<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-31 18:53:21    
د کلتوری او هنری کړۍ په فعاله توګه په سياسی چارو کې برخه اخلی

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! دوه اوونۍ دمخه د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې سږنی نوبتی غونډه تازه په بېجينګ کې پای ته ورسيده. د چين د څو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او د سياسی چارو د سلامشورې د يوه ارګان په توګه په سياسی مشورتی کنفرانس کې د چين د مختلفو حلقو زيات تکړه شخصيتونه راغونډ شوي وو چې تر منځ يی په سلو کې نژدی لس کلتوری او هنری شخصيتونه وو. له تېرو شلګونو کلونو راهيسی، د کلتوری او هنری حلقو غړيو په فعاله توګه په سياسی چارو کې برخه اخيستی او اخلی يی او د هېواد د پرمختګ لپاره يی خدمتونه تر سره کړيدي. دوی نه يوازی کلتوری ساحې ته پاملرنه کوی، بلکه د نورو ساحو په هکله ټولو مسئلو ته اهميت ورکوی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسی په دې هکله څه معلومات واورئ.

( لومړی اواز)

د دولتی تياتر د ابادۍ په هکله مويو وړانديز مو وکړ. دغه تياتر بايد د پلان له مخی په ٢٠٠٥ کال کې پرانيستل شوی وی، خو تر اوسه پوری نه دی پرانيستل شوی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د سياسی مشورتی کنفرانس د سږنی نوبتی غونډې په يوه ګروپی ناسته کې د خبريال له خوا ساتل شوی يو لند اواز واوريد چې پکې د چين مشهورې سندره غاړې مېرمن لو تيان چان د چين د دولتی تياتر د ابادۍ په هکله خپله نظريه څرګنده کړه.

د چين د سياسی مشورتی کنفرانس عمده دنده د سياسی چارو په اړه سلامشورې او ديموکراتيکه څارنه ده. د مېرمن لو په شان د سياسی مشورتی کنفرانس غړو د مختفلو ټولنو ارزو، غوښتنې او وړانديزونه بېجينګ ته راوړی وو. دوی نه يوازی د دولتی تياتر ابادۍ ته پاملرنه کړی، بلکه د کلتوری چارو پرمختګ او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ کلتوری راکړی ورکړی ته هم زيات اهميت ورکړيدی.

د چين نامتو نقاش لی يان شنګ پخوا د جعلی نقاشۍ له امله په قهر شوی و، خو اوس د هنری اثارو د مارکيت له څېړنې وروسته په دې نظر و چې دا يوه پيچلی مسئله ده او بايد د اړوندو قوانينو او نظام د بشپړتيا له لارې حل شی. هغه خبريال ته وويل

( دوهم اواز)

په دې وروستيو کلونو کې د هنری اثارو مارکيت ډير سمسور دی، خو پکې زيات شمېر جعلی اثار ليدل کيږی. زما د دغه وړانديز هدف دا دی چې د تاليف حق بايدساتل شی.

د ده په نظر د چين د هنری اثارو ليلامولو په قانون کې د هنری اثارو د رښتياوالي په هکله څرګندونه نه ده، نو بايد ژر تر ژره اړوند قانون بشپړ شی.

په دې وروستيو کلونو کې، د کلتوری او هنری حلقو د غړو له خوا زيات شمېر وړانديزونو د چين د حکومت د اړوندو څانګو پاملرنې تر لاسه کړې او د چين د کلتور او هنر په ساحو کې زياتې مسئلې حل شويدي. د ٢٠٠١ کال په مارچ کې د چين د سياسی مشورتی کنفرانس په کلنی نوبتی غونډه کې د فلم جوړولو په ټولنه کې څو تنو غړو د چين د فلم موزيم د جوړېدو په هکله وړانديز وکړ. له يو کال وروسته د چين حکومت د چين د فلم ملی موزيم جوړول منظور کړل. د ٢٠٠٢ کال په پای

کې د دغه موزيم د جوړولو کار پيل شوی او د تېر کال په پای کې د چين د فلم رامنځته کېدو د سلمې کاليزې د رارسيدو پر وخت پرانيستل شو.

په سياسی چارو کې د کلتوری او هنری حلقو د غړو د برخه اخيستې د يادونې پر وخت د چين مشهور هنرمند ښاغلي جيانګ کون وويل

( دريم اواز)

د عادت له مخې د کلتوری او هنری حلقو غړي په سياسی چارو کې برخه اخلی، د مثال په توګه ښاغلي ما جی او هو ماو لين. دوی د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې غړي وو او د هنری چارو د پرمختګ لپاره يی زيات شمېر غوره وړانديزونه کړي ؤ. ما په مسلسله توګه دری ځله د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې په کلنيو نوبتی غونډو کې برخه اخيستې او د چين د هنرمندانو د لا لوی رول لوبولو لپاره می زيات وړانديزونه او پيشنهادونه وړاندی کړل.

ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد چې پکې مو په سياسی چارو کې د کلتوری او هنری حلقو د غړو د برخه اخيستنې په هکله څه معلومات واوريدل. ستاسی له غوږ نيولو څخه ډيره ډيره مننه کوو. هر چيری چې وی روغ او خوشحاله اوسئ!