د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د عمان د بهرنيو چارو وزير يوسف بن علوی بن عبدالله د اپريل په څلورمه نېټه د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خورشيد محمود قصوري سره له خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتی غونډه کی وويل عمان به د ګوادر بندر جوړولو لپاره له پاکستان سره اتيا مليونه امريکايی ډالره مرسته وکړی.
نوموړی وويل د ګوادر بندر جوړول د بلوچستان ولايت د اقتصادی پرمختګ او ټولنيز ثبات لپاره ګټور دی او له دې دمخه عمان د دې بندر د جوړولو په اړه پاکستان ته شل مليونه امريکايی ډالره برابر کړی دی.