<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-10 18:39:56    
د چين اقتصادی پرمختګ شاوخواوو هېوادونو ته فرصتونه برابر کړی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ،په دی پروګرام کی به د چين د اقتصادی پرمختګ له امله شاوخواوو هېوادونو ته د چين فرصتونو د برابرولو په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو.

٣٥ کلن ايموران يوسف د پاکستان په لاهور ښار کی اوسيږی ، پنځه کاله دمخه يی په پاکستان کی دچين د های عر کمپنۍ صنعی سيمی يو پلورونکی دی .تر اوسه پوری د دغې کمپنۍ توليداتو د دغه هېواد د بريښنايی ماشينونو په بازار کی په سلو کی ١٥ برخه نيولی ده .د های عر کمپنۍ د زوړ کارکوونکی په توګه ايموران له دی کمپنۍ سره ډير ژور احساسات لري .هغه وويل (اواز...............) د های عر کمپنۍ زما ژوند بدل کړی دی .پخوا ثابت کار او عايدات نه لرم خو اوس زمونږ ټول کارکوونکی باور لري څو چی کوشش وکړو ،زمونږ کمپنۍ به پر مختګ وکړي او ژوند مو ښه والی ومومی .

د ايموران د ژوند بدلونونو او د دغه هېواد د اقتصاد لپاره د دې کمپنۍ له خدمتونو څخه په نوی پړاو کی د چين د ګاونډيتوب دوستانه تګلارو پلی کول څرګند شوی دی .

مشهور ديپلوماتان ووجيان مين د چين د ديپلوماتيک پوهنتون مشر او د چين د ملی ولسی کانګرس غړی دی او له خبريال سره د مرکې په ترڅ کی يی دی ته اشاره وکړه (اواز.................) پخوا مونږ له ګاوندډيو هېودونو سره د ښه دوستی ټينګولو ته په درنه سترګه کتلی وو خو اوس هېله لرو چی د اقتصاد د جهانی کيدو تر پس منظر لاندی يوازی د ګاونډيو هېوادونو د شتمن کيدو پربنسټ مونږ به نور هم شتمن

شی او په همدی وخت کی له دغه ګاونډی هېوادونه زمونږ له اقتصادی پرمختګ څخه ګټی واخلي . خو د دغو هېوادونو شتمن کيدل بايد د دغو هېوادونو د امنيت له ساتلو سره اړيکی ولري . ځکه چی که په دغو هېوادونو کی لانجه رامنځته شی نو دا به زمونږ هېواد ته هم زيان ورسوی .هغه تګلاره زمونږ د ديپلوماتيک تګلارې نوی پرمختګ دی چی چين غواړی له ګاونډيو هېوادونو سره له نيک ګاونډيتوب ،ارامۍ او شتمنۍ څخه په ډکه چاپيريال کی ژوند کوی . لازيات ګاونډی هېوادونه دا ټکی پېژندلی چی د چين پرمختګ د نړۍ لپاره ګوښ نه دی بکله فرصت دی .

له بهرنيو هېوادونو سره د چين خلکو د ښه دوستی ټولنې مشر او د ملی ولسی کانګرس غړی چن هاو سو د خبريال سره دمرکی په ترڅ کی وويل چی له ګاونډيو هېوادونو ،لويو هېوادونو ،پرمختيايی هېوادونو سره اړيکی او څو اړخيز ديپلومات د چين ديپلوماتيک ستراتيژی څلوره برخه ده چی په دی ترڅ کی له ګاوندډيو هېوادونو سره ښه اړيکی د چين ديپلوماسی يوه مهمه برخه ده .(اواز............) چين په نړۍ کی يو لوی هېواد دی چی د تل لپاره سوله ساتی او د شاوخواوو هېوادونو په پرتله کوم حرص نه لری نو مونږ هغه تګلاره جوړه کړه چی له ګاونډيو هېوادونو سره له نيک ګاونډيتوب ،ارامۍ او شتمنۍ څخه په ډکه چاپيريال کی ګډ ژوند کوی .چين د پرمختګ په لور روان دی نو هيله من يو چی مونږ او ګاونډی هېوادونه يو له بل سره له پرمختيايی بهير څخه ګټی واخلي .د چين له دغې تګلارې څخه له سولې سره د چين مينه څرګنديږی .

په چين کی د پاکستان لوی سفير سليمن باشير د چين د ديپلوماتيکې تګلارې د يادونې په ترڅ کی وويل (اواز.....................) چين د سيمه ايزې او نړيوالې سولې د

ساتلو په بهير کی يو مهم قوت دی او په سوله کی د ګډ ژوند د پنځو ګونو اصولو پربنسټ پر هغې تګلارې باندی ټينګار کوی چی له ګاونډيو هېوادونو سره له نيک ګاونډيتوب ،ارامې او شتمنۍ څخه په ډکه چاپيريال کی ګډ ژوند کوي .د چين د اقتصاد چټک پرمختګ د شاو خواوو هېوادونو او نورو هېوادونو لپاره نوی فرصتونه برابر کړی دی .چين د تل لپاره زمونږ د اعتماد وړ دوست دی .د چين سمسورتيا له امله به مونږ سمسور شی .