<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-30 18:25:29    
د ګوی يانګ ښار د ثعلب ښکلی ګلان

cri

ګرانو اوريدونکو ، چين ته د سفر پروګرام ننی کړۍ ته مو هرکلی کوو . اوس د چين په شمال کې هوا لا هم سړه ده ، خو د جنوب لويديځ چين د ګوی جو ولايت د مرکز ګوی يانګ ښار د لمر تر تودو وړانګو او اورښت لاندي دی او د ثعلب ډول ډول ښکلی ګلان غوړيږي ، نو ټول ښار د دغو ګلانو له خوږو بويونو څخه ډک دی او اوس مهال له دغو ښکليو ګلانو څخه د خوند اخيستلو ښه وخت دی .

د ګوی يانګ په ښار کې ژمی ډير سوړ نه وي او دوبی هم ډير ګرم نه دی ، نو هوا يی د ثعلب ګلانو له ودې سره برابره وی . دغه ګلان د ګوی يانګ ښار د خلکو مينه راجلبوی او د ښاری ګل په نامه ياديږي . هر وخت چې دغه ګلان غوړيږي ، د دغه ښار په بيلا بيلو واټونو کې ښاريان ليدل کيږي چې دغه ګلان اخلی . د دغو ګلانو خرڅوونکې ميرمن وانګ پينګ زمونږ خبريال ته وويل ښاريان د ثعلب ګلانو د روزنی عادت لری او په دې برخه کې يې احساسات ډېر ګرم دی . هغی وويل __اواز___

زما په پلورنځی کې د پتنګ په شکل د ثعلب ګل پلورل کيږي او داسی معمولی ګل دری يا څلور سوه يوانه بيه لری ، خو اخيستونکی يې لا هم زيات دی .

ځينی اخيستونکی يوازی په فارغ وخت کې معمولی ګلان روزی ، خو د دوی په پرتله ځينی مينوال د ګلانو هغو ډولونو ته زياته پاملرنه کوي چې کم ليدل کيږي او يوازی په غرونو کې موندل کيږي . مثلأ ښاغلی لوون ديان په ځانګړی توګه د وحشي ثعلب اخيستلو لپاره د هېواد د لويديځ ولايت له سی چوان څخه ګوي يانګ ته راغلی ځکه چه نوموړی له دغه ډول ګل سره ډيره مينه لری . هغه خبريال ته وويل ___اواز___

د ګوی يانګ په ښار کې د ثعلب وحشی ګلان له نورو ځايونو څخه زيات دی . زما په نظر اوس انسان بايد دغه ګلان وساتي ، ځکه چې د وحشی ګلانو ساتنه د چاپيريال د ښکلا ، د هوا د پاکوالي او د ښاريانود ژوند کيفيت د لوړوالی لپاره ګټوره ده .

په چين کې هر کال د ثعلب د ګلانو نندارتون جوړيږي . سږ نې نندارتون د ګوی يانګ ښار د ملی کلتور په ماڼی کې پرانستل شو چې څه دپاسه څلور زره ګلدانی په کې ايښودل شوی دی. هغه ګلان چې په سيالی کې يې لومړي ځايونه نيولي ، بيی به يې لوړی وي او ډير زيات نندارچيان راجلبوي . په دغه نندارتون کې يو جاپانی مسافر د شلو زرو يوانو په بيه هغه ثعلب واخيست چې په سيالی کې يې جايزه ګټلی وه .

په دغه نندارتون کې يو ډير ښکلی ثعلب ليدل کيده چې ګلابې رنګ يې درلود ، د ښاغلی هو که چينګ ستاينه يې تر لاسه کړه چې د دغه نندارتون د ليدنی لپاره د ګوی يانګ ښار ته راغلی ؤ . ښاغلی هو زمونږ خبريال ته وويل اوس د چين په بيلا بيلو ځايونو کې د ثعلب مينوال هر کال د دغه ګل د لټون لپاره د ګوی يانګ ښار ته ځی . د ده په نظر په دغه ښار کې د ثعلب خرڅلول د يوې صنعتی چاری په توګه بلل کيږي . هغه وويل ___اواز___

د ګوی يانګ په ښار کې هوا او چاپيريال ډير ښه دی او د غرونو او سيندونو شمير زيات دی ، نو دغه ښار د ثعلب د ګلانو د روزنی لپاره ګټور دی .

د دغه ګل په سږني نندارتون کې يوه ګلدانی چې د سمسور چين په نامه ثعلب پکې ايښودل شوی ، د ليدونکو په زړونو کې ژوره خاطره پرې ايښی ده . د دغه ګل ګلپاڼی د څلورو رنګونو لخوا جوړيږي او ليدل کيږي چې ډير ښکلی دی . يو سپن ږيرې چې هوانګ فو لينګ نوميږي ، خبريال ته وويل ___اواز___

د ثعلب له ګلانو څخه د خوند اخيستلو له امله خلک په تيره بيا زاړه کسان ډير ښه احساسات خپلوي . په باغونو کې دغه غوره ډول ګلان لږ دی ، نن ورځ مونږ په دغه نندارتون کې ډير ښکلی ګلان ليدلی دی چې له امله يې د أرامی احساس کوو .

ګرانو دوستانو ، که تاسو فرصت وموند چې د ګوی يانګ ښار ته لاړ شي ، زه ډاډ منه يم چې تاسی ته هرو مرو له ثعلب ګل څخه خوند واخلي .