتيا اوبه بايد زما د خاوند له خوا له ليري ځاي څخه کور ته راوړل شوي واي ٠ خو اوس له دي امله چه د مور د اوبو ذيرمه وکيندله شوه ، زما خاوند له دغه دروند کار ځان خلاص شوي او د کار له پاره بهر ته تللي شي ٠

په ٢٠٠٠ کال کې د چين د ښځو د ملي ټولنې او د چين د ښځو د پرمختيا د صندوق د سازمان له خوا څه د پاسه يو سل مليونه ژن مين بي يوانه راغونډ شوي او دغې پيسې د مور د اوبو د ذيرمې د پروګرام په پلي کولو لګول شوي دي ٠ د دعه پروګرام سره سم لومړي تر مځکې لاندې له شل نه تر ديرش مکعب متره يوه ژوره ذيرمه کيندل کيږي او ورپسي د سيميټو په واسطه د ذيرمې څلور ديوالونه جوړيږي کړي ترڅو چه د ذخيره شويو اوبو د ضايع کيدو مخه ونيول شي ٠ دغه راز د ذيرمې د خولې او بهرني شاخوا مځکه هم په سيميټو پوښل کيږي څو چه باران له دې څخه ذيرمې ته روان وي ٠ په حقيقت کې په نوموړي ذيرمه کې ذخيره شوي اوبه په عمده توګه له باران څخه راغونډ شوي دي ٠ له دي امله چه د ذيرمې خوله کوچينې ده ، نو په کې د ساتل شويو اوبو د بخار کيدو امکان لږ وي ٠ ويل کيږي چه په وچه سيمه کې د باران د منابعو څخه ګټه اخيستنه د اوبو د کموالي د ليري کولو له پاره تر ټولو نه ساده او موثره لاره ده ٠

اوس د چين د شمال لويديځې خوا د شيان سي ، ګان سو ، نين سيا ، چينګ هاي ، داخلي مغولستان او سه چوان په شمول په څه د پاسه لسو ولايتونو، خودمختارو سيمو او ښارونو کې ټول څه د پاسه سل زره د اوبو ذيرمې او د اوبو د برابرولو زر کوچني مرکزونه جوړ شوي دي ٠ د چين د ښځو د ملي ټولنې د رئيس مرستيالې ميرمن مو ون سيو وويل د دغه پروګرام د عملي کولو نه وروسته په ډيرو ځايونو کې د وګړو د ژوند چاپيريال بدل شوي دي ٠ اوس د مور د اوبو د ذيرمو د جوړولو کارونه لا هم روان دي چه دا به د چين د لويديځې سيمې خلکو خصوصأ ښځو او ماشومانو ته ډيرې ګټې ورسوي ٠