<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-03 19:08:22    
چين د انټرنت استعمالوونکو لپاره د يو ښه چاپيريال برابرولو په هڅه کی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ،د چين د اقتصاد په دغه پروګرام کی به تاسو ته د چين د انترنت استعمالوونکو لپاره د يو ښه چاپيريال برابرولو په باب معلومات وړاندی کړو .

تر اوسه پوری د چين د انټرنت استعمالوونکو شمير ١٠٠ مليونو ته رسيدلی دی چی په نړۍ کی يی دوهم ځای نيولی دی .انټرنت د چينايانو د کار ،زده کړی او ژوند د بهير يوه نه مهمه برخه ده .خو په همدی وخت کی په انترنت کی زيات بی ګټی معلومات د چين د انترنت پر استعمالوونکو منفی اغيزه کوی او د انترنت چارو پرمختګ ته يی زيان رسولی او رسوی يی .د چين اړوندی څانګی د بی ګټی بريښناليکونو د له منځته وړلو او په انترنت کی د غيرقانونی خدمتونو د له منځه وړلو لپاره تدبيرونه نيولی چی د انترنت چاپيريال پاک او د انټرنت د استعمالوونکو قانونی ګټی تامين شی .

ميرمن لين فنګ د بيجينګ د اعلانونو په يوه کمپنۍ کی کارکوی .د انټرنت د يوی استعمالوونکې په توګه هغی له خبريال سره په خپله مرکه کی وويل چی انترنت د هغی د ژوند يوه نه بدليدونکی برخه ده خو هغه له ځينو ستونزو سره مخامخ کړی ده (اواز...............)

هره ورځ زه انترنت استعمالوم خو په انټرنت کی له ناوړو معلوماتو سره مخامخ کيږم .د بی ګټې بريښناليکونو او اعلانونو په شمول ناوړه معلومات د عادی معلوماتو پر ليدلو اغيزه کوی .

په چين کی ١٠٠ مليونه انټرنت استعمالوونکی موجود دی او زياتره يی له دغو ستونزو سره مخامخ کيږی .د چين د انټرنت ټولنی له خوا د پلټنو له مخی په وروستيو دوو کلونو کی هره اونۍ د چين د هر انترنت استعمالوونکی له خوا د تر

لاسه شويو بی ګټی بريښناليکونو شمير نژدی ٢٠ ته رسيدلی چی دا رقم د بريښناليکونو د عمومی شيمر په سلو کی ٦٠ برخه نيسی .

د انټرنت چاپيريال د پاکولو او د انټرنت يو سالم چاپيريال د برابرولو لپاره د چين د معلومات چارو وزارت د فبروری په ٢١ نېټه په بيجينګ کی د انترنت د سالم چاپيريال په نامه د يو کلنی پلان په پلی کولو پيل وکړ .د معلوماتو چارو وزارت د مخابراتی اداری د مسئول مرستيالی ميرمن وانګ شيو جون وويل (اواز...................)د انټرنت چاپيريال د پاکولو ،د ښو ټولنيزو ګټو د تر لاسه کولو او د انترنت سالم کلتور دهڅولو ،د ناوړو معلوماتو پرضد د مقابلې او د څو انانو او ماشومانو د ساتلو لپاره به د معلوماتو چارو وزارت له بيلا بيلو اړوندو څانګو سره يوځای د معلوماتی توليداتو د جوړولو ،د انټرنت د اداره کولو او د معلوماتی خدمتونو د برابرولو په شمول په اړوندو ساحو کی د انټرنت د سالم چاپيريال په نامه د پلان په يو لړ فعاليتونو لاس پوری کړي .

د معلوماتو له مخی په دغو فعاليتونو کی د بی ګټی بريښناليکونو له منځه وړل او په انټرنت کی د غير قانونی خدمتونو پر ضد مقابله او د انټرنت امنيت ساتل شامل دی .د بی ګټی بريښناليکونو مسئلی د حل لپاره په انټرنت کی د بريښناليکونو د اداری مقررات د فبروری په ٢١ نېټه خپاره شول چی دا د دغو فعاليتونو يوه مهمه برخه ده .د معلوماتو چارو وزارت د تګلارو او مقرراتو څانګی د مسئول مرستيال لی ګوو بين په اند دغه مقررات ډير اهميت لری (اواز........................) هغه وويل امريکی ،استرليا او جاپان د بی ګټی بريښناليکونو د مسئلی د حل لپاره قانون جوړ کړی دی د بی ګټی بريښناليکونوپه ضد د قانون د جوړولو له لاری نه يوازی خپل هېواد د دغو بريښناليکونو څخه ساتل کيدای شی ،بلکه د دغو بی ګټی بريښناليکونو په ضد د قانون د پلی کولو په برخه کی د نړيوالی همکاری د رامنځته کيدو لپاره به زمينه برابره شی .

د چين د معلوماتو چارو وزارت زياته کړه چی د دغو مقرراتو پر پلی کولو برسيره به دوی هم يو لړ تګلاری جوړی کړي چی له امله د انټرنت چاری په سالمه توګه پرمختګ وکړي .

په همدی وخت کی د چين د انټرنت د بی ګټی او ناوړه بريښناليکونو مسئلی د حل په اړه يو قانونی مرکز هم د فبروری په ٢١ نېټه جوړ کړ .