<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-05 19:35:20    
د کيک په دکان کې کوريايي دکاندار

cri

لږه موده د مخه د بيجينګ د ختيځې خوا په تود سوداګريز بازار کې د پاريس بيتيان په نوم د فرانسوي کيک يو دکان جوړ شوي او د زياتو خلکو پاملرنه يي ځان ته راجلبه کړې ده ٠ دغه دکان د کوريا د جمهوريت د خواړو د جوړولو په هکله د ډير لوي شرکت يعني د ايس پي سي شرکت له خوا په بيجينګ کې جوړ شوي يو فرعي دکان دي ٠ د دغه دکان مشر جاي ميون نوميږي او د کوريا د جمهوريت له سيول څخه راغلي دي ٠

ښاغلي جاي ميون په چين کې څلور کاله کار کړي دي ٠ هغه وويل په چين کې زما د کار کولو مهم لامل دا دي چه له وړکتوب څخه مي له چين سره مينه پيدا کړې ده ٠ هغه وويل له کوچنيتوب نه ما د چيني ناولونو لوستل او د چيني فلمونو کتل ډير خوښ و او په دي بهير کې مې ورو ورو له چين سره مينه پيدا کړې ده ٠ په پوهنتون کې د شامليدو نه وروسته مي د چيني ژبې تخصص انتخاب کړي او له پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته و مي غوښتل چه د چين په ارتباط څه کار وکړم ٠ کله چه ښاعلي جاي ميون خبر شو چه د ايس پي سي شرکت به خپلي چارې چين ته خپرې کړې ، بيا يي پريکړه وکړه چه په دي شرکت کې کار وکړي٠ په رښتيا له پوهنتون څخه د فارعيدو نه وروسته هغه په نوموړي شرکت کې شامل شو او دري کاله دمخه يي د چين په شانګهاي ښار کې د نوموړي شرکت په لومړني فرعي دکان کې د مشر د مرستيال په توګه په کار پيل وکړ ٠ کله چه سږکال د جنوري په مياشت کې په بيجينګ کې د ايس پي سي شرکت فرعې دکان جوړ شوي ، ښاغلي جاي ميون د دغه دکان د مشر په توګه بينجنګ ته راغلي دي ٠ په بيجينګ کې د پاريس باګويتي په نامه په دغه دکان کې جوړ شوي کيکونه څه د پاسه دوو سوو پنځوس ډولونو ته رسيږي او د بيجينګ د زياتو مشتريانو علاقه او مينه يي ځان ته راجلبه کړې ده ٠ ميرمن فونګ لي چه دغه دکان ته په نژدي ځاي کې کار کوي ، هر وار له دي دکان څخه د تيريدو په وخت کې حتمأ دغه دکان ته راځي او لږ څه کيک اخلي ٠ هغې وويل زما په أند د دغه دکان د کيک مزه ډيره خوندوره ده دومره زياته خوږه نه ده ٠ زه دغه ډول خواړه ډيره خوښوم ٠ همداشان په دي دکان کې د کيک ډولونه هم ډير زيات دي ٠

په بيجينګ ګې د دغه دکان کارکونکي څلويښت تنو ته رسيږي او زياتره برخه يي چينايان دي ٠ د دکان د کارکونکو أند ښاغلي جاي ميون يو ډير مهربانه سړي دي ٠ اوس ښاغلي جاي ميون له خپلې ميرمن او دوو زامنو سره يو ځاي د بيجينګ د ختيځې خوا په يوه اوسيدونکي سيمه کې اوسيږي ٠ په دي ځاي کې د کوريا د جمهوريت ډير اوسيدونکي ليدل کيږي ٠ دغه راز په شاخوا ځايونو کې د کوريايانو رستورانونه هم شته ٠ نو ښاغلي جاي ميون دا احساس لري چه په بيجينګ کې خپل ژوند لکه په خپل هيواد کې دي ٠ هغه نه يوازي له ډيرو چينايي دوستانو سره اشناه شوي بلکه د چينې ژبې د ويلو سويه يي هم ورځ په ورځ اوچته شوې ده ٠ هغه په چينې ژبي خبريال ته وويل زما د راتلونکي پلان سره سم به زه د اوږدې مودې له پاره په بيجينګ کې ژوند وکړم او زه هم چمتو يم چه د چين په باب لا زيات معلومات لاس ته راوړم او له زياتو چيني دوستانو سره اشناه شم او د بيجينګ يو رښتياني اوسيدونکي ګرځم ٠ دغه راز زه به نور زيات کوشش وکړم چه د پاريس باګويتي د کيک دکان ښه اداره وکړم څو چه د خپل دکان کيک د بيجينګ د خلکو د اعتماد او خوښې وړ مارک لرونکي کيک وګرزي ٠ همداشان ښاغلي جاي ميون خبريال ته دا هم وويل چه د دوي شرکت به سږکال په بيجينګ کې نور شپږ فرعي دکانونه جوړ کړي او وروسته به خپل فرعي دکانونه د چين نورو ښارونو ته پراخ کړي ٠