د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د جنوبی أسيا د چارو په اړه د امريکی د بهرنيو چارو وزيرې مرستيال ريچارد باوچر د روانې مياشتی په دريمه نېټه په کابل کې په خبرداري سره وويل امکان شته چې سږ کال د افغانستان په دننه کې د زورزياتی فعاليتونه نور هم زيات شي .
نوموړي وويل د ناتوبلاک په مشرۍ د نړېوال سوله ساتونکی پوځ له ځای پر ځای کيدو او د افغانستان د حکومت لخوا د مخدره توکيو قاچاق ته له ګزار ورکولو سره سم به لا هم ترهګران بريدونه تر سره کړي .
د سولې ساتنی نړېوال پوځ به په افغانستان کې له سپتمبر وروسته په پوره توګه د سولې ساتلو دنده پر غاړه ولري .