د چين دبين المللی راډيو د خبر له مخی د چين د صدراعظم مرستيال خوی ليانګ يو د مارچ په ٣١ نيټه په بيجينګ کی په يوه اړونده غونډه کی په دی ټينګار وکړ چی مونږ بايد په لا ژوره توګه د نيالګيو د ايښودلو په هغو فعاليتونو لاس پوری کړو چی پکی ټول هيوادوال په وړيا توګه ګډون کوی . او هڅه به وکړو چی د نيالګيو د ايښودلو له لاری د مځکو د سمسورولو بهير ګړندی کړای شی .
ښاغلی خوی ليانګ يو وويل ، د ټولو هيوادوالو په ګډون دغه فعاليت د ٢٥کلونو دمخه پيل شو او له هغه وخته راهيسی چين د نيالګيو ايښودلو او ايکولوژيکی ابادۍ په اړوندو بيلا بيلو برخو کی د ليدو وړ موفقيتونه لاس ته راوړی او په ونو او چمنونو سمسورې شوی مځکی بيا ترسترګو کيږی او طبيعی بڼه يی په ابتدايی توګه ښه او بهتره شوی ده . د معلوماتو له مخی نن سبا د هيواد په سلو کی ١٨ ځمکه په ځنګلونو پوښل شوې ده ، چی د شلمی پيړۍ د اتمی لسيزې په لومړنيو کلونو کی دغه شمير په سلو کی ١٢ ؤ .