<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-04 19:44:26    
د يوې ځوانې ښځې سختې هلې ځلې او كوششونه چې د بېجنګ ټولنې په مخكينيو كرښو كې كار كوي

cri

۲۸ كلنه (وانګ شوېمې) چې د بېجنګ اوسېدونكې ده د پنځو كلنو لپاره د ګاونډ يوې كمېټې مسئوله مديره وه. په داسې حال كې چې په چين كې دغه دنده بې زيانه برېښي، د كار دغه شان ګام د يوې ځوانې او عصري ښځې لپاره چې د پوهنتون شهادتپاڼه هم ولري تر ډېره بريده نادودى دى. دغه شان كمېټې په هېواد كې نژدې هر ګاونډ سره تړي، او د كار دندې په كې په لويه كچه تقاعد شويو يا په كور ناستو كسانو له خوا نيول شوې چې پر مټو يې سرې ليكل شوې جنډې تړلې وي. دوى د هغه څه څارنه كوي چې د كوڅو او شړكونو په كچه پېښېږي او لوړ پوړو چارواكو ته يې په اړه خبر وركوي. دغه كمېټې د ځايي حكومتونو په مرسته د زېږېدنې كنټرول، امنيت او روغتيا ساتنې په ګډون د استوګنو د ورځني ژوند نژدې هر اړخ څارنه او حساب كوي.

د ۲۰۰۰ كال په فبرورى كې او د چين د شپوږميز كال له پيل نه څو ورځې ورځې وروسته مېرمن وانګ خبره شوه چې ځايي حكومت د ګاونډ ګمېټې د مديرانو يوه ډله پر دندو ګوماري. په عادي توګه هغه زګړي دغه شان پوستونه او دندې پر غاړه اخلي چې تقاعد شوي يا له كار كولو په كور ناست وي او لوړې زده كړې ونه لري. آغلې وانګ په موسكا سره وويل (ما له كوم اضافه فكر كولو پرته د دغې دندې په غاړه اخيستلو لپاره لاسليك وكړ او بريالى شوم، زه دېره په احساساتو كې وم). په هغه وخت كې يوازې ۲۳ كلنه وانګ د دوو كلونو لپاره د بشري سرچينو يو شركت د دفتر مديره وه او په ماليې په برخه كې يې د پوهنتون زده كړې كړې وې. دې خرګنده كړه (زه داسې يوه څوك نه يم چې په دفتر ګې آرامه ناسته خوښوي، او ښايي همدغه لامل وي چې زه ولې دغه دنده ډېره زياته خوښوم). نوموړې زياته كړه (زما په فكر له دې پرته بله كومه داسې دنده نشته چې وګړو ته په مخامخ ډول خدمت وكړى شي). وانګ وويل د ټولنې عام كار له اداره كولو څخه وګړو ته په خدمت كولو د بدلون په حال كې دى او دا باور لري چې دغه كار به په ټولنه كې زياتېدونكى مهم رول ولوبوي. دې زياته كړه غواړي چې د دغه بدلون د برياليتوب يوه مهمه برخه وي.

په پوهنتون كې د زده كړې په مهال نوموړې د دومره پيسو غوڼدولو هيله درلوده چې وكولا شي خپل مور او پلار له نړى چاپېر په يو سفر بوزي. دا وايي اوس زه ګومان كوم چې زما ارمان به پوره نه شي، عايد مې د هم ټولګيو په پرتله ډېر كم دى.

