<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-05 19:45:52    
کليوالو ماشومانو ته د زده کړو د اسانتياوو برابرولو په هکله پلان

cri

د تير کال تر پايه پورې د چين له سلو څخه په پنځه نوي برخو سيمو کې نهه کلن اجباري ښوونه ترويج شوی ده ، خو په پاتې شويو پنځو سلنه برخو کليوالو سيمو کې چه اقتصاد يي وروسته پاتې دي ، لا هم نده تر سره شوی . د چين حکومت به په راتلونکي پنځه کلن پلان کې ددې مسئلې د حل لپاره لا زياتې پيسې ولګوي .

د سږني پسرلني ښوونيز کال په پيل کې حکومت د هيواد په لويديځو کليوالو سيمو کې د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د وړيا ښوونې نوې تګلاره هم پلی کړې ده او په راتلونکي کال کې به دغه تګلاره د هيواد په منځنيو او ختيځو سيمو کې پلی کړي څو چه د هيواد په ټولو کليوالو سيمو کې زده کړه وړيا شي .

په حقيقت کې په چين کې نهه کلن ښوونه وړيا ده ، خو زده کوونکي لا هم يوه اندازه لګښت کوي مثلا د کتابونو او کتابچو د اخيستلو فيس ادا کوي چه تقريبأ په يو کال کې يو دوه سوه يوانه دي . خو د بي وزلو بزګرانولپاره دا لا هم يو بار دی ، نو د ځينو زده کوونکو زده کړې نيمګړې پاتې کيږي .

په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د اجباري ښوونې د ترويج لپاره په تيره بيا په کليوالو سيمو کي زياتې پيسې لګولي دي . د چين د ښوونې وزير جو جي خبريال ته وويل د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کې به په کليوالو سيمو کې د ښوونې ترويج ته د لومړي کچې اهميت ورکړل شي او داسي يوه تګلاره چمتو شويده چه له مخې به يي په کليوالو سيمو کي د زده کړې د اسانتيا لپاره لګښت زيات شي . د چين په منځنيو او لويديځو سيمو کې نهه کلن اجبارې ښوونه وړيا ده او ليليه زده کوونکو

ته مرسته برابريږي چه دا په وروستيو کلونو کې د کليوالو د ښوونې په چاروکې يو مهم تدبير ګڼل کيږي . د چين د يون نان ولايت د ښوونې ادارې مشر هه تيان چيون وايي زمونږ په ولايت کې وړيا ښوونه په دوه زريم کال کې يوازي په سرحدي کليو کې پيل او ورپسې سرحدي ولسواليو ته پراخه شوه . له دغې أسانتياڅخه تر تير کال پورې نژدي څلور لکو لس زرو تنو زده کوونکو ګټې اخيستي دي .

له تير کال څخه مرکزي حکومت هر کال ځانګړي پيسې بيلوي چه په کليوالو سيمو په تيره بيا غرنيو سيمو کي ليليه ښوونځي جوړ کړي . د ښاري او کليوالو ښوونځيو ترمنځ د توپيرونو د کمښت لپاره حکومت د ليري ښوونې پلان پلی کړيدی يعني د کمپيوتري او تلويزيوني شبکو له لارې زده کوونکي زده کړه کوي .ددې پلان له مخې د راتلونکي کال تر پايه پورې به د چين په هر کليوال منځني او لومړني ښوونځي کې له تلويزيون څخه د درسي پروګرامونو د اخيستلو لپاره يو اړين ماشين ودرول شي او په هر کليوال منځني ښوونځي کې به د زده کړې لپاره يو شمير کمپيوترونه برابرشي.

سره له دې چه اوس د چين په کليوالو سيمو کې ښوونيزه سويه له ښارونو څخه ټيټه ده ، خوددې توپير د کمښت لپاره په هغه يوولسم پنځه کلن پلان کې چه همدااوس تر پلي کيدو لاندي دی ، د کليوالې ښوونې پياوړتيا ته د لومړيتوب اهميت ورکړل شوې او د چين صدراعظم ون جيا باو د حکومتي کارونو په خپل راپور کې وويل چه بايد په ليري او ګوښه ځايونو کې د ښوونيزو شرطونو د ښه والي لپاره زياتې پيسې ولګول شي . هغه وويل په راتلونکو پنځو کلونو کې به مرکزي حکومت د اجباري ښوونې د ترويج لپاره نورې دوه سوه اتلس مليارده او دوه سوه مليونه يوانه پيسې زياتې کړي او په کليوالو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې به د ودانيو ترميمولو پلان پلی کړي چه هر ماشوم په مساوي توګه له اجباري ښوونې څخه برخمن شي .

لي جو جيون چه د يون نان ولايت د جين دونګ په ولسوالي کې يوه ښوونکې ده ، د صدراعظم د جدي ژمنې د اوريدو وروسته په خوشحالۍ سره وويل که دغه تګلاره په پوره توګه د عمل ډګر ته وړاندی شی او په کليوالو سيمو کې اجباري ښوونه پياوړي شي ، هيله ده چه پنځه کاله وروسته به زما شاګردان په پاکو او لويو کوټو کې زده کړه او په يو سپورتي ميدان کې ورزش وکړي . باور لرم چه د ښوونيزو شرطونو او چاپيريال له پلوه به پنځه کاله وروسته له ښاري ښوونځيو څخه توپيرونه کم شي .