<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-10 09:29:54    
په افغانستان کې په پر له پسی توګه پر حکومتی پوځونو باندی بريدونه شوي دي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې : د افغانستان يو چارواکی د اپريل په نهمه نېټه وويل د دغه هېواد په جنوب کې په وروستيو ورځو کې په پرله پسی توګه پر حکومتی پوځونو باندی بريدونه شوي دي .

د حکومتی پوځ يو چارواکی خيال محمد خبريالانو ته وويل په همدې ورځ سهار د پنځو پوځی موټرونو يو کاروان د کندهار ولايت په جنوب کې له بمی بريد سره مخامخ شو ، له دغې پيښې وروسته پر هغو پوځی پوليسو هم بريد وشو چې سمدلاسه دغه ځای ته ورسيدل . په دغو دواړو بريدونو کې يوولس تنه ټپيان شوي دي .

د افغانستان د ملی دفاع وزارت د وياند په خبره يو ځان وژونکی په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب ختيځ د پکتيکا ولايت د حکومتی پوځ د يوې اډې د دروازی په وړاندی بمی چاودنه تر سره کړه چې له امله يې شپږ تنه سرتېری ټپيان شول .

د روانې مياشتی په اتمه نېټه د افغانستان په لويديځ د هرات په ولايت کې هم د يو ځان مرګي بريد له امله څلور تنه مړه او نهه تنه ټپيان شول .