<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-09 17:33:02    
په بېجينګ کی د سندرغاړی جو هوا جيان کنسرټ

cri

ګرانو اوېدونکو، د کورنی او بهرنی موسيقی پروګرام ته مو هر کلی کوو. زه هيله يم او د پروګرام په نننۍ کړۍ به تاسو ته په بېجينګ کی د سندرغاړی جو هوا جيان کنسرټ وړاندی کړم. ( اواز ١)

جو هوا جيان د تايوان له مشهورو سندرغاړو څخه دی. هغه په ١٩٨٦ کال کی په خپل هنری ژوند پيل کړي او ډېرې خوږې سندری يی ويلی دی. سږ کال د ده د هنری ژوند له شلمې کاليزی سره برابر دی، نو د مارچ په يودېرشمه نېټه يی د بېجينګ په جمنازيوم کی کنسرټ جوړ کړ چې په تېرو شلو کلونو کی يی د خپلو برياليتوبونو او ستونزو په اړه خپل احساسات مينه والو ته وړاندی کړل .

کله چې خبرياله جمنازيوم ته ننوته، د جو هوا جيان جذابيت يی محسوس کړ. د زر ګونو مينه والو د تودو چکچکو اواز د جمنازيوم فضا پر سر واخيستله او د سندرغاړی جو هوا جيان نارې يی ووهلی . خبريالې له دوو مينه والو سره مرکې وکړی ، دوی وويل :

( اواز ٢ )

د ده سندری ډېری خوږی دي. هغه يو ښه سړی او ډېر خوشحاله دی.

په همدې وخت کنسرټ پيل شو، ټول جمنازيوم له نارو او چکچکو څخه ډک و او اوس به د کنسرټ لومړی سندره د زړه د لور په نامه ښکلی سندره واورو، په دغه سندره کی داسی روحيه څرګنديږی چې پکی ويوونکی د خپل خيال د تر سره کولو لپاره نه ستومانه کېدونکې کوشش کوی.

( اواز ٣)

له څو په زړه پوری سندرو ويلو وروسته، جو هوا جيان مينه والو ته وويل :

( اواز ٤)

کله مې چه په ١٩٩٣ کال کی په بېجينګ کی خپل لومړی کنسرت ورکړ، باور می درلود چې په بېجينګ کی بيا کنسرت ورکړم. نن زه يو ځل بيا دلته سندرې وايم. ډېره مننه !

کنسرټ دری ساعته دوام وکړ، جو هوا جيان له مينه والو سره يو ځای له خوشحاليو څخه ډکه يوه ښه شپه تېره کړه. د ده يوه سندره چې نوم يی ملګری دی، ډېره مشهوره ده او د ملګرو تر منځ د نژدی او ټينګی دوستی څرګندونه کوي. د دې ښکلی سندری په اورېدو سره به زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيږی. ستاسو له اورېدو مننه کوم.

( اواز ٥)