<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-10 20:01:13    
په چين کی د پوهنی او زده کړې بهير په اړه معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پاکستان له بلوچستان څخه يو اوريدونکی عبدالخالق حقانی په خپل يو ليک کی پوښتنه کړې چی په چين کی د پوهنی يا زده کړې بهير څنګه دی ؟ د پروګرام په دی کړۍ کی به همدغی پوښتنی ته ځواب ورکړو.

د چين د ملی ولسی کانګرس او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس په اړه د دوو مهمو کلنی غونډو په موده کی چی د مارچ مياشتی د لومړنی په ترڅ کی ترسره شوې ، د چين د پوهنی وزير جو جي له چينی او بهرنيو خبريالانو سره په يوه مرکه کی د هيواد د لسم پنځه کلن پلان په موده کی د پوهنی د پرمختګ بهير او له يوولسم پنځه کلن پلان سره سم د اړوندو موخو په اړه معلومات ورکړل . هغه وويل ، په تيرو پنځو کلونو کی د پوهنی په ساحه کی د اصلاحاتو او پرمختيا بهير د چټکتيا لومړنی ګام د هغو برياليتوبونو ټينګول او لوړول ؤ چی په ابتدايی توګه د نهه کلنی اجباری ښوونې د عامولو او ټولو بی سوادو ځوانانو او پخو عمرونو خلکو ته د ليک لوست ښوونې په برخه کی ترلاسه شوی دي . د يو لړ اړوندو تګلارو او تدبيرونو په نيولو سره چين په دی برخه کی نوی برياليتوبونه لاس ته راوړی دی ، تر ٢٠٠٥ کاله پوری د هيواد په سلو کی له ٩٥ نه زياتې سيمې د اجباری ښوونې له نعمت څخه برخمنې شوې چه دغه شمير د ٢٠٠٠کال په انډول نژدی په سلو کی لس ډېر شوی دی . دغه شان په لومړنيو ښوونځيو کی د ماشومانو زده کوونکو د شامليدو اندازه په سلو کی ٩٩ اعشاريه ١٥ ته رسيدلی چه د ٢٠٠٠ کال په پرتله په سلو کی صفر اعشاريه ٠٥ زيات شوې ده . د هغو زده کوونکو شمير چه له شپږمو ټولګيو نه اوومو ټولګيو ته بريالی شوی ، په سلو کی له ٩٥ نه اوښتی دی چی د ٢٠٠٠کال په انډول په سلو کی ٦ زيات شوی دی . دغه راز د لسم پنځه کلن پلان د پلی کيدو په موده کی د هيواد په ټول چوکاټ کی نهه مليونه ٧١٧ زرو او ٣ سوو بی سواده کسانو ته د ليک لوست تعليم ورکړ شوی او له دی برکته د ځوانانو او پخو عمرونو خلکو په ډله کی د بی سوادۍ کچه څه نا څه په سلو کی ٤ ته کمه شوی ده . تر٢٠٠٤ کال پوری د چين د هغو وګړو د زده کړې منځنی وخت ٨ اعشاريه ٣ کلونو ته رسيدلی و چی عمرونه يی ١٥ کلونه وو .

د چين حکومت له ستراتيژيکی نظره د لسم پنځه کلن پلان په موده کی کليوالی پوهنې ته لومړنی ارزښت ورکړی او د اړوندو کارونو د پياوړتيا پريکړه يی کړی ده . د نوی چين له جوړيدو راهيسی د کليوالی پوهنی په لومړی ملی غونډه کی يوه ستره تګلاره وټاکله شوه چی دښوونی د نويو زياتو شويو لګښتونو زياتره برخه بايد په کليو کی ولګول شی . د ٢٠٠٥ کال په پای کی د دولتی شورا لخوا يوه بله پريکړه وشوه چی په کليوالو سيموکی د اجباری پوهنی لپاره اړين لګښتونه به په هراړخيز ډول د عمومی ماليې د تامين په چوکاټ کی شامل شی .د دغه مهمی ستراتيژيکی پريکړې په پلی کولو سره به په سلګونو مليونه بزګران ګټی واخلی .

دغه راز په تيرو پنځو کلونو کی چين د منځنۍ مسلکی پوهنی د تتظيم او پرمختيا او د دوهم منځنی ښوونځی د ښوونې په برخه کی خپل ګامونه ګړندی کړی دی . په ٢٠٠٥ کال کی ١٥ مليونه ٥٩١ زره او ٩ سوه تنه زده کوونکی د منځنۍ مسلکی ښوونې په ښوونځيو کی په زده کړو بوخت وو . په دی کال کی د نويو زده کوونکو دمنلو کچه ٦ مليونواو ٦٤٠ زرو ته ورسيده او د ٢٠٠٤ کال په پرتله يو مليون تنه پکی زيات وو . دغه شان په ٢٠٠٥ کال کی د هغو زده کوونکو شمير چی د دوهمو منځنيو ښوونځيو کی په زده کړو بوخت وو ، ٣٩ مليونو ٩٠٠ زرو او ٩ سوو تنو ته ورسيد ، دغه شمير د ٢٠٠٠ کال په انډول ١٤ مليونه ٧١٩ زره او ٧سوه زيات شوی چی منځنی کلنی زياتوالی په سلو کی ٩ اعشاريه ٦٤ ؤ .

دپوهنی وزير جو جي په وينا د لسم پنځه کلن پلان په موده کی د چين لوړې پوهنې ډيره چټکتيا موندلی او په ٢٠٠٥ کال کی د هغو زده کوونکو عمومی شمير چی د بيلا بيلو لوړو ښوونوپه منلو بوخت وو ، له ٢٣ مليونو نه اوښتی دی چی د ٢٠٠٠ کال په پرتله لس مليونه او٧١٠ زره زيات شوی دی . د بيلا بيلو پوهنتونونو او پوهنځيو لخوا د زده کوونکو منلو کچه په سلو کی ٢١ ته ورسيده چی د ٢٠٠٠ کال په انډول په سلو کی ٨ اعشاريه ٥ زياته شوه او د معموليدو هغی مرحلی ته داخله شوی چی د نړيوالې ټولنې لخوا پيژندل او منل کيږی .

د١١م پنځه کلن پلان په اړه د تعليمی موخې له مخی به نژدی په سلو کی سلو کوچنيانو او زلميانو ته ٩ کلن اجباری ښوونه ورکړی شی . له رسمی زده کړودمخه ماشومانو ته د ښوونی اومعيوبينو ته دځانګړی پوهنې په برخه کی به لا زيات ګامونه واخيستل شی . په لسم ټولګی او لوړو ښوونو کی د زده کوونکو د داخليدو کچه به په جلا جلا توګه په سلوکی ٨٠ او ٢٥ ته ورسيږی . دغه شان نورې بيلا بيلې تخنيکی او مسلکی پوهنی به هم چټکتيا ومومی .

اوس په چين کی د پوهنې په برخه کی لګول شوی پيسی دکورنيو عمومی توليداتو په عمومی ارزښت کی ( GDP ) د ارزونی له مخی په سلو کی ٢ اعشاريه ٧٩ اټکل شوی ، د ١١م پنځه کلن پلان له مخی به دغه شمير په سلو کی ٤ ته زياتی شی .