د اپريل په پنځمه نېټه د چين د بين المللی راډيو مشر ښاغلی وانګ ګنګ نيان په چين کی د افغانستان له نوی لوی سفير اکليل احمد حکيمی سره خبرې اترې وکړی. دواړو خواوو د چين او افغانستان تر منځ د دوستانه اړيکو او اړوندو همکاريو په اړه د نظاريو تبادله وکړه او هيله يی څرګنده کړه چې د همکاری له لارې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ پوهاوی او دوستی پياوړی شی.
ښاغلی وانګ ګنګ نيان وويل د چين او افغانستان تر منځ د پوهاوی او دوستۍ پياوړتيا د بين المللی راډيو عمده دنده ده. له څو لسيزو راهيسی د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړيکو د نژديوالی لپاره مو کوشش کړی. زه باور لرم چې د افغانستان د اوضاعو له ثابتېدو وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ پياوړی شی.
د افغان سفير اکليل احمد حکيمی وويل زمونږ په بهرنيو تکلارو کی له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکی تر ټولو مهمې دی. هيله لرو چې د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ، کلتور او نظامی چارو په شمول په بېلا بېلو برخو کی له چين سره ښه همکاری وکړو.
د افغاتسان سفير اکليل احمد حکيمی ښاغلی وانګ ګنګ نيان ته وويل زما عمده دنده د دواړو هېوادونو تر منځ د پوهاوی د پياوړتيا لپاره د يوې کړنلارې جوړول دی. په دغه برخه کی د چين بين المللی راډيو ښه رول لوبولی شی، ځکه په افغانستان کی د دغی راډيو د پښتو خپرونی پراخ هر کلی کيږی.