د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې د افغانستان د غزني ولايت يوه امنيتي چارواکي د اپريل په پنځمه نېټه ددې خبر پخلی وکړ چې ددې ولايت د استخباراتو يو سيمه ايز چارواکي د همدې ورځې په سهار خپل دفتر ته د تګ په لاره کې د نامعلومووسله والو کسانو لخوا ووژل شو، دا په دې وروستيو ورځو کې په افغانستان کې دوهمه پيښه ده چې د استخباراتو چارواکي پکې وژل شوی دی ٠ د بل خبر له مخې د اپريل په څلورمه نېټه په فراه ولايت کې د استخباراتو يو بل سيمه ايز چارواکي هم د وسله والو لخوا ووژل شو٠ د نوموړي پيښې له رامنځته کيدو وروسته د طالبانو يو وياند د دغو دوو پيښو بړه په غاړه واخيسته او ويې ويل هرهغه افغان چې د استخباراتو په څانګو کې کارکوي او يا بهرنيو هېوادونو ته استخبارات ورکوي ددوي د بريدونو موخه به وي ٠
|