<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-06 19:05:59    
د چين د هاربين په ښار کې د روسي خوړو رستورانتونه

cri

سل کلونه د مخه د روسيی دننه او بهر کې د حالاتو د بدلون له امله په زر ګونو تنه روسان د اروپا او اسيا له لويو وچو څخه په تيريدو سره د فولګا سيند له غاړو څخه د چين د سونګ هوا جيانګ سيند سيمو ته راغلل او په پای کې يي د چين د هاربين په ښار کې دايمي استوګنه غوره وکړه . نن ورځ په دغه ښار کې د واټونو په دواړو خواوو کې داسي ودانۍ ليدل کيږي چه روسي ودانيز سبک لری او د روسي خوړو زيات رستورانتونه هم څنګ په څنګ ليدل کيږي .

ګرانو دوستانو ، چين ته د سفر په نننی پروګرام کې به تاسو ته د هاربين په ښار کې دوه دغه ډول رستورانتونه دروپيژندو .

دغه دوه رستورانتونه د هاربين ښارپه مرکز د يوه سوداګريز واټ پر غاړه پراته دی . د هوا می په نامه رستورانت په ١٩٢٥ کال کې جوړ شوی او په دغه ښار کې د نورو روسي راستورانتونو په پرتله اوږد تاريخ لری ، ويل کيږي چې په دغه ښار کې نژدې ټولو ښاريانو په دې راستورانت کې روسي خوړه خوړلي دي . کله چې خبريال دغه رستوران ته ننوت ، ويې ليدل يو سپين ږيری چې وانګ ون لی نوميږي او سږ کال پنځه اويا کلن دی ، د خدمتګارانو په ملګرتيا د دروازې په خوله کې د ميلمنو هرکلی کوي . دغه سپين ږيري خدمتګار چه په دې رستورانت کې يي څلويښت کاله کار کړيدی ، خبريال ته وويل په چين کې د هوا می رستورانت لومړی رستورانت دی چې روسي خوراکونه ميلمنو ته برابروي ، دغه رستورانت په ١٩٢٥ کال کې د يوه روسي يهود لخوا جوړ شو .

ښاغلی وانګ وويل زمونږ په رستورانت کې لا تر اوسه د ميلمنو د هر کلي پخواني دودونه ساتل شويدي مثلأ يوه زوړ خدمتګار د دروازې په خوله کې د ميلمنو هر کلي کوي . ښاغلی وانګ خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل د روسيی په لويو مغازو او رستورانتونو کې د زړو خدمتګارانو لخوا د ميلمنو د هر کلی عادت له ساتلو څخه څرګنديږي چې رستورانت د هر ميلمه درناوي کوي . د زيات شمير مشتريانو په أند کله چې دغه رستورانت ته ننوزي ، خپل کور ته د ستنيدو احساس کوي .

د هوا می په رستورانت کې خوراکونه له نننيو روسي خوراکونو سره داسي توپير لري چه چينايانو ته د خوندوړ خواراکونه تياروي چه مالګه کمه پکي اچول کيږي . په دغه رستورانت کې يو ډوله روسي ښوروا او په کاسه کې پاخه شوي شريمپ ډير شهرت لری . يو جاپانی مسافر خبريال ته وويل د هوا می په راستورانت کې روسي خوراکونه ډير خوندور دي . روسي ښوروا او سلاته زما ډيره خوښه ده ، د شريمپ خواړه هم ډير خوندور دی . برسيره پردې د رستورانت چاپريال ډير ښه دی او ودانۍ يي د شلمی پيړی په پيل کې د روسيی ودانيزه بڼه لری .

د هوا می رستورانت په شمال کې يوه ژيړ رنګه دوه پوړيزه ودانی ولاړه ده چه دلته د داو ليچيولين په نامه يوه مغازه وه او په نولس سوه څوارلسم کال کې جوړه شوې وه ، خو اوس ددې ودانۍ په دوهم پوړ کې يو کتابتون دی او په لومړني پوړ کې يې هم يو روسي رستوانت دی چه روسيه ١٩١٤ نوميږي . د هوا می ښکلي رستورانت په پرتله

دغه رستورانت بيا يوه استوګنځی ته ورته دی او اوه اته ميزونه پکي ايښودل شويدي . د رستورانت په ديوالونو باندي يو غوړين رنګه تصوير ځوړند دی چه يوه روسي نجلۍ پکي کښل شويده . د تصوير په دواړو خواوو کې په چين کې د اوسيدونکو روسانو د ژوند عکسونه راځوړند شويدي . د دغه رستورانت خاوند چې هو هونګ نوميږي ، وويل ددې رستوانت د پرانستلو لپاره زما موخه د څه دپاسه دوه لکه روسي اوسيدونکو يادول دي چې د هاربين په ښار کې يي ژوند کاوه . هغه وويل

څرنګه چه زه زړې ودانۍ خوښوم ، نو غواړم له دې رستورانت څخه کورني يادونځی جوړ کړم چه مشتريان د روسي خوراکونو د خوړلو پر وخت په چين کې د اوسيدونکو روسانو د ژوند وضعه احساس کړي .