<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-02 19:31:24    
کوکنار خپل ځان معرفي کوی

cri

د جون شپږويشتمه نېټه د مخدره موادو د کنترول او مخنيوي نړيواله ورځ ده٠ د وروستيو کلونو راهيسی، نه يوازی په چين کی بلکی د نړۍ په نورو زياتو هېوادو کی د مخدره موادو استعمالونکي ورځ په ورځ زياتيږي او د مخدره موادو مخنيوي د بشري ټولنې لپاره يوه سخته دنده ګڼل کيږي٠ د دې لپاره چی خلک د مخدره موادو په هکله زيات معلومات لاس ته راوړي او له مخدره موادو څخه ځان وساتي، د پروګرام په دې لړ کی به د مخدره موادو په هکله معلومات تاسو ته وړاندي کړو چی عنوان يی دي کوکنار خپل ځان معرفي٠ زما نوم کوکنار دی او داسي نبات هم يم چی خلک ورځني ډېر نفرت کوي او هم ورسره مينه لري٠ زما اصلي کور يونان دی او په لومړيو وختونو کی خلکو ځکه زما روزنه کوله علت يی دا و چی زما ګلونه ډېر ښکلي دي٠ زما ژوندډېر لنډ او يوازي د يو کال نه کم دی ، خو انسانانو ته می ډېرې ښکلي خاطرې پدی ريښی ئی ځکه چی زما ونه له يو سلو شلو سانتي مترو څخه جګه ده او د غوړيدو وروسته له ميوې نه می سپين مايعات لاس ته راځي چی د وچيدو وروسته ورڅخه عام ترياک جوړيږي٠ مګر د ترياکو د پيدا کيدو په لومړيو وختونو کی ترياک د درد او تسکين په ضد ښه دوا ګڼله کيده، نو په هغه وخت کی د نړۍ په هر ځاي کی زما ښکلي ګلونه ليدل کيدل٠ خو معلومه ده چی د ناروغيو د علاج نه پرته کله د ترياکو څکل پيل شو؟ له دې وروسته زما سرنوشت بدل شويدی٠

له بده مرغه تر اوسه پوري انسان د ترياکو څخه ځان نشي ساتلی ځکه چی په ترياکو کی مورفين شته او له مورفينو څخه د درد په ضد ډېره ښه دوا جوړيږي، نو د سخت درد د أرامولو لپاره مورفين استعماليږي٠ اوس په ټوله نړۍ کی هر کال دوه زره ټنه ترياک د طب لپاره استعماليږي٠ له ډېره بده مرغه جرمنيانو په ١٨٩٨ کال کی له مورفين څخه هيرويين جوړ کړيدي چی دغه شې د سخت درد د ليري کولو لپاره لا ښه اثر لري٠ د هيرويينو د توليد او قاچاق څخه زياتې ګټې لاس ته راځي، نو په ميانمر، تايلند او لاوس په ګډو پولو کی چی يو لکو شپيته زره مربع کيلومتره مساحت لری، هر کال دوه درې زره ټنه ترياک توليديږي، پرته د دې سيمې نه نن ورځ د افغانستان ، پاکستان او ايران ګډه سرحدې سيمه هم د مخدره موادو د قاچاق او معاملې مرکز ګرزيدلی دی ٠ د مخدره موادو د سخت تهديد او ګواښ په مقابل کی بېلا بېلو هېوادو زورور تدبيرونه نيولي او نيسي يی٠ م م د ١٩٨٧ کال د جون په اوولسمه نېټه په ويانا کی د مخدره موادو سره د مبارزې لويه غونډه جوړه کړه او د وزيرانو په درجه د يو سلو نهه ديرشو هېوادو هياتونو او د يو سلو دري اوياوو غير حکومتي سازمانونو استازيو پکي ګډون وکړ او د دې غونډې له خوا هر کال د جون شپږويشتم تاريخ د مخدره موادو د کنترول او مخنيوي د نړيوالې ورځې په توګه وټاکل شو٠

د تېرې پيړۍ د اتمې لسيزې نه يعنی د چين د اصلاح او ورخلاصون د پاليسي د تطبيق راپدې خوا مخدره مواد يو وار بيا چين ته ورسول شول ٠ د چين حکومت د مخدره موادو کنترول او مخنيوي ته ډېر اهميت ورکوي ځکه چی د چين هانکانګ هم د ترياکو په جګړه کی سل کاله د مخه له لاسه ورکړ شو، نو داسي تراژيدي به هيڅکله رامنځته نه شي٠ ترياک هم طبي اثر لري او هم د مخدره موادو د قاچاقچيانو له خوا د زياتو ګټو د اخيستلو لپاره ترې استفاده کيږی، نو د مخدره موادو د کنترول او مخنيوي دنده ډېره مشکله او پيچلې ده، ځوانان بايد له دغو نشه اې موادو څخه ځان وساتي ولي چی د مخدره موادو استعمال نه يوازی ستاسو روغتيا ته سخت ضررونه رسوي، بلکی ستاسي نيکمرغه راتلونکی به هم تباه شي٠ پدی توګه انسانانو ته دا زما صميمانه نصيحت دی٠