<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-02 19:16:48    
د چين د مشهور سندرغاړی چنګ جی له خوا ويل شوی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د مشهور سندرغاړی چنګ جی او د دی په اواز ويل شوی سندری تاسو ته وړاندی کړو٠ اوس به مونږ په ګډه يوه خوندوره سندره واوری چی نوم يی زه له پسرلی سره مينه لرم دی٠

( سندره ١ )

په ١٩٦٢ کال کی هغه د شپارلسو کالو په عمر د ولسي ازادي بخښونکي اردو يو معمولی عسکر وګرځيد٠ له دی امله چی چنګ جی د موسيقی په برخه کی وتلی توان درلود ، نو وروسته هغه د چين د ولسي ازادي بخښونکي اردو په هنري ډله کي يو سندرغاړی وګرځيد٠ اوس به مونږ په ګډه د اورګاډی لار د ګوريلا په نامه د چين د فلم سندره واوری٠

( سندره ٢ )

چنګ جی د هنر په لار کی ډېر کوښښ کوی او په پر له پسی ډول ئی برياليتوب ترلاسه کړی دی٠ په ١٩٨٠ کال کی هغه د چين د موسيقي په پوهنځي کي د سندرو ويلو زده کړی وکړې او ورځ په ورځ ئی خپل سبک رامنځته کړی دی٠ چنګ جی نه يوازی د لويديځ اوپيرا بلکی د چين ډول ډول ولسی سندری په ويلو کی ډېر تکړه دی٠

اوس به مونږ په ګډه د چنګ جی له خوا ويل شوی يوه سندره واوری چی نوم ئی د شينجيانګ کيسه ده ٠ په دی سندره کی د شينجيانګ ښکلی طبيعی منظری ستايل شوی٠

( سندره ٣ )

چنګ جی په وار سره دچين په بېجينګ، شانګهای ، ګوانګ جو او هانکانګ کی ځانګړي کنسرټونه جوړ کړی او څو ځلی په لوئې پيمانه په نندارو کی ګډون کړيدی٠ د پروګرام په پای کی به تاسو ته يوه خوندوره سندره وړاندی کړو چی نوم ئی د موسيقی ژوند دی٠

( سندره ٤)

ګرانو اوريدونکو ، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