<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-29 18:58:41    
په سپوږمۍ کې اوبه شته ؟

cri

د شپې په صاف أسمان کې سپوږمۍ ليدل کيږي او تر اوسه پورې دوولس تنه امريکايي فضانوردان سپوږمۍ ته پورته شويدي او انسان غواړي چه د سپوږمۍ په مخ يو دايمي استوګنځای جوړ کړی . خو پوښتنه دا ده چه په سپوږمۍ کې اوبه شته که نه ؟ که څه هم تر اوسه هيچا په سپوږمۍ کې د اوبو د سرچينې پلټنه نده کړې ، خو داسي شاهدي تر لاسه شويدي چه په سپوږمۍ اوبه شته .

ولی ويل کيږي چه په سپوږمۍ کې اوبه شته ؟ د تيوريکي تحليل له پلوه په ځمکه کې د اوبو د پيدايښت علت په سپوږمۍ کې هم استعماليږي ځکه هغه وخت چه په ځمکه کې اوبه پيدا شوې ، تر ننه درې ميليارده نهه سوه مليونه کاله مخکې و او دغه زمانه د ټکر زمانې په نامه ياديږي يعني ځمکه د کوچنيو سيارو او لکۍ لرونکو ستورو له ټکرونو سره مخامخ کيده او د همدغو ټکرونو له امله په ځمکه کې اوبه راپيدا شوې .سپوږمۍ له ځمکې سره په يو ورته موقعيت کې پرته ده . خو د سپوږمۍ جاذبه قوه يوازې د ځمکې د جاذبې قوې له يو په شپږمې برخې سره برابره ده ، نو په سپوږمۍ کې زياتره اوبه لا پخوا تبخيرې شوي وې ، خو امکان شته چه پاتې شوې اوبه لا هم په سپوږمۍ کې زيرمه شوي وي .

په لرغونې زمانه کې انسان په سپوږمۍ کې يو تور رنګه سيوري ليده او ګمان يي کاوه چه دا به سمندر وي ، خو په نولس سوه نهه شپيتم کال کې امريکايي فضانوردان په سپوږمۍ باندي ښکته شول او هيڅ اوبه يي و نه ليدلي . د تيرې پيړۍ د شپږمې لسيزې په نيمايي کې په سپوږمۍ د فضانوردانو له ښکته کيدو دمخه د رادار په پرده کې په سپوږمۍ کې د اوبو د پيدايښت امکان نه و . ځمکه پېژندونکو دا نظر

درلود چه د سپوږمۍ په سطح د کندې په شکل عوارض د اورغورځونکو غرونو د چاودنو له امله رامنځته شويدي ، خو د ستوري پيژندونکو په نظر دغه عوارض په فضا کې له سپوږمۍ سره د ستورو د ټکرونو له امله جوړې شويدي ږ په اتلس سوه درې نويم کال کې مشهور ځمکه پيژندونکي ګروف داسي يوه تيوري وړاندي کړه چه د سپوږمۍ په سطح کندې له لويو سياريو ستورو سره د ټکرونو له امله رامنځته شويدي . ورپسې دغه تيوري د نورو عالمانو او سپوږمۍ ته د اپولو فضانوردانو د سفر لخوا ومنله شوه ، نو ويل کيږي چه په ځمکه کې اوبه له ځمکې سره د سيارو او لکۍ دارو ستورو د ټکرونو له امله رامنځته شويدي ، ايا دغه ټکرونه له سپوږمۍ سره هم شويدي که نه ؟ او په سپوږمۍ کې لا هم يوه برخه اوبه پاتي دي که نه ؟ دغه معما د نړيوالو د پاملرنې وړ مسئله ده ، دددې معما د حل لپاره د نولس سوه اته نويم کال د جنوري په شپږمه نيټه امريکا د سپوږمۍ څيړنې يوه دستګاه وتوغوله چه عمده دنده يي تر سپوږمۍ لاندې د اوبو لټول وو او له څيړنې څخه بيا د سپوږمۍ د شمالي او جنوبي قطبونو تر ځمکې لاندې د کنګلونو د موجوديت امکان څرګند شوي او د اټکل له مخې يي زيرمه شپږو ملياردو ټنو ته رسيږي . د نولس سوه نهه نويم کال د اګست په لومړې نېټه په دې دستګاه کې د سون موادو له خلاصيدو نه مخکې د امريکې عالمانو پريکړه وکړه دغه دستګاه چه يوازې يي يو سلو يو شپيته کيلوګرامه وزن يي درلود ، له سپوږمۍ سره يي ټکر کړی ځکه چه په يو ساعت کې د شپږ زره يو سل کيلومترو په سرعت د ټکر له امله غرونه ښوييداي شي او د ټکر له امله رامنځته شوي لوړه تودوخه به په سپوږمۍ کې موجودې اوبه سمدستي په بخار بدل کړي ، خو متاسفانه عالمانو په نجومي دوربين کې هيڅ شی ندی ليدلی . که څه هم عالمانو هيڅ شی و نه ليدل ، خو دا خبره نه ښيي چه په سپوږمۍ کې اوبه نشته . امکان لری چه د دوربين د ايښودلو ځای مناسب نه وی او يا نور علتونه ولری . نو دوي به د دغه ټکر په شان نور پلانونه طرح کړي ، دغه راز د امريکې د فضانوردۍ رياست به په دوه زره اتم کال کې د ايل ار او په نامه د سپوږمۍ د څيړنې يوه بله دستګاه وتوغوي چه په سپوږمۍ کې د اوبو د شتوالي مسئله حل شي