<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-29 19:11:31    
له ښوونې او خيريی چارو سره مينواله ښځه دينګ شياو ليان

cri

د چين د لسم ملی ولسی کانګرس په څلورمی غونډی کې برخه واله ښځينه استازې چې دينګ شياو ليان نوميږي ، د چين د شمال لويديځ د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکی سيمی د ګو يوان ښار د مالياتو په څانګه کې يوه معمولی چارواکی ده . له ١٩٩٢ کال راهيسې يی په خپل کور کې په وړيا ډول څه دپاسه دری سوه تنو بی وزلو زده کوونکو ته د استوګنې اسانتيا برابره کړې او په دې جمله کې يوې زده کوونکې د هغی په کور کې د اتو کلونو لپاره ژوند وکړ .

د ګو يوان ښار د طبيعی شرائطو د سختوالی له امله دغه سيمه په ټول هېواد کې له ډيرو غريبو سيمو څخه ده . د ١٩٩٢ کال په يوه ورځ ميرمن دينګ ښوونځی ته د خپلی لور د ليږدولو په وخت کې د ښوونځی د دروازی په مخکښی يو کوچنی وليد چې د ښوونځی د ليليی لګښت د نه لرلو له امله يې غوښتل بېر ته کور ته لاړ شي . څرنګه چې دغه هلک ډيره هيله درلوده په ښوونځې کې د نورو کوچنيانو په شان زده کړه وکړي ، نو دينګ شياو ليانګ دغه کوچينی په خپل کور کې ومانه . اوس لس ګونه کلونه تير شوی ، دينګ شياو ليانګ د دغی پيښی د يادونی پر وخت وويل د کوچنيتوب په وخت کې مې کور ډير بی وزلی و ، ښوونځی ته د تللو لپاره راسره زيات شمير کسانو مرسته وکړه . په هغه وخت کې مې فکر وکړ چې په راتلونکی کې زه هم بايد غريبو کوچنيانو ته د مرستی لاس اوږد کړم .

له ١٩٩٢ کال څخه تر اوسه پوری دينګ شياو ليانګ په خپل کوچنی انګړ کې په وار سره له کليو څخه راغلی په سل ګونو تنه بی وزلی زده کوونکی منلی دی . په تيرو ١٤

کلونو کې هغی په خپل فارغ وخت کې د دغو کوچنيانو ورځنی ژوند ته پام کړی او د پيسو د سپمولو تر څنګ يې کوچنيانو ته ښه خواړه برابری کړی، ضروری شيان يې اخيستی او د کوچنيانو لپاره يې د زده کړی لګښت هم راغونډ کړی دی . اوس په دغو څه دپاسه دری سوو زده کوونکو کې دوه سوه او دری تنه په وار سره د پوهنتونونو لخوا منل شوی او نور سل تنو يې بيلا بيل کارونه پيدا کړي دي .

د دينګ شياو ليان د ستاينې لپاره د نينګ شيا د ډرامی ډلی د هغې د پرمختللې سابقی له مخې يوه ډرامه جوړه کړه او د هېواد په ٢١ ولايتونو او ښارونو کې يې ننداری وړاندې وکړې . زيات شمير کسانو او تصديو د دغې کيسی له اوريدو وروسته له ميرمن دينګ او زده کوونکو سره مرسته کړی او د دغه مرستو د اندازې ارزښت يې له يو لک يوانو څخه اوښتې دی .

په ٢٠٠٥ کال کې دينګ شياو لينګ د چين د ملکی چارو وزارت لخوا د چينی د خيرښی ګڼې په نامه جايزه تر لاسه کړه ، خو دا له دې امله مغروره نه شوه . هغه غواړی چې يوه خيريه موسسه جوړه کړي او په دايمی توګه له غريبو کوچنيانو سره د مرستو برابرولو خپلو خيريه چارو ته دوام ورکړي .

په ٢٠٠٣ کال کې دينګ شياو ليان د چين د ملی ولسی کانګريس د يوې استازی په توګه وټاکل شوه. سږ کال هغی د چين د لسم ملی ولسی کانګريس په څلورمه غونډه کې د ګډون لپاره د بزګرانو او ښوونی په تړاو دېرش وړانديزونه چمتو کړي وو او له نيکمرغه د هغی د وړانديزونو محتويات د چين د صدراعظم وين جيا باو په راپور کې ياد شول .

