<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-04 19:47:30    
د لونګ تان باغ

cri

د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د سويې د لوړتيا سره اوس په چين کې خلک بدني روغتيا ته ډير پام کوي او د خلکو د بدني روزنې او ورزش لپاره لا زيات سازمان ألی او تاسيسات برابر شويدي . د سپورت نړۍ په نني پروګرام کې به د بيجينګ د لونګ تان باغ په هکله معلومات واورئ .

د لونګ تان باغ د بيجينګ ښار په جنوب ختيځ کې پروت دی او نهه څلويښت هکتاره ځمکې لری . دغه راز په دې باغ کې د شلو هکتارو په مساحت جهيلونه هم شته ، نو د خلکو د بدني روزنې او ورزش لپاره يو ډير ښه ځای دی . په تيره بيا په دوه زره اتم کال کې به د اولمپيک سپورتې لوبې په بيجينګ کې ترسره شي ، د لونګ تان باغ اداره کوونکي په دي هڅه کې دي چه خپل باغ له بدنې روزنې او ورزش او د اولمپيک د سپورتې روحيې له پراخوالي څخه په ډک باغ أباد کړي . ددې باغ مشر لي وي هوا زمونږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترٍڅ کې وويل (أواز)

نن ورځ خلک خپلې بدني روغتيا او روزنې ته ډير پام کوي او په دې بهير کې له علمي ميتود څخه هم استفاده کوي . د ښاريانو د بدني روغتيا د پياوړتيا لپاره د ښار عمومي باغونه بايد ښاريانو ته ښه خدمتونه برابر کړي . له وروستيو دوو کلونو راهيسې مونږ په باغ کې د خلکو لپاره د سيل نورو ځايونو د أبادولو تر څنګ د سپورتي تاسيساتو د جوړولو او نصبولو لپاره زياتې پيسې لګولي دي . ښاغلي لي خبريال ته وويل چه په وروستيو کلونو کې د لونګ تان باغ پر دې سربېره چه د لوبغاړو د ختلو لپاره په أسيا کې لومړني لويه مصنوعي صخرې ، په کې د دريو زرو مربع مترو په مساحت ميدان چه د څرخ لرونکو بوټونو په واسطه ورباندي لوبې کيږی

او د دروازې لوبې په نامه لوي مصنوعي چمن جوړ شوي ، د پنځو مترو په اوږدوالي د ځغاستې پلاستيکی لاره غځيدلې ،د بدنې روغتيا لپاره شپيته سامان ألی نوې شوي او د پينګ پانګ لوبې ميزونه هم ايښودل شويدي .

د ښکلي چاپيريال او بشپړ سپورتي تاسيساتو په درلودلو سره لونګ تان باغ هره ورځ د سپين ږيرو او ماشومانو په شمول ډير ورزش کوونکي راجلبوي ، نو دغه باغ د کال په څلورو فصلونو کې د خلکو د بدني روغتيا او ورزش لپاره يو ښه ځای ګرزيدلی دی . (أواز)

دلته د پينګ پانګ لوبې ځای شته . خبريال وليدل که څه هم اوس په بيجينګ کې ژمی دی ، خو په يو سرخلاصي ميدان کې چه د ونو او بوټو لخوا احاطه شوې ، له لسو نه زيات د پينګ پانګ ميزونه ايښودل شوي او ورزش کاران پرې د پينګ پانګ لوبې کوي او په څنګ کې نور کسان په بيلا بيلو لوبو بوخت دي . يو هلک چه يوولس کلن دې او ليو بو نوميږي ، خبريال ته وويل چه هميشه د ورزش لپاره په فارغ وخت کي دلته راځي . (أواز)

خوشحاله يم چه دلته ډول ډول ورزش کوم مثلا په دي باغ کې فوټبال او باسکتبال او نورې لوبې کولی شم ځکه چه بدني روغتيا او ورزش د خپل صحت لپاره ډير ګټور دی .

بدني روزنه او سپورت نه يوازي د خلکو د بدنې کيفيت د لوړوالي او د روغتيا د پياوړتيا لپاره ګټه لری ، بلکې د لوبو پر وخت له نورو سره د دوستۍ له ټينګتيا او د اړيکو له نژديوالي کې سره د خوشحالي هم مل وي . ښاغلي دين پنځوس کلن دی او له دريو کلونو راهيسې هره ورځ سهار دلته له يو شمير ملګرو سره د تاي جي په نامه

د چين عنعنوي ورزش کوي او له دوي سره يي اړيکې ټينګې کړيدي . هغه وويل

(أواز)

د ځوانی په وخت کې مې د تاي جي له لوبې سره مينه درلوده ، خو په هغه وخت کې را ته سمه زمينه نه وه برابره شوې ځکه چه هره ورځ به مې کار کاوه او د ورزش لپاره مې هيڅ وخت نه درلود . اوس می ژوند ښه شويدی او حکومت هم زمونږ لپاره د ورزش لپاره ښه شرايط برابر کړيدي ، نو له ورزش څخه د ژوند خوند اخيستی شم .

د باغ د مشر لي په خبره تير کال په دې باغ کې ډول ډول سپورتي فعاليتونه او د چينايانو د پسرلنې اختر په موده کې د اولمپيک په تيرو سپورتي لوبو کې اتلو لوبغاړو ته بلنه ورکړه شوې وه چه له خلکو سره يو ځاي دغه بختور اختر تير کړی .