<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-07 19:21:16    
د روسيې کلتوری فيستوال

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د مارچ په يوويشتمه نېټه د چين او روسيې مشرانو په ګډه سره په چين کې د روسيې کال د پرانيستلو په مراسمو کې برخه واخيسته. په دغه کال کې به د چين او روسيې ترمنځ د تګ راتګ لپاره رنګا رنګ فعاليتونه په چين کې تر سره شی.د يوه مهم فعاليت په توګه د روسيې د کلتوری فيستوال د جوړېدو له لارې به د چين خلکو ته د ورسيې په زړه پوری لرغونی او معاصر کلتورونه وښودل شی. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسی د روسيې د کلتوری فيستوال په هکله څه معلومات واورئ.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د جشن د سريزې په نامه د روسيې د نامتو ترانه جوړونکي شوستاکويچ له خوا ليکل شوی موسيقی واوريدله. د مارچ په دوه ويشتمه نېټه د شپې مهال د روسيې د کلتوری فيستوال په پرانيستلو سره د دغه هېواد ملی هنری ډلې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د څو زرو نندارچيانو لپاره په زړه پوری ننداره وړاندی کړه. د روسيې ملی هنری ډله دوه سوه ديرش کلن تاريخ او په روسيه کې ډير زيات شهرت لری. د روسيې په کلتوری فيستوال کې د ګډون لپاره د دغې ډلې دوه سوه اتيا تنه غوره هنرمندان او کارکوونکي بېجينګ ته راغلي دي.
د روسيې کلتوری فيستوال د روسيې په کال کې يو مهم فعاليت بلل کيږی چې د روان کال د مارچ له دوه ويشتمې نېټې څخه د راتلونکی کال تر جنوری پوری به دوام وکړی. د دغه فيستوال په اړه د تشکلاتی کمېټې مرستيال او د چين د کلتور د
وزارت مرستيال ښاغلي دينګ وی خبريال ته وويل
( دوهم اواز)
روسيه رنګا رنګ کلتورونه لری چې نه يوازی پر چين بلکی نړۍ باندی يی ژوره اغېزه کړې ده. په دغه فيستوال کې به د باليت، سمفونی موسيقی، ولسی نڅاوو، ډرامې او مروجې موسيقی په شمول د روسيې څو ډول له هنرونه د چين نند ارچيانو لپاره وړاندی شی.
د مارچ په مياشت کې د روسيې د هنرونو په نامه د روسيې د دری سوه کلن هنر په نامه د تريتياکوسکايا موزيم له خوا د ساتل شويو هنری اثارو نندارتون او د پرانيستې روسيې په نامه د هنری اثارو نندارتون د چين د نقاشۍ په موزيم کې پرانيستل شو چې په بېجينګ کې يی د زياتو خلکو پاملرنه راجلب کړيده.
په دې مسلسلو ورځو کې زيات نندارچيان په تېرو دريو سوو کلونو کې د روسيې د هنرونو د نندارتون د کتنې لپاره د چين د نقاشۍ موزيم ته ورغلی دي. په دغه موزيم کې خبريال له مېرمن فو ای يوان سره مخامخ شو. هغې وويل
(دريم اواز)
د روسيې نقاشی په ټوله نړۍ کې ډير زيات شهرت لری او زما ډيره خوښيږی. دا يو ډير ښه فرصت دی چې په چين کې د روسيې غوره نقاشی او هنری اثار کتلی شو چې په دغه جمله کې اکثر انځورونه د مشهورو نقاشانو له خوا شويدي.
پر دې سره بيره د پرانيستې روسيې په نندارتون کې د دغه هېواد معاصر کلتورونه څرګنديږی او دغه راز د نقاشيو او مجسمو په ګډونه څه دپاسه سل هنری اثار هم ښودل کيږي.
د دغو دوو بيلو نندارتونونو د يادونې پر وخت د چين د نقاشۍ موزيم مشر ښاغلي فان دی ان وويل
( څلورم اواز)
په چين کې زيات شمېر نقاشان له اتلسمې پېړۍ راهيسی د روسيې نقاشۍ خوښوی او ورڅخه تجربې زده کوی. د تريتياکوسکايا موزيم له خوا څه نا څه يو سلو لس هنری اثار په تېر دريو سوو کلونو کې د روسيې تاريخ څرګندوی او په بل يو نندارتون کې د روسيې د زيات شمېر معاصرو نقاشانو نمونوی اثار ښودل کيږی. د دغو دوو نندارتونو د جوړېدو له لارې به د چين او روسيې د خلکو ترمنځ اړيکې او دوستی ټينګه شی.
برسيره پر دې، د چين او روسيې د خلکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره زيات فعاليتونه هم تر سره شويدي. د مارچ په اوه لسمه نېټه د چين او روسيې د زده کوونکو فيستوال د چين په بېجينګ پوهنتون کې پرانيستل شويدی چې د مسکو او سانت پيترسبورګ په ګډون د روسيې له څو ښارونو څخه راغلو پنځوسوو تنو زده کوونکو پکې برخه درلوده او راغونډ شوی وو.
ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد چې تاسی پکې د روسيې د کلتوری فيستوال په هکله څه معلومات واوريدل. هر چيری چی وی روغ او خوشحاله اوسئ!