د اورګاډی په بيلا بيلو لارو کی ، مقناطيسی لاره د چاپېريال ساتلو، لږی ځمکی نيولو او چټک سرعت ځانګړتياوې لری. دری کاله مخکی، چين له المان څخه د تکنولوژۍ په اخيستلو د اورګاډی لومړی مقناطيسی لاره په شانګهای کی جوړه کړه. په وروستيو ورځو کی چين داسی يو پلان ټاکلی چې د شانګهای او بل ښار هانګ جو تر منځ د اورګاډی بله مقناطيسی لاره جوړه کړی چې په دغه ساحه کی خپله تکنولوژی بشپړه کړی.
دغه لاره به په ٢٠١٠ کال کی د شانګهای د نړيوال نندارتون له پرانيستلو مخکی په رسمی توګه په کار ولوېږی . په هغه وخت کی به مسافرين يوازی نيم ساعت وروسته له شانګهای څخه هانګ جو ته رسيږی او اوس لږ تر لږه دوو ساعتو ته اړتيا لری. د دغې لارې د جوړونې خبر د شانګهای او هانګ جو د ښاريانو له تاوده غبرګون سره مخامخ شو. د شانګهای د يوه اوسيدونکی ښاغلی جو هونګ وی په وينا د دغې لارې له جوړولو وروسته به مونږ ژر هانګ جو ته رسيږو، نو له دغه پلان څخه ډېر ملاتړ کوو او هيله لرو چې دغه پلان ژر تر ژره تر سره شی.
د هانګ جو د ښاروالی مرستيال ښاغلی شنګ جی فانګ وويل د اوګاډی مقناطيسی لارې جوړول به د هانګ جو ښار د ابادۍ او پرمختګ لپاره ډېر ګټور وی چې د هانګ جو ښار شهرت به نور هم لوړ شی .
د اورګاډی لومړی مقناطيسی لاره چې دری کلونه مخکی په شناګهای کی په کار ولوېده، په نړۍ کی د مسافرينو د وړلو راوړلو لپاره لومړی مقناطيسی لاره ده او عمومی اوږدوالی يی دېرش کيلو متره دی. د دغې لارې جوړولو او اداره کولو په ترڅ کی چين د مقناطيسی لارې په ساحه کی ځينی مهم
ی تکنولوژۍ خپلی کړی دی.
د شانګهای او هانګ جو تر منځ دغه مقناطيسی لاره چې ټاکل شوې د جوړېدو کار به يی سږ کال پيل شی، يو سل او پنځه اويا کيلو متره اوږدوالی لری او د دې پروژې عمومی بوديجه پنځه دېرش ملياردو يوانو ته رسيږی.
د بېجينګ د ترانسپورت پوهنتون پوهاند جی جيا لون وويل د دغې مقناطيسی لارې جوړولو په ترڅ کی به ځينی ازموينی تر سره شی، که بريالی شی مونږ به په راتلونکی کی له ګټو او تجربو څخه کار واخلو چې په پای کی به د اورګاډی مقناطيسی لارې په برخه کی زمونږ تکنولوژۍ نوره هم لوړه شی.
د معلوماتو له مخی، د لومړی مقناطيسی لارې په پرتله، د دغې لارې د جوړولو په بهير کی به زيات شمېر تجهزات پخپله د چين لخوا جوړ شی. امکان شته چه چين د دغې پروژې د جوړولو له لارې چين په دغه برخه کی په نړۍ کی د لومړی مقام برلاسی وساتی او د اورګاډی ترانسپورت او اړوندې چارې به لوی پرمختګ وکړي.