<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-04 19:23:01    
*د جاپان تر ملی بيرغ لاندی د جنوبی کوريا يو اتل

cri

*د جاپان تر ملی بيرغ لاندی د جنوبی کوريا يو اتل

په ١٩٣٦ کال کی د برلين د اولمپيک د ١١می دورې په سپورتی لوبو کی يو لوبغاړی چی ايوسان جونګ نوميده ، که څه هم جاپانی جامې يی اغوښتې وی ، خو هغه يو کوريايی و . دا چه په هغه وخت کی جنوبی کوريا د جاپان تر اشغال لاندی وه او کوريايانو د مجبوريت له مخی د جاپان په استازيتوب د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کی برخه واخيستله .نو د انعام ورکولو په مراسمو کی هغه

د بی چاره ګۍ او خواشينی له امله خپل سر ټيټ کړ چی د جاپان د ملی بيرغ د اوچتولو بهير ونه ګوری .

له دغو مراسمو وروسته ايوسان جونګ په کرکې سره د جاپانی ډلې کالی څيری کړل او له دی امله د اتل په توګه د هغه اړينه جايزه چه د لرغونی يونان د سرتيريو يوه ميسی خولی وه ، د لوبو د تنظيموونکی کميټې لخوا پاتی شوه . خو له نيمی پيړۍ ځنډ وروسته د ١٩٨٦ کال د اګيسټ په ١٧ نيټه د فدرالی المان د اولمپيک د سپورتی کميټې مشر ويريداوم د لرغونی يونان د سرتيريو يوه داسی شنه شين ميسی خولۍ چه د ايو سان جونګ نوم پری کښل شوی و ، هغه ته ورکړه .

*د Owens سپورتی لوبې

هيتلر وغوښتل چی د اولمپيک د سپورتی لوبو له لاری د اريايانو غوره والی ثابت کړی ، خو نتيجه يی برعکس شوه چی د برلين د اولمپيک په

سپورتی لوبو کی د امريکی تورپوستی لوبغاړی اوينس ( Owens ) چی د

هغه خوښ نه و ، له ټولو نه د زيات پام وړ مهم شخصيت وګرځيد او د سلو ، دوو سوو مترو او د څلورو سوو مترو په واټن يی د ريلی ځغاستې او ليری ټوپ وهلو په څلورو لوبو کی طلايی مدالونه وګټل . د هغه نوم نه يوازی د برلين د زياتواوسدونکو له خولو نه اوريدل کيده ، بلکی حتی خبری رسنيو د برلين د اولمپيک سپورتی لوبو ته د اوينس لوبی وويلې .

*د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړه يو دايمی او نه ماتيدونکی ريکارډ

د برلين د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ښځو د دريو مترو له جګوالی د غوټی وهلو د قهرمانۍ لقب د امريکی د جسترلين نومی نجلۍ لخوا ترلاسه شو چی عمر يی يوازی ١٣ کاله او ٩ مياشتی و . دغه ښايسته نجلۍ د مسابقی په بهير کی ډير غوره مهارت څرګند کړ او د اولمپيک د اوسنيو سپورتی لوبو په تاريخ کی د غوټی وهلو په لوبه کی تر ټولو ځوانه اتله شوه . د اولمپيک د نړيوالی کميټې د موجودو مقرراتو له مخی په دی لوبه کی د برخه والو لوبغاړو عمر بايد له ١٤ کالو څخه کم نه وی . نو له دی امله د اولمپيک د سپورتی لوبو د يوی اتلې په توګه د جسترلين دغه عمری ريکارډ به يو دايمی او نه ماتيدونکی ريکارډ وی .

* د سويانو د نيولو په بهير کی روزل شوی ښځينه اتله

د ١٩٣٦کال د برلين د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ښځو د اتلتيکو لوبو په مسابقو کی يوازی د لنډ واټن د ځغاستی په اړه ١٨ کلنی امريکايی لوبغاړې

Steffens دوه طلايی مدالونه ترلاسه کړل او د سيالی په ترڅ کی يی د سويانو په شان چټکتيا او مهارت څرګند کړ او د ٤٠٠ مترو په واټن په ٤ کسيزه ريلی ځغاسته کی د ٤٦ ثانيو ٩ درجو په برياليتوب سره د امريکی لپاره يو طلايی مدال وګاټه . د هغی په خوله ، د سيالی په بهير کی ځکه دومره چابکه ښکاريده چه د سويانو د نيولو له لاری روزله شوې وه .