هغی له ټولو خلکو څخه غوښتنه وکړه چې خيريه چارو ته پام وکړي او له غريبو زده

کوونکو او نورو اړو خلکو سره مرسته وکړي . هغی وويل زمونږ په هېواد کې نفوس ډير زيات دی ، که هر څوک په خيريه چارو کې برخه واخلي او خپل توان وقف کړي ، نوچين به هرومرو ورځ په ورځ ښه او نيکمرغه وي .

ډيوه

د اسرائيلو په پارلمانی ټولټاکنو کې د رايی ورکول په رسمی توګه پيل شول

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د اسرائيلو پارلمانی ټولټاکنی د مارچ په ٢٨مه نېټه په رسمی توګه پيل شوې . د اسرائيلو وګړي به د رايی ورکولو له لاری نوی پارلمان وټاکي او د اسرائيلو د نوی حکومت صدراعظم او کابينه هم د دغو ټولټاکنو له نتيجو سره سم رامنځته شي .

د کاديما ، کارګر او ليکود په شمول ٣١ ګوندونه يا ډلی په دغو ټولټاکنو کې ګډون کوي . د اسرائيلو د قانون له مخې هغه ګوند به نوی حکومت جوړ کړي او مشر به يې د حکومت د صدراعظم دنده پر غاړه ولري چې په پارلمانی ټولټاکنو کې تر نورو زياتې څوکي ګټلې وي .

ډيوه

هانکانګ به څنډې ته ونه لويږي

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : په وروستی موده کې د هانکانګ ځينو کسانو انديښنه څرګنده کړې چې د چين د ستری برخی د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله د هانکانګ مقم ښايي کم شي او څنډې ته ولويږي . په دې هکله د چين د پياوړتيا او اصلاحاتو کمېټی د پرمختګ د اداری مرستيال شو لين د مارچ په ٢٨مه نېټه په دې ټينګار وکړ که چيری د هېواد ستره برخه پرمختګ ومومي ، هانکانګ به څنډې ته هم ونه لويږي .

شو لين چې د چين د يوولسم پنځه کاله پلان په هکله په يو سمينار کې د ګډون لپاره هانکانګ ته تللی ، وويل تير کال د ګوانګ دونګ ولايت د صادراتو ارزښت څلور سوه او شل مليارډو امريکايی ډالرو ته رسيدلی ؤ او په کې نژدی د دری سوه مليارډو امريکائی ډالرو په ارزښت مالونه له هانکانګ څخه صادر شوی وو . له دې څخه څرګنديږي چې هانکانګ د ستری برخی د اقتصاد د پياوړتيا په بهير کې مهم رول لوبوی .

هغه په همدې وخت کې دې ته اشاره وکړه سره له دې چې د چين د ستری برخې ښارونه د نړېوال پولی مرکزونو په توګه ګرځي ، هانکانګ لا هم د پولی خدمتونو او د غوره کارکوونکو د لرلو په برخه کې ښکاره برلاس لری .

ډيوه

چين غواړی چې له الجزائل سره د ستراتيژيکی همکاري اړيکو د هر اړخيز نژديوالی لپاره کوشش وکړي

د چين د بين امللی راډيو د خبر له مخې : د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ د مارچ په ٢٨مه نېټه په بيجينګ کې د الجزئل د ملی دفاع او بهرنيو چارو له وزير محمد بيدجاوی سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل چين غواړی چې په بيلا يبلو ساحو کې له الجزئل سره تګ را تګ او همکاري نوره هم پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکو د هر اړخيز نژديوالی لپاره هڅی وکړي .

وزير لی جاو شينګ وويل چين او الجريه عنعنوی او ژوره دوستی لری او له اوږدی مودی راهيسی د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستی او همکاري اړيکی په پرله پسی ټينګې شوې او ښکاره برياليتوبونه يې تر لاسه کړی دي .

د بهرنيو چارو وزير محمد بيدجاوی وويل الجزئل له چين سره د دوستی اړيکو ته د درناوی په سترګه ګوری او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ فرصتونه زيات دی . د ده د هېواد حکومت غواړی چې په بيلا بيلو ساحو کې له چين سره بشپړه او ژوره همکارۍ وکړي .