د روزنې له يوې لنډې مودې وروسته مېرمن وانګ د سيچېنګ په سيمه كې د بېووټياو گاونډ كمېټې د مديرې دنده پرغاړه واخيسته. دې وويل چې په شاوخوا ۱۳ مربع متره كوټه كې د اتو تنو راوغونډو شويو كسانو د دغه دفتر بېوزلي چاپېريال نه ده ناهيلې كړې او لا له پخوايې ورته ځان چمتوكړى دى. په لومړيو كې آغلې وانګ خپل كار ته په زياتې علاقې سره لېواله وه. د كمېټې د يوې مديرې په توګه مېرمن وانګ په پيل كې ګومان كاوه چې د دې دنده يوازې د ګاونډ د پاك ساتلو او له موږكانو څخه د خلاصون لارښونه او دغه راز په بېلابېلو فعاليتونو كې د استوګنو هڅونه ده، خو حقيقت ډېر توپير درلود. له دې نه دمخكيني مدير تر لارښونې لاندې د مېرمن وانګ په وينا د دندې لومړى كال يې له كومې سترې پېښې پرته تېر شو. خو كله چې د مخكيني مدير د تلو وخت رانژدې شو، مېرمن وانګ پر خپله غاړه د مسئوليت د لا نور دروند والي احساس وكړ. دا په دې پوه شوه چې ژر به په خپله له ټولو ستونزو سره مقابله وكړي. د ۲۰۰۱ كال په جون كې د مخكيني مدير له تقاعدى ياپه كور ناستې نه لږ موده وروسته مېرمن وانګ په دنده كې خپله لومړى ازمېيښت تجربه كړ، داسې يوه تجربه لكه څنګه چې دا وايي هېڅكله به يې هېره نه كړي. يو سړى چې د خپل عمر په پنځوسو كلونو كې و او خپله مېرمن يې طلاقه كړې وه په دماغي ناروغى اخته شو. يوازينى خپلوان يې خور وه، خو به چې يې خور ليدله وهله به يې. له كوم غوره حل پرته د سړي خور د ګاونډ له كمېټې څخه د مرستې غوښتنه وكړه. مېرمن وانگ خپل زيار وايست چې مرسته وكړي. د دې په وينا تر ټولو ستونزمن كار له كوره د سړي د وتلو مخنيوى او كله به چې ووت د دوماغي ناسمى له كبله د هغه وركېدل وو. د ګاونډ كمېټې د مديرې په توګه مېرمن وانګ ناروغ ته د پاملرنې تر بار لاندې غاړه ايسته. د ګرم اوړي په هره ورځ كې به مېرمن وانگ د دغه ناروغ سړي له دروازې سره ولاړه وه، او كله به چې هغه د عام تشناب د كارولو لپاره راواته د هغه څارنه به يې كوله ځكه چې په كور كې يې دننه خپل تشناب ده درلود. دل په ياد راوړي د يوې مېرمنې لپاره څومره تنګوونكى كار دى چې د سړيو تشناب له وره سره ولاړه وي او وايي هر چا به راته په تعجب كتل. نورې ستونزمنې تجربې ورپسې وې د وخت په تېرېدو مېرمن وانګ خپله دنده له اټكل نه هم سخته ومونده او د كار له پيل نه دوه كاله وروسته يې وغوښتل چې نور لاس ترې واخلي. دا وايي (په رښتيا سره مې ټول شيان راغونډ او په راتلونكې ورځ مې د تلو هوډ وكړ، د دندې دروندوالۍ مې له توان څخه زيات و، د ژوند په هغه وخت كې مې احساس وكړ چې د راتلونكي لپاره هېڅ هيله نه ګورم). مېرمن وانګ ځينې هغه ملګري راوغوښتل چې د كار په مهال يې ليدلي و. دوه تنو يې د غوره دندو له ميندلو وروسته دغلته كار پريښى و خو هغوى چې پر خپلو دندو پاتې وو له مېرمن وانګ سره يې خپلې تجربې شريكې كړې او هغه يې پاتې كېدو ته وهڅوله.

د ۲۰۰۳ كال په اپريل كې د ګوانيېنګيوان د ګاونډ يو غوره استوګنيز ځاى ته و خوځېده. له دريو مياشتو روزنيزې مودې وروسته وېرمن وانګ د ګاونډ ګمېټې د مدير په توګه غوره شوه. دې ته وويل شول چې د استوګنې عمومي څرنګوالۍ ښه دى، ځګه چې اوسېدونكي تر ډېره لوستي دي او په دې اړه پوهه لري چې څنګه وكولاى شي څنګه خپل ځانونه د قانون له لارې وساتي. آغلې وانګ وايي (اوس د دې وخت رارسېدلى چې پرمختګ وكړم، زه بايد د لوړې كچې له استوګنو سره د چلن لپاره نوره څه زده كړم).

لكه څنګه چې ګوانيېنګيوان نوې جوړه شوې سيمه ده، استوګن يې داسې ښكاري چې په عامه چارو كې له ښكېلتيا سره ډېر لېوال نه دي او د ټولنې په اړه پياوړى احساس نه لري، مېرمن وانګ وايي (د ګډون لپاره د استوګنو راغونډول يوه سخته دنده ده) يوې ودانى ته په اشارې سره دې وويل (دا په ټولنه كې د ښوونكو لپاره يوه ودانى ده، كه ځينې يې وغواړي د داوطلبه يا خپلې خوښې ښوونكو په توګه كار وكړي نو هغه كورنى چې ښوونكو ته اړتيا لري خپلې پيسې به وسپموي، ډېر فعاليتونه به ترسره شي كه زيات داوطلبان راڅرګند شي).

د ۲۰۰۴ كال په پاى كې له واده وروسته د وانګ مېړه زيار وايست چې دا د خپلې دندې پرېښودو ته وهڅوي. دا وايي دې به يوازې په موسكا ځواب وركاوه خو كه ماشوم وزېږوي نو نه پوهېږي چې خپلې دندې ته به دوام وركړي او كه نه. مېرمن وانګ وايي (په رښتيا مې دغه دنده خوښېږي، كله چې ټولنه له ژوند سره پخېږي نو احساس به وكړم چې زما هڅې بې ځايه نه وې).