<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-01 19:49:16    
د نويو کليو د ابادولو په هکله د کليو مشرانو نظريی

cri

د ٢٠٠٦ کال د مارچ په ٥نېټه سهار د چين صدراعظم ون جيا باو د لسمې دورې ملی ولسي کانګرس د څلورمی غونډی په پرانيستونکو مراسمو کی د حکومتي کارونو په اړه خپل راپور بيان کړ چی دغه غونډه تازه پای ته ورسيده ،پوښتنه دا ده چی د ملی ولسی کانګرس استازي چی د کليو مشران هم دي، د نويو سوسياليستي کليو د أبادولو په هکله يی څه نظرونه درلودل ؟

د معلوماتو له مخی که څه هم په تيرو دوو کلونو کی د چين د بزګرانو عايدات ډير زيات شوی دی خو د ښاريانو او کليوالو ترمنځ د عايداتو زيات توپيرونه لاهم شته .د بيلګې په توګه په ٢٠٠٥ کال کی د هر بزګر په سر عايدات ٣٢٥٥ يوانو ته رسيدلي چی دغه اندازې يوازی د هر ښاری اوسدونکی په سر د منځنيو عايداتو په سلو کی ٣١ برخه نيولی ده . مهمه خبره دا ده چه ګڼ شمير بزګران د نويو کليو له أبادولو څخه ګټی اخلي .

د کرنيز پرمختګ په اړه د بيلا بيلو دولتی تګلارو پلی کول د کرنېيز پرمختګ او د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی ضمانت دی .د ملی ولسی کانګرس استازی او د يون نان ولايت د بولانګ شان علاقه داری د ښځينه چارو مشرې يو شوای جاو وويل چی په ٢٠٠٥ کال کی له بی وزلو کسانو سره د مرستندويو پيسو د کارولو له امله زمونږ د علاقه داری توليدي چارې پياوړي شوي او د خلکو ژوند هم ښه شويدی . دولت زمونږ د علاقه داری د پرمختګ لپاره زياتی پيسی اچولی چه له امله يي زمونږ علاقه دارۍ د بی وزليتوب له حالت ته وتلی ده .

د چين د شمال ختيځې برخې د لياو نيګ ولايت د دا لی شو کلی مشر ماو فونګ

می وويل چی د نويو کليو د أبادۍ هدف د ترسره کولو لپاره سربيره پردی چی د کليو د پرمختګ لپاره زياتې پيسی واچول شي او د بزګرانو عايدات زيات شي ، ډير مهم کار د بزګرانو د پوهنې او فنی توان لوړول دي .

دا د ټولنې ګډه نظريه د ه چی د بيلا بيلو کچو حکومتونه بايد د نويو کليو د أبادولو په بهير کی د بزګرانو ګتو ته ډيره پاملرنه وکړي او په تيره بيا بايد د کليو د ښوونيزو او روغتيايي چارو ته چټک پرمختګ وکړي .

ميرمن يو شياو جاو وويل چی د کليوالو ناروغيو علاج او درملنه زما د زياتې پاملرنې او توجه وړ کار دی . اوس زمونږ په علاقه داری کې کليوال ناروغان له داسې سترې ستونزې سره مخامخ دی چه ولسوالۍ ته د رسيدو لپاره غوره سړک نشته ځکه چه زمونږ علاقه داري په غرني سيمه کې پرته ده ، نو هېله می دا ده چی د کليوالو لپاره يو غوره سړک جوړ کړو او ددوي لپاره د ناروغيو د علاج او د ژوند د نورو مشکلاتو د ليري کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړو .

په همدی وخت کی د نويو کليو د أبادولو لپاره يوه بله درنه دنده دا ده چی بزګران په خپله خپلې چارې اداره ، ديموکراتيک سيستم بشپړ کړي او د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ په بهيرکی د بزګرانو د ګډون ، ادارې او پريکړې حق تامين شی .

استازې يو شياو جياو وويل چی ډيره خوشحاله يمه چه د يوې کليوالې ښځې او د خپل قوم د استازی په توګه د دولت په سياسي چارو کې برخه اخلم .هغی زياته کړه چی له اوږې مودې راهيسی د دوديزو فکرونو او نظريو تراغيزو لاندې په سياسي چارو کی د لږکيو قومونو ښځو د برخه اخيستنې شعور کمزوری و ، نو ميرمن يو هيله څرګنده کړه چی د غرنيو سيمو ښځو ته د لازياتو روزنو زمينې برابرې شی چی له امله

ددوي مقام او حيثيت لوړ شی .

د بزګرانو د عايداتو زياتوالی ،د ژوند چاپيريال ښه والی او د روحياتي او کلتوري کچې لوړوالی د نويو سوسياليستی کليو د أبادۍ هدف د ترسره کولو لپاره درې مهمې دندې دي .