<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-09 17:55:18    
د سمندر په تل کی د غږ عجيبه لاره

cri

ټولو ته معلومه ده چی د خبرو اترو په وخت کی د غږ د رشتې د تزلزل له امله په هوا کی د غږ څپه رامنځته کيږي او د غږ څپه نه يوازي په هوا کی ، بلکی په اوبو کی هم خپريږي چی د خپريدو سرعت يی لاچټک ښکاري٠ د دوهمې عمومي جګړې په موده کی د امريکی او شوروی اتحاد پوهانو په جلاجلا توګه کشف کړي چی د سمندر په تل کی د غږ د خپريدو لاره موجوده او غږ له دی لاری د څو زرو کيلو مترو نه بهر ځاي ته رسيداي شی او هيڅکله به کمزوری نه شي٠ د پوهانو يوه ازموينه دا وه چی د استراليا په جنوب د سمندر په اوبو کی يو بم وغورزول شو، خو د چاودنې په اثر رامنځته شوي د غږ څپه د استوايی خط له لاری د درو ساعتو او دري څلويښتو دقيقو نه وروسته د شمالي امريکايي وچې د برمودا په ټاپوزمه کي د غږ د نظارت مرکز ته ورسيدله چی د چاودنې له ځاي څخه ١٩ زره دوه سوه کيلومتره فاصله لري٠ په معمولي لحاظه د غږ موج د خپريدو د فاصلې د اوږدوالي سره سم ضعيف کيږي، نو ولي د سمندر په تل کی دغه موج ډير ليري ځاي ته خپريږي؟ د تيوريکي تحليل له مخی د سمندر په ژور تل کی د غږ د خپريدو لپاره ډېره ښه لاره شته او د همدې مخصوصې لارې د غږ څپه لسو زرو کيلو مترو ته رسيداي شي٠ د سمندر په اوبو کي د غږ د خپريدو سرعت اساسا د اوبو د حرارت او فشار تر کنترول لاندی دی په بله ژبه که د اوبو حرارت ټيټ وي، د غږ سرعت به پخ وي، که د اوبو حرارت جګ وي، سرعت به يی چټک وي، دغه راز که د اوبو فشار لوړ وي، د غږ سرعت به چټک وي ، برعکس د غږ سرعت د اوبو د فشار د ټيټوالي په حال کی بطې وي٠

د نړۍ په نورو ټولو لويو سمندرونو کی د غږ لاره موجوده ده، خو په بېلا بېلو سمندري سيمو کی د غږ د لارې ژوروالی بيل دي٠ مثﻵ په ارام سمندر کی د غږ لاره عمومأ د يو زرو دوو سوو مترو په ژورتيا اوبو کی واقع ده٠ د اوبو په سطحې د غږ د لارې په مقايسه په ژورو اوبو کی د غږ لاره ډېره سل چنده پنډه ده، نو نهنګان په ژورو اوبو کی د شلګونو زرو کيلومترو په بهر کی د خپلو ملګرو د کم فرکانس غږ اوريدي شي٠ په ژورو اوبو کی د غږ لاره د جغرافيايي عرض د بدلون سره سم بدليږي يعنی د جغرافيايي عرض د درجې د لوړتيا سره سم د غږ لاره هم تنګيږي چی په قطب کی د غږ لاره د اوبو په سطحی باندي ده او په سطحې لاره بدليږي٠