اوس په چين کی ټلويزيون د خبری رسنيو تر منځ تر ټولو پياوړې اغېزه لری. او د معلوماتو له مخې تر اوسه په چين کی نژدی څلور سوه مليونه ټلويزيونونه او يو مليارد دوه سوه مليونه ليدونکی شته او د مرکزي تلويزيون د خبرونو پروګرام د نورو پروګرامونو په پرتله ډير زيات ليدونکي لري او هره ورځ په سلګونو ليدونکي د دې پروګرام له لارې کورني او بهرني خبرونه او معلومات ترلاسه کوی.
سره له دې چې په وروستيو کلونو کی د دغه ټلويزيون پروګرامونه په زړه پوري او رنګارنګ شوي، خو اوس ليدونکی نور زيات پروګرامونه غوره کولی شي ځکه چه له شلو کلونو راهيسی، د چين د بېلا بېلو ولايتونو او سيمو ټلويزيونی چارو هم ستر پرمختګ کړی دی او د يوې شميرنې له مخی، د چين په ټول هيواد کی څه نا څه څلور سوه لوي ټلويزيونی سټيشنونه شته او د ولسواليو په کچه د کوچنيو ټلويزيونی سټيشنونو شمېر له زرو نه اوښتی دی.
په چين کی نهه سوه مليونو بزګرانو د ټلويزيونی چارو چټک پرومختګ احساس کړيدی . د بيلګې په توګه د شان شی ولايت د چانګ جی ولسوالۍ يو کليوال چه وانګ پنګ يان نوميږي ، خبريال ته وويل پخوا مو يوازی د دوو چېنلونو پروګرامونه ليدل چې تصويرونه يی هم ناڅرګند وو. خو اوس مونږ څه ناڅه څلويښت چېنلونه کتلی شو او تصويرونه يی هم صاف او ښکلي دي. اوس د ټلويزيون کتل زما د ژوند يوه برخه ده .
د چين د راډيويی او ټلويزيونی چارو د عمومی ادارې وياند ښاغلی جو هانګ د اړوندو حالاتو په اړه وويل د ټلويزيون کتلو لپاره له بزګرانو سره د مرستی پلان په ١٩٩٨ کال کی پيل شو او ددې پلان په رڼا کې تر اوسه پوری د اوه نوی مليونو بزګرانو په ګډون په ليرو او ګوښه کليو کې د تي وي پروګرامونو د منلو اسانتياوې برابرې شويدي . د ټلويزيوني خپرونو د پراخوالي انډول په ١٩٩٧ کال کی په سلو کی اوه اتيا و، خو تر ٢٠٠٥ کال پوری دغه انډول په سلو کی پنځه نوی برخه ونيوله.
دغه پلان په عمده توګه د کليوالو د ستونزو د ليري کولو لپاره ټاکل شوي او بل پلان خاص د لوېديځو سيمو او د ملی لږکيو په سيمو کی د اوسيدونکو
د اسانتياوو ليري کولو لپاره جوړ شوی او هدف يي دا دی چې په دغو سيمو کی هر کور لږ تر لږه اته چينالونه پروګرامونه ليدلی شی او په هغو سيمو کی چه د چين د لومړني لوي قوم او ملی لږکۍ پکي په ګډه ميشت دي ، د دوو ژبو په واسطه پروګرامونه خپريږي .
د ټلويزيوني پروګرامونو د خپرېدو تناسب په لوړتيا سره تلويزيوني ستيشونو زياتې ګټی اخيستي دي ، نو د بېلا بېلو سټيشنونو تر منځ سيالی هم ورځ په ورځ تيزيږی. د مصنوعي سپوږمۍ په وسيله د ځينو سيمو د ټلويزيونی سټيشونو لخوا د زيات شمير ليدونکو جلبولو لپاره د ساعت تېری په زړه پوري پروګرامونه خپريږي .
په تېر ٢٠٠٥ کال کی ډېر بهرنی ټلويزيونی پروګرامونه د ګڼ شمير چيني ليدونکو خوښيږي . په همدې وخت هر کال زيات چينی ټلويزيونی پروګرامونه د بهرنيو ټلويزيونی رسنيو لخوا اخيستل کيږي ، د شميرنې له مخی، تېر کال په بهرنيو هېوادونو کی د چين د تلويزيوني ډرامو د پلورلو عمومی عايدات له يو سلو مليونو يوانو څخه اوښتی وو.