<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-01 19:18:46    
فرمايش

cri

ګرانو اورېدونکو د افغانستان له نويو او ځوانو سندرغاړو څخه يو هم صديق شباب دى. دى په پښتو او دري باندې سندرې وايي. ده په پښتوداسې سندرې ويلي دي چې يو نوى ډول بلل كېږي او دغه راز يوه نوې ښكلا يې وركړې ده. هغه پښتو سندرې چې نوموړي تر اوسه پورې ويلي دي تر ډېره فولكلوري سندرې دي او د موسيقي نوې بڼې يې د مينه والو تر منځ زيات شهرت وركړى دى. صديق شباب يو ځوان سندرغاړى دى او سندرې يې هم له اتڼ او نڅا سره تړاو لري.

دسندرو او موسيقۍ چارو زياتو سوداګرانو په وينا په وروستۍ موده كې د نورو ځوانو سندرغاړو تر څنګ د صديق شباب سندرو او موسيقۍ بازار هم ډېر تود او د ده دسندرو اخيستونکو شمْر خورا زيات ښودل شوى دى.

نو ګرانو اورېدونكو د خوښې كړې سندرې او نغمې پروګرام په نننۍ كړۍ كې به د صديق شباب په غږ (په بسم الله قدم راواخله) ښكلې سندره واورو.