<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-07 19:14:04    
د چين د سنوک مشهور ورزش کوونکی دينګ جون هوي

cri

د چين د سنوک مشهور ورزش کوونکی دينګ جون هوي چې د بريتانيا د مطبوعاتی ذرايعو له خوا د ختيځ ستوری نوميږی په ١٩٨٧ کال کې د چين د جيانګ سو ولايت د يی شينګ په ښار کې زيږيدلی دی . دينګ جون هوي له اته نيمو کلنو څخه له بيليارد سره اړيکی پيدا کړی او تر ديارلسو کلنو پوری يی د بيليارد د اسيا يی تورنمنت دريمه جايزه تر لاسه کړه . دينګ جون هوي ښه طبيعت لرې او د بيليارد په لوبو کې نابغه دی .

د ٢٠٠٢ کال په مي کې دينګ جون هوي د بيليارد د اسيا د اتلوالی لومړی جايزه تر لاسه کړه او هغه تر نورو ډير ځوان لوبغاړی دې چې لومړی جايزه يی تر لاسه کړه . د همدی کال د اګست په يو ديرشمه نېټه دينګ جون هوي د نړۍ د ځوانانو د سنوک د اتلوالی لومړی جايزه تر لاسه کړه او د بيليارد په لوبو کې يی د لومړی اتل په توګه د چين په تاريخ کې نوم ليکلی دی . د همدی کال په اکتوبر کې د اسيا په سپورتي لوبو کې دينګ جون هوي د يو په مقابل کې په دريو د تلند لوبغاړی سوپوسنله ته ماتی ورکړه او لومړی جايزه يی تر لاسه کړه . نو له دی امله يی د چين هغه تاريخ بدل کړ چې د اسيا د سپورتي لوبو د بيليارد په لوبو کې طلائی مړال نه لری . د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر له شلمې نېټې نه د نوامبر تر دوهمې نېټې پوری په مصر کې د نړۍ د بيليارد د اتلوالی په لوبو کې دينګ جون هوي دريمه جايزه تر لاسه کړه . د ٢٠٠٢ کال د دسمبر په پنځلسمه نېټه د چين د بيليارد ټولنې دينګ جون هوي ته د چين د بيليارد په چارو کې د ځانګړی خدمت جايزه ورکړه .

د ٢٠٠٣ کال په اګست کې د اروپا او اسيا د ماستړانو ترمنځ د هانګ کانګ او تلند په لوبو کې دينګ جون هوي دوه ځله ماک ويليموس ته ماتی ورکړه چې په همدغه وخت کې يې په نړۍ کې تر ټولو ډېر ښه لوبغاړی وبلل شو . د ٢٠٠٤ کال په فبروری کې دينګ جون هوي د دريو په مقابل کې په شپږو جون پاری ته ماتی ورکړه او د بيليارد د وينبلي په تورنمنت کې د لومړيو شپاړلسو تنو ورزشګانو تکړه ورزشکارانو په ليک کې داخلی شو . په هغه وخت کې د بريتانيا خلکو د ده نوم يادونه وکړه او ورڅخه يی خپله خوښی څرګنده کړه . په ٢٠٠٥ کال کې دينګ جون هوي د بيليارد د وينبلي د ماسترانو په تورنمنت کې په لومړيو اتو تنو تکړه رزشکارانو کې شامل شو او په اپريل کې يی د بيليارد د بين المللې ټولنې په مسابقه کې د لومړی ځل لپاره لومړی جايزه تر لاسه کړه . په دسامبر کې ځوان ورزش کار دينګ جون هوي د بريتانيا د سنوک د اتلوالی په لوبوکې د شپږو په مقابل کې په لسو سره د سديفو دايويس ته ماتې ورکړه چې د بېلېارد د سنوک په شپږو نړيوالو چامپيشيپونو کې يی لومړی جايزه تر لاسه کړه . ١٨ کلن دينګ جون هوي د دغه اتلولی په تاريخ کې دوهم ځوان لوبغاړی و او د دغه اتلولی په تېرو اته ويشتو کلونو کې دينګ جون هوي لومړی لوبغاړی دی چې د انګلستان په بهر کې يی لومړی جايزه تر لاسه کړه .

د دغه مقام د تر لاسه کولو نه وروسته دينګ جون هوي وويل : دغه لوبه په نړۍ کې د بيليارد دوهمه لويه مسابقه ده . زه ډېر خوښی يم چې پکې می لومړی جايزه تر لاسه کړه .

په تېرو څو کلونو کې په بريتانيا کې د بيليارد د مهارت د زده کړې له امله دينګ جون هوي ډېر پرمختګ کړی د پلار په ملګرتيا دينګ جون هوي په بريتانيا کې ښه برياليتوب تر لاسه کړی . هغه د بېلا بېلو مسابقو له لارې تجربې تر لاسه

کړی او په مسابقو کې نه يوازی له تخنيک څخه بلکې له فکر څخه هم استفاده کوی .

د ٢٠٠٦ کال په مارچ کې د بيليارد د بين المللې ټولنې له خوا د چين په مسابقه کې که څه هم دينګ جون هوي يو په څلورمه برخه فاينل مسابقه کې ماتې وخوړه ، خو ټول چينانان باور لری چې دينګ جون هوي به د سنوک په تاريخ کې چين ته فخر ورسوی .