<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-03 19:33:25    
دريښتينی او بشپړې روغتيا تضمين دکار ، زده کړې او ژوند لپاره لومړنی شرط دی

cri

ګرانو اوريدونکو، ټولو ته معلومه ده چی روغتيا هر چا ته ډيره مهمه ده ،که څه هم په نننی ټولنه کی زيات خلک په تيره بيا ځوانان خپلو کارونو، زده کړو او ژوند ته ډير پام کوی ، خو د خپلو بدنونو روغتيا ته د بی پروايی په سترګه ګوری ،چه په نتيجه کی ددوی بدنونو ته زيات زيانونه رسيدلی او رسيږی . د پروګرام په دی کړۍ کی به تاسو ته زمونږ په دی اړه څه ګټور معلومات درکړو .

ځينی خلک وايی که زه ناروغ نه شم ، نود روغتيا خاوند يم . په حقيقت کی روغتيا يعنی د بدن بشپړ روغوالی ته وايی چی د بدن د بيلا بيلو اندامونو په کړنو او فعاليت کی پيوستون او برابروالی شتون ولری . د بيلګی په ډول شونی ده چه يو څوک ناروغ نه وی خو له بشپړې روغتيا څخه هم برخمن نه وی .

ريښتينی او بشپړه روغتيا دا ده چی يو سړی نه يوازی دا چی هيڅکله کومه بدنی ناارامي او درد نه احساسوی ، بلکه د خوښی پيداکوونکی له پراخی اوپياوړی انرژی نه هم برخمن وی . له همدی امله د يو روغ رمټ انسان ژوند نه يوازی دا چی ارام ، سکون او له درد نه بيغمی ده ،بلکی خوښي او نيکمرغی هم پکی نغښتی ده .

اوس پوښتنه دا ده چه ايأمونږ څنګه د خپل بدن بشپړه روغتيا تضمين کړو؟ هغه

دری څيزونه ضروری دی چه ښه شتمنی ، له فطری قوانينو سره سم ژوندکول او د درملو له بيځايه کارونی نه ځان ساتل . که څه هم ددی احتمال شته چه د بيلا بيلو علتونو له امله ځينی کسان ټول دغه ياد شوی څيزونه نه لری ، خو مونږ د بدنی روغتيا د تضمين په زياتو برخو کی د کړنو توان لرو . لومړی مونږ بايد له ناپاکوالی څخه ځان وساتو . پاکوالی د بدنی روغتيا د تضمين لپاره يو مهم او غوره عامل دی . د لاسونو ، پښو،غاښونو او بدن هره ورځ پرېمينځل او په اونۍ کی يو يا دوه ځلی حمام کول د بدن له روغتيا سره ډيره مرسته کوی ،ځکه په مينځلو سره مسمومات ليری کيږی او زهرجن مواد له بدن نه بهريږی .

دوهم مونږ بايد ترممکنه حده پوری له تازه هوا نه په ډک پاک او ازاد چاپيريال کی کار ، زده کړه او فعاليت وکړو چی دا بدنی روغتيا ته ډيره ګټه لری . ددی برعکس په تنګو او تيارو کوټو کی اوسيدل د تازه او ازادې هوا ارزښت دومره زيات کړی دی أن تر دی چی تازه هوا يی د روغتيا او سلامتيا له مهمو ارکانوڅخه ګرځولی ده . د تنفسی جهاز ښه کارول چی د روغی سټې اصلی عامل بلل کيږی ، له دی سره اړه لری چی په يوه بی نمه ، پاکی هوا او مخ په لمرکوټه کی هستوګنه ولرو او د ورځی زياته برخه په أزاده او تازه هوا کی تيره کړو . دا چه کليوال او اطرافی خلک د ښار د اوسيدونکو په پرتله زيات صحتمند او روغی سټې ځاوندان دي ،اصلی لامل يی دا دی چی هغوی په زياته کچه له تازه او أزادې هوا څخه برخمن دي .

دريم ورزش او په سپورتی فعاليتونو کی برخه اخيستنه له روغی سټې سره ټينګ تړاو لری . خو ورزش بايد د بدن د غړو غټوالی په هدف نه وی بلکی د بدن د غړو د بيلا بيلو فعاليتونو د توازن او سمون او د هاضمی جهاز د تحريک او ښه فعاليت لپاره وی . دروند ورزش کول لکه ځغاستل ، ټوپ وهل ، وزن پورته کول ،سوک وهلو ، فټبال او داسی نور ، نه يوازی دا چی ډير ګټور نه دی ، بلکی که له حده زيات ترسره شی ، زيانمن او مرګونی ثابتيږی . خو ګرځيدل ، د ټنيس لوبه ،باسکټبال ، لامبووهل ، کښتۍ چلول ،د غره مزل او داسی نور ډير ګټور ورزشونه

ګڼل کيږی .

څلورم خوب او استراحت د روغی سټې او د بشپړې روغتيا د تضمين له اړتيا څخه شميرل کيږی . په چين کی يو داسی متل شته چی وايی :که مونږ د شپی په

وخت بيده شو او ګهيځ د وخته له خوبه راپاڅيږو ، نو صحت به مو ښه وی .

خوب بايد داسی وی چی په بدن کی له سره ځواک او قوت راپيداکړی ،پرته له دی خوب څه ګټه نه لری . ددی لپاره چی په پوره اندازه خوب وکړو ، بايد د شپی لخوا سپک او هضميدونکی خواړه وخورو ، له الکولی مشروباتو نه ځان وساتو او د ماسختن تر خوړو وروسته سمدستی بايد بيده نشو ، له ماسختن نه مخکی اوږد تنفس کول ، د ګټور او زړه خوښوونکی کتاب لوستل د ويده کيدو لپاره ډيره ګټه رسوی ، د بيده کيدوکوټه بايد أرامه ، تياره او هوايزه وی ، نه ډيره توده او نه ډيره سړه وی . په کومه بستره چی خوب کوو، بايد د ورځې لخوا لمرورکړل شی .

درنو اوريدونکو ، د بدنی روغتيا د تضمين په اړه ګټور معلومات ډيرزيات دي او په دی پروګرام کی مو يی يوازی يوه برخه واوريدله او په راتلونکو پروګرامونو کی به تاسو ته په دی اړه لا زيات معلومات درکړو . مونږ د زړه له کومی هيله لرو چه ستاسو د ژوند هره شيبه له روغتيا او خوښی سره مل وی او په خپلو کارونو او زده کړو کی برياليتوبونه لاس ته راوړی .