<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-05 19:17:00    
د کالي مينځلو نوی ډوله ماشين

cri

کرغيړن کالي د څه شي په وسيله پاکولی شي ؟ ددې ساده پوښتنې ځواب هم اسان دی چه د کالي مينځلو د پوډر په وسيله . خو د چين په بازار کې د کالي مينځلو نوی ډول ماشين ليدل کيږي چه کرغيړن کالي نه د پوډر په وسيله هم پاکيداي شي .

خبريال د بيجينګ په يوه مغازه کې دغه نوی ډول ماشين ليدلی دی چه اوږدوالی يي شپيته ، پلنوالي يي پنځوس او لوړوالي يي نوي سانتي متره دی او رنګونه يي هم ډير ښکلي دي . پلورونکي راغونډ شويو کسانو ته ددې ماشين د چلولو په اړه د توجه وړ معلومات ورکړل او يو سپين دسمال يي چه همدااوس په سوس ، سرکې او داسي نورو رنګينو مايعو په وسيله ککړ شوی ، په ماشين کې واچاوه او بيا يي اوبه پکي ډکې کړې ، د څو دقيقو ګرزيدو وروسته دسمال بيخي سپين شويدی .ولی ککړ شوي دسمال بي له پوډر نه هم پاکيداي شي ؟ ددې پوښتنې په وړلو سره خبريال د هاير ګروپ ته لاړ چه ددې ماشين توليدونکي تصدی ده . ددې ګروپ يو مسئول چارواکي ښاغلي ليو وويل دغه نوی ډول ماشين د ترکيباتو او د کالي مينځلو د اصولو له نظره له نورو ماشينونو سره بيخي توپير لری چه عمده پرزه يي په دی ماشين کې د اکترويکي تجزيې يو شيار نصب شوی او ددې شيار په وسيله بي له پوډر نه کرغيړن کالي پاکيداي شي . ښاغلي ليو خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل چه اوبه په دې شيار کې د الکتريکي تجزيې د اصولو سره سم په قليايي اوبو بدل کيږي او په کاليو باندي کرغيړن توکي په اسيدي خاصيت پورې اړه لری ، نو د اسيد او قليا ترمنځ د کيمياوي ترکيباتو له امله په کاليو باندي کرغړن شيان تجزيه کيداي شي چه په پايله کې کالي پاکيداي شي .

د دغه ډول ماشين د توليدولو موخه دا ده چه چاپيريال ته ککړتيا نه رسيږي ځکه چه د کالي مينځلو په پوډر کې زياته اندازه کيمياوي توکي موجود دي او په کاليو باندي د دغو شيان پاتي کيدل د انسان په پوستکو باندي بده اغيزه لری ، برسيره پردې د کاليو مينځلو اوبه چاپيريال ته هم ککړتيا رسوي .

دغه نوی ډول ماشين د روان کال په سر کې د چين علمي او تخنيکي جايزه اخيستی او دوه ديرش تخنيکي امتيازات يي ثبت کړيدي . د برقي سامانونو د کيفيت د کارپوهانو د څارنې له مخې د معمولي ماشين په پرتله چه د کالي مينځلو پوډر پکي استعماليږي ، د نوي ډول ماشين د کالي پاکولو معيار په سلو کې پنځه ويشت لوړيږي چه له امله يي د روان کال په سر کې د دولت په کچه علمي او تخنيکي جايزه اخيستې ده .

د بيجينګ د يوې لويې مغازې يو مسئول وويل چه د هاير کمپنۍ لخوا د کالي مينځلو له توليد شويو شلو ډولونو ماشينونو څخه دغه نوی ډول ماشين زيات مشتريان لری او د پلورلو اندازه يي له عمومي اندازې څخه په سلو کي شل برخه نيسي . هغه وويل د دې ماشين د پلورلو اندازه زياته ده چه زياتره اخيستونکي يي اميندارې ښځې دي ځکه چه ددوي په نظر که د ماشوم کالي د کالي مينځلو په پوډرو ومينځل شي او ښه و نه پاک شي ، نو د مينځل شويو کاليو د اغوستلو وروسته به د ماشوم په وجود باندي سره داغونه رامنځته شي . د دغه نوي ډول ماشين په کارولو سره چه د کالي مينځلو پوډر نه استعماليږي ، زمونږ انديښنه به له منځه لاړه شي . ښاغلي يان سمدلاسه پريکړه وکړه چه دغه ماشين واخلي . هغه وويل زمونږ لپاره دغه نوي ډول ماشين نه يوازي پيسې سپموي ، بلکې د چاپيريال د ساتنې لپاره هم ګټور

دی .

څرنګه چه د دغه نوي ډول ماشين بيه قيمته ده چه له معمولي ماشين څخه دوه درې چنده لوړه ده ، نو زيات کسان دا نظر لری چه دغه ډول ماشين ډير قيمت دی . خو ميرمن وانګ ين فان چه دغه نوي ماشين يي اخيستی دی ، وويل که څه هم د ماشين بيه قيمته ده ، خو د کالي مينځلو پوډر نه استعماليږي او مصرفې شوي اوبه کمه شويده ، نو زما لپاره مناسب دی ځکه چه د استعمالولو اصلي بيه کمه شويده .

لږه موده دمخه د پاکستان ، هند امريکې ، نوي زيلاند ، سينګاپور او جاپان سوداګرانو له هاير سره ددې نوي ډول ماشين د اخيستلو قراردادونه لاسليک کړيدي ، باور لری چه دغه ماشين به په نژدې راتلونکي کې لا زيات بهرني اخيستونکي راجلب کړي .