<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-31 19:02:54    
د يوګسلاويا پخوانی مشر سلوبودان ميلاسويچ

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د هاګ نړيوالې محکمې د مارچ په ١١ نېټه ددې خبر پخلی وکړ چې د يوګسلاويا مخکينی مشر ٦٤ کلن سلوبودان ميلاسويچ هاګ ته نژدې د م م په زندان کې مړ شو . د هاګ محکمې په يوه اعلاميه کې وويل ميلاسويچ په همدی ورځ سهار په خپل زندان کې مړ شو . د هالند د بهرنيو چارو وزير وويل ميلاسويچ په طبعي مرګ مړ شوی دی. اوس د دۀ د مړينې په اړه پلټنه پيل شوې ده.

د ميلاسويچ د مړينې خبر له خپريدو وروسته د سيربيا او هيرزيګويا د بهرنيو چارو وزير وک دراسکويچ د دۀ د ناڅاپه مړينې له امله خپله شينی څرګنده کړه او د سيربيا جمهوريت ولسمشر بوريس تاديچ په همدری ورځ هم د دۀ د کورنی غړو ته د خواخوږي او همدردي پيغام وروليږه .

سلوبودان ميلاسويچ په ١٩٤١ کال کې زيږېدلی ؤ. د ١٨ کالو په عمر د يوګسلاويا په کمونستې ټولنه کې شامل شو او په ١٩٦٤ کال کې د بلګراد پوهنتون د حقوقو له څانګې څخه له فراغت وروسته ئی د اقتصاد په چارو کې برخه واخيستله .په ١٩٨٣ کال کې ميلاسويچ سياسی ډګر ته مخه کړه او د خپل هيواد د کمونستي ټولنې د رئيسه پلاوي د مرکزې کميټې د غړی په توګه وټاکل شو.د ١٩٨٩ کال په ديسمبر کې د سربيا جمهوريت د رئيسه پلاوي د مشر او د ١٩٩٧ کال په جولای کې د ولسمشر د يوازنی کانديد په ډول د يوګسلاويا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې بريالی نه شو

.ورپسی د ٢٠٠١ کال د اپريل په لومړی نېټه ميلاسويچ د سربيا د حکومت له خوا ونيول او د همدي کال د جون په ٢٨ نېټه د هاګ نړيوالې محکمې ته وسپارل شو.

د پخوانی يوګسلاويا د مسئلې په اړه د هاګ نړيواله محکمه د ١٩٩٢ کال د بوسنيا هيرزيګوينا جګړې د پيل له امله د لوېديځو هېوادونو د غوښتنې او د ١٩٩٣ کال د مې په ٢٥ نېټه د م م د امنيت شورا له ٨٢٧ مې پريکړې سره سم جوړه شوه او عمده دنده ئی پر هغو کسانو دعوه کول اود هغوی محـاکمه کول دی چې له ١٩٩١ کال راهيسی ئی په پخواني يوګسلاويا کې د بشريت په ضد د جرمونو تور پدې لګول شوی دي . ميلاسويچ د دغې محکمې له خوا په بلقان کې د جګړې د پيل ، د بشريت پر ضد او د توکمي عام وژنې په شمول په ٦٦ جرمونو تورن شوی دی.که د غو ټولو جرمونوتور پدی ثابت شوی وی ،نو به په عمومی بند به محکوم شوای وی. خو ده ټول ياد شوي تورونه رد کړل او وئی ويل دغه جنايي محکمه قانونی نه ده.

د بلقان په ټاپووزمه کې په پرتو هيوادونو باندی د ميلاسويچ د لويو اغيزو له امله لوېديځو هېوادونو د ده محاکمې ته په درنه سترګه کتل .خو د ٢٠٠٢ کال له فبروری راهيسی د محاکمې په بهير کې ډيرې ستونزې رامنځته شوې .يوازی ددفاع د حق په اړه ډير ځله محاکمه تر سره شوه . بر سيره پر دی څرنګه چه ميلاسويچ د وينې د لوړ فشار او د زړه په سختې ناروغۍ اخته ؤ او په زندان کې څو کاله بندي و ، نود محاکمې بهير څو څو ځله وځنډېد

د روان کال د جنوری په پيل کې ميلاسويچ له محکمې څخه غوښتنه وکړه چه د خپلو ناروغيو درملنې لپاره روسيې ته لاړ شي او د روسيې حکومت هم د کفيل په توګه په دې اړه ژمنه وکړه ، خو د هاګ محکمې په فبروری کې د ده غوښتنه رد کړه .

د ميلاسويچ د مړينې په هکله د اروپايی ټولنې د اوسنی نوبتی مشر هېواد د اتريش د بهرنيو چارو وزير ارسولا پلاسنيک د مارچ په ١١ نيټه وويل د هر چا مړينه د خواشينی وړ ده. که د بلقان په سيمه کې د تل لپاره سوله او ملی روغه جوړه تر سره شي ، د هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي موخو بشپړتيا لا هم يوه لويه ستونزه ده .