<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-08 20:00:12    
چين په کليوالو سيمو کي د پولی چارو د ښه والی لپاره خپل کوشش ته دوام ور کوي

cri

په وروستيو کلونو کی د چين حکومت د کليو د سمسورتيا او أبادۍ لپاره لازياتی پيسی اچولی چی له امله يی د بزګرانو عايدات زيات شوی دی .خو په زياتو سيمو کی شتمن شوي بزګران له داسی نويو ستونزو سره مخامخ شوی دی چی له مخی يی دوی د توليدی چارو د پراخوالي او له طبيعی مصيبتونو سره د مخامخيدو په ترڅ کی له پولی لارو چارو څخه په أسانه پيسی نه شی تر لاسه کولی .د دی مسئلی د حل لپاره د چين حکومت په کليوالو سيمو کې د پولی چارو په ښه والی لاس پوری کړی دی چی د پيسو راغونډولو لپاره له بزګرانو سره مرسته وکړي .

د چين په جنوب د های نان ولايت د بزګرانو شمير د دی ولايت د عمومی نفوسو په سلو کی ٦٠ نيسی .په وروستيو کلونو کی د کب نيولو چارو د پرمختګ له امله د دغه ولايت کب نيوونکی د لرګينو بيړيو پرځای د فولادی بيړيو د کارولو تکل کړی دی .خو د سلو ټنو په توان د فولادی بيړۍ بيه ٢ مليونه يوانه دي چی دومره زياتې پيسې د يوه کب نيوونکي له توان څخه وتلی کار دی .د های نان ولايت د سان يا ښار کب نيوونکی لين مينګ فانګ وويل هر کب نيونکی د نوي بيړۍ اخيستلو نيت لری ، خو د بيی لپاره دومره زياتې پيسې نشي برابرولی .د ښاغلی لين مينګ فانګ دغه ستونزه د چين په کليوال پولی سيستم کې د موجود و مسئلو يوه نښه ده .د چين زياتره سوداګريز بانکونه نه غواړی چی بزګرانو ته پورونه ور کړي او د بيمی کمپنيو له خوا د بزګرانو لپاره د برابرو شويو بيمو ډولونه هم ډير لږ دی .

اوس د چين حکومت د کليوالو سيمو وروسته پاتی پولی سيستم ته ډيره پاملرنه کوی .د سږ کال د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ په پلان کی د چين صدراعظم ون

جيا باو داسی وړانديز وکړ چی بايد د کليوالو سيمو د پولی اصلاحاتو د ژوروالی او د پولي سيستم د بشپړتيا لپاره کوشش وکړي .د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مرستيال چنګ سی وی وويل چی له بزګرانو څخه د حکومت پولي ملاتړ د چين د کليوالو سيمو د پرمختګ او سمسورتيا لپاره ډير اهميت لری .هغه وويل چی د کرنې پرمختګ د کافي پيسو د برابرولو له مخی نه نشي ترسره کيداي .اوس په کليوالو سيمو کی يوه لويه مسئله دا ده چی بزګران په توليدی بهير کی کافی پورونه نشي اخيستی .

د اړوندو کارپوهانو په أند ښه به دا وي چه بزګران له دولتي بانکونو څخه پورونه واخلي ځکه چی داسي بانکونه له پورونو څخه هيڅ ګټه ﻻ نه تر لاسه کوي . اوس د چين انکشافي بانک غواړی چی بزګرانو ته پورونه ورکړي .د دی بانک مشر چن يوان خبريال ته وويل چی د پور ورکولو خطرونو د کموالي لپاره زمونږ بانک له محلی حکومتونو سره په کليوالو سيمو کی د اعتبار زياتې ټولنې جوړې کړې چه د د غو ټولنو له لارې به د پور اخيستونکو د اعتبار ارزونه وکړي او د بانکونو له پلټنې وروسته به بزګرانو ته د پور ورکولو يا نه ورکولو پريکړه وکړي .

د چين حکومت له بزګرانو څخه د پولی ملاتړ نه پرته په کليوالو سيمو کی د همکاری پولی موسسی هم منظمې کړی دی .خبريال داسی معلومات تر لاسه کړی چی تنظيم شويو سوداګريزو بانکونو د کرنيزو چارو د سمسورتيا او أبادی په بهيرکی مهم رول لوبولی او لوبوي يي .د بيجينګ د کليوال سوداګريز بانک مشر جين وی هونګ وويل چی د کرهڼيزو چارو د ملاتړ په تړاو ادا شوي پورونه د پورونو د عمومی اندازې په سلو کی ٦٧ برخه نيولی ده چی زياتره يی د کليوالو چارو د سمسورتيا

لپاره اچول شوي ده

د پور اخيستلو په اړه د بزګرانو د ستونزو د ليري کولو تر څنګ د کرني لپاره د بيمې چارو پرمختګ کړی دی .د ٢٠٠٥ کال په جنوری کی د چين د هه لونګ جانګ په ولايت کی د کرني په ساحه کې د بيمې لومړني اسهامي شرکت جوړ شو .په همدی کال کی د يو مليون او پنځو لکو هيکتارو په پراخوالي کرهڼيز محصولات بيمه شول.

د کارپوهانو په نظر د چين حکومت په کليوالو سيمو کی د پولی سيستم د پياوړتيا لپاره نورې درنې دندې په غاړه لري